د زکات مستحقين ( زکات چاته ورکړل شي)
د زکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی:
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين ) او مؤلفة قلوب ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی ) او په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی .
۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کيږې او نۀ ورسره دومره مال يا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی .
۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دی چه د نفقی لپاره څه نه لری که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوی خو بيا هم څه ورباندی نه کيږی ، يا معيوب شوی وی يا ناروغه وی چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وی
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وی بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شی .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وی.
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کی راغلی وی ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسی پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوی وی چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۶- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوی ، دعوت کوی اويا پر بله طريقه يی د دين نصرت ته ملا تړلی وی د زکات مستحقين دی .
۷- ابن سبيل : که کوم مسافر وی چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څ هم په خپل کور کی مالدار وی د زکات مستحق دی .