
دعاګانې
دعاګانې
سورة الفاتحه ۷ ځله: د زهر او مرضونو د شفاء او علاج لپاره (بخاري او ترمذي).
۲- آية الکرسي: (سورة البقرة ۲۵۵ آية)
فضيلت:
۱- آية الکرسي چې څوک د شپې ولولي نو د الله تعالی څخه ورته ساتونکې مقرر شي او شیطان ورته نشي نژدې کېدلای. (بخاري حديث نمبر ۲۲۵۴)
۲- څوک یې چې د فرض لمانځه څخه وروسته ولولي نو جنت ته د تللو څخه هېڅ شی نه شي منع کولای پرته له مرګ څخه (چې کله مړ شي روح به یې جنت ته ځي). (مشکوة المصابيح ۱/۸۹).
۳- د سورة البقرة آخري دوه آيتونه: آمن الرسول… لا يکلف الله…
فضيلت: دا دوه آيتونه چې څوک د شپې ولولي دا ورته پوره کېږي (د هر شر، زهريله حیوان او دارنګه د نورو قراءة څخه). بخاري حديث نمبر ۵۰۰۸
۴- سورة الاخلاص، سورة الفلق او سورة الناس هر سهار او ماښام درې درې ځله لوستل کېږي.
فضيلت:
۱- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي چې دا د هر څه څخه پوره کېږي. ابوداود حديث نمبر ۵۰۸۲
۲- د خوب کولو په وخت کې به نبي عليه السلام دا درې واړه سورتونه لوستل او بیا به یې په لاسونو کې چف کول او په ټول بدن به یې راښکل. (فتح الباري مع البخاري ۹/۶۲).
۵- هره شپه سورة الم، السجدة او سورة الملک لوله، د عذاب قبر څخه به نجات او خلاصې مومې. مشکوة ۱۸۸
۶- بِسْمِ اللهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.
فضيلت: څوک چې سهار او ماښام دا ذکر درې درې ځله ولولي نو د هر شر او ضرر، جادو او سحر څخه به الله تعالی ورته امن ورکړي. ترمذي حديث نمبر ۳۳۸۸
۷- د ويده کېدلو دعا:
اللَّهُمَّ بِاسْمِکَ أَمُوتُ وَأَحْيَا. (بخاري ۲/۹۳۴، مسلم ۲/۳۴۸)
۸- د خوب نه را بيدارېدو دعا:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ. (بخاري ۲/۹۳۴، مسلم ۲/۳۴۸)
۹- سيدالاستغفار:
اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ.
فضيلت: داسې سيدالاستغفار چې څوک سهار ولولي او د ماښام څخه مخکې مړ شي نو دا د جنت والو څخه دی (په دين فطرت او توحید مړ شو). او که ماښام یې ولولي او د سهار نه مخکې مړ شي نو دا د جنت والو څخه دی (په دين فطرت او توحيد مړ شو). بخاري ۶۰۶۱، ابوداود ۵۰۷۰، ترمذي ۳۳۸۳
۱۰- لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ سل ځله لوستل کېږي.
فضيلت: د لسو مريانو آزادولو برابر ثواب دی، سل نېکۍ به ورته وليکل شي او سل ګناهونه به یې معاف شي، او تر ماښامه پورې به د شیطان ضرر څخه ساتل کېږي. (مشکوة جلد ۱/۲۰۱).
(…)