د سود خوړلو له بدې ګناه ځان وساتئ

نن سبا خو سود خوري اورشوت دومره ډير شوی چې ځنې کسان خويې ګناه هم نه بولي اونه هم پرې شرميږي.
سود خو نن ورځ ويني چه رسما ً او پر ډاګه اعلانيږي.
ځنو خلکو شپه او ورځ پر سر اخيستی چه په هره لاره  چه وی  خپله ګيډه  ډکه کړی هغه که حرام وی هم خير  خوچه په يوشکل مالدار شی او د دنيا عيش نوش وکړی .
که د دنيا ژوند بقا لرلی  بيا به هم يوڅه وای  هسی هم له ټولو نه پاتی کيددونکی ده  اوآخر په يی دا خوږ مال هم خپلوخپلوانو ته پاتی شی او دی به يواځی د قبر په لوری وکوچيږی .

د سود خورئ  د سختي ګناه په اړه قرآني او نبوي ارشادات  وګورئ :

الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون (البقرة۲۷۵ ).
هغه کسان چه خوری سود (له خلکو) نه پاڅيږی دوی (دقيامت په ورځ کی ) مګر (پاڅيږی داسی ) لکه چه پاڅ يږی هغه څوک چه حواس يی خراب کړی وی شيطان له (خپله ) اثره  ، سبب دادی چه سود ته به هغوی تجارت ويلو ( دجواز په رويه ) حال دا چه الله تعالی تجارت حلال کړی او اوسود يی حرام کړی دی  نوچه چاته دالله (ج) پند ورسيدلو ، اوهغه منع شو نو (ددی حکم نه مخکی ) هغه چه کوم څه اخيستی هغه دده دی اودهغه معامله الله تعالی ته حواله ده ، اوچه څوک ددی نه ورسته هم سود اخلی نو داسی خلک دوزخيان دی هغوی به هميشه په دوزخ کی اوسيږی .

نبی ارشادات :

لَعَنَ رَسُول اللهِ صَلي اللهُ عليهِ وَسَلَم َ اكِل الّربواوَمُوكِله وَكاَ تِبه وَشَاهِدَيه وَقَال هُم سَوآءُ ُ  (مسلم ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکی ،ورکوونکی ،ليکوونکی اوشاهدانوته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .
اَلربوا سَبعُونَ جُزءًا أَيسَرُهَا أَن يَنكحَ الرَّجُلُ أُمَّه  (ابن ماجه بيهقی) .
دسودګناه اويا برخی لری آسانه برخه يی دومره ده  لکه څوک چه  دخپلی مورسره نکاح اوبدکاروکړی .
أُتِيتُ لَيلَةً اُسيریَ بِی عَلی قَومٍ بُطُونُهُم كَالبُيُوتِ فِيهَا الحَيَّاتُ تُر\’ی مِن خَاِرجِ بُطُونِهِم فَقُلتُ مَن هوءُلَآءِ يَاجِبرِيلُ ؟ قَالَ هوءُلَآءِ لَآءِ اَكَلَةُ الّربوا. (احمد ابن ماجه ).
دمعراج په شپه يی زه يوه قوم ته وروستلم چه ګيډی  يی دخونو په شان  لويی لويی  ښکاريدلی اوپردغه ګيدوکی دباندی لخوا ماران ښکاريدل  دجبريل نه می پوښتنه وکړه  چه داڅوک دی ؟ ده وويل دا سود خواره دی .
اِذَااَقرَضَ الّرَجُلُ الّرَجُلَ فَلاَيَأخُذهَدِيَّةً (بخاري )
کله چه يوسړی بل ته  پور ورکوی  نو دپوروړی  سوغات دی  نه قبلوی .
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب