دغربي او افغاني ښځو د حقوقو ترمینځ توپير

د ښځو حقوق په رښتيا هم په اوس وخت كې يوه ډيره لويه معضله ده نه صرف په افغانستان كې بلكې په ټوله نړۍ كې دا يو ډير تود بحث دي، په دې موضوع ليكل شايد ډير وخت ته اړتيا ولري.
په افغانستان كې هم لكه د نړۍ د نورو هيوادونو په څير د ښځو د حقوقو مسئلې ته ډيره هوا وركول كيږي او په لسګونو تحريكونه جوړ شوي چې ورته فيمنیزم يا د ښځو له حقوقو څخه د دفاع تحريكونه وايي.
دا سمه خبره ده چې افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دی، له لسګونو كلونو راهيسې دلته چا د آرامي سا نه ده اخيستي په د وطن كي هيڅ هم سم نه دي دلته د تعليم كچه تقريبا صفر ده او كوم هيوادونه چي د تعليم څخه محرومه وي هلته خو نه د سړيو حقوق وي نه د ماشوم او نه د ښځي زمونږ د افغانانو لويه بد بختي دا ده چي څومره له عصري علومو څخه ليري يو همدومره له خپلي دين څخه هم ناخبره يو كه مونږ په خپل دين پوهيدلي نو نن به زمونږ دا حالت نه ؤ ، مونږ به له غرب څخه د ښځې حقوق نه غوښتل مسلمانې ښځې ته چې كوم حقوق اسلام څو پيړۍ پخوا وركړي د هغو حقوقو خو غربي ښځه په دې پر مختللي عصر كې هم تصور نشي كولی.
د مثال په ډول ښځي د مور په صورت كي څومره حقوق لري چي حتی تر پښو لاندې يې جنت دی ، نو آيا په غرب كې مور دومره حق لري ؟

په اسلامي ټولنه كې ښځه په هر شكل كې محترمه او له خپلو حقوقو څخه برخمنه ده كه هغه مور وي كه خور او كه ميرمن په هر حال كې اسلام ورته پوره پوره حق وركړي، كه هغه مادي حقونه وي او كه معنوي.
له بله پلوه كه مونږه غربي ميرمنې ته وګورو نو هغې خپل اصلیت له لاسه وركړی ، مورنۍ عاطفه يې له مينځه تللې، كور يې وران او كورنۍ يې خوره وره ده او په خپله د خپلې نفقې مسئوله ده چې ډير ځلې يې د اولاد پيټی هم پر سر وي ، ځكه چې اكثره يې د پلار له سيوري محرومه او ډير ځلې خو داسي هم وي چې هيڅ معلومه نه وي چې د هغو د اولادونو پلرونه څوك دی.
په غرب كې ښځه مجبوره او مكلفه ده چې ځان او كورنۍ ته د نفقې د پيدا كولو تر څنګ، كور ته هم پاملرنه وكړي او سره له دې هم دسړيو د ظلم ښكار كيږي  ،  نو چې كله يو ټولنه ښځې ته په دې سترګه ګوري، نو هغوي به ښځې ته څه حق وركړي او چې خپلي ښځې ته حق نشي وركولی نو دغرب څخه بهر دنورې نړۍ ښځی له دې بې حقوقو څخه څه تمه لري؟
ددې بر خلاف  مونږ په خپل مقدس  دين اسلام كې ګورو چي هميشه سړيو ته د ښځو په اړه د ښه تعامل او سلوك وصيت کیږي ، تردې چې  درسول الله صلي الله عليه وسلم وروستۍ خبرې همدا وې چې دښځو په باره كې له الله څخه وويريږﺉ  نو كه نن زمونږ مسلمانې افغانې خويندې له خپلو حقوقو څخه بې برخې دي نو د هغې حل دا نه دی چې مونږ په خيرات اموخته  كچكول په لاس كې ونيسو او د غرب څخه د حقوقو خيرات وغواړو بلكې  مونږ بايد كوښښ وكړو چې مونږ پخپله خپل مشكلات حل كړو او داسلام را ښودلې لارې غوره كړو او يو له هغو لارو څخه داده چې خپل هیواد كې تعليم عام كړو تر څو هر څوك خپل حقوق او واجبات وپيژني.
خصوصا دښځو تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وشي ځکه چې مور د اولاد لپاره لومړنۍ درسګاه وي او دا داسې درسګاه ده چې په دې کې یاد شوی درس ټول عمر نه هیریږي.
دویمه داچې په هر کار کې ښځې دغرب تقلید ونه کړي ځکه چې داسلام نظام یو مکمل نظام دی څومره حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړی دی په غربی نظام کې یې تصورهم نه ګیږی.

عطاءالرحمن درانی

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب