درنځور خامار ناول داستاني عناصر
درنځور خامارناول کې داستاني عناصر
(رنځور خامارناول ) د سید ادریس“عادل” ناول دی. دا یو تاریخي ناول دی.
تا ریخي ناول هغه دی چې د تاریخي پېښو پر بنسټ لیکل کېږي او کرکټرونه یې هم ډېر کله څرګند
تاریخي افراد وي. په تاریخي ناولونو کې تاریخي پېښې له تخیلي پېښو او صحنو سره غاړه غړۍ کېږي.
یا د تاریخي ناولونوپه پنځونه کې له تاریخي پېښو سره تخیلي چلند مهم اړخ دی
کیسه:
د انتخاب په نامه یوهلک وو. ده په ټول ژوند کې یو نیکه او یوه موردرلوده
نیکه یې یحیی خان نومېدا په ټول کلي کې د ښې نامې اوجامې سړی وو چایې مقابله نشوکوالی په ژوند
کې یې یوازنی د خوشحالۍ اثر انتخاب وو. چې دده لمسی وو. اکثره وخت به یحیی خان خپل لمسي
انتخاب ته د پخوانیو وختونوکیسې کولې. یو ورځ انتخاب ته خپل نیکه پخوانۍ د امان الله خان
او حبیب الله خان د وخت کیسې کولې. یحیی خان په کیسو لګیا وو چې په همدې وخت کې د طیارو غږ
شو او په کلي یې بمبار وکړ بیا یحیی خان خپل لمسي ته وویل چې ته کېنه زه په منډه راځم یحیی خان له
کوره ووت یحیی خان تر سهارکورته رانغی د هغه ملګري په حق رسېدلي وو د وخت په تېرېدوسره
انتخاب هم را لوی شو کار او بار یې کاوه یحیی خان په ډېر بد حال وو له یو څو ورځو وروسته یې نیکه هم
خپل روح حق ته ور وسپاره. انتخاب ډېر خفه وو دانتخاب مور تورپېکۍ هم دانتخاب خفګان نشو لیدالی
هماغه وو چې تورپېکۍ لاړه د خپل ورور نوشېر نه یې حیا د انتخاب لپاره وغوښتله. حیا د نوشېر لور
وه حیا یې سیده د انتخاب په نوم کړه. د وخت په تېرېدو سره د انتخاب او حیا یو زوی وشو او هغه هم
دری کلن شو. نوم یې پرې د افتخار کېښود…
دا مهال په نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه و او دې لویو سوپر طاقتونو د جنګ آماده ګیانې نیولې د نړۍ لوی
سپر طاقتونه روسیه او امریکا وو د دوی شاوخوا هېوادونو هم برخه اخیسته ټوله نړۍ په دوو لویو برخو
ووېشل شوه چې د نړۍ ټولو هېوادونو په یوه خوا پورې ځان تړلی وو یوازې افغانستان و چې له خپلې خوانه یې بې طرفي اعلان کړې وه نور مشهورهېوادونه لکه امریکا، فرانسه، المان، بریتانیا او ډېر نور هېوادونه د امریکا په طرف وو ولې چې ټولې نړۍ په جنګ کې ونډه اخیستې وه…
د لید زاویه:
د لید لوري زاویه هغه ځای دی چې کیسه ځینې بیانېږي لید لوری بلل کېږي.
د کیسې د بیان زاویه: موږ ته دا را ښودلی شي چې کیسه څوک بیانوي یا راوي څوک دی.
د دغه (رنځورخامارناول) راوي لومړی شخص یا متکلم دی. په دغه ناول کې کیسه داسې
څوک کوي چې پخپله ددې پېښې ګډونوال دی. ددې کیسې اصلي کرکټر انتخاب دی له
کومو پېښو سره چې مخ شوی هغه بیانوي. د لید په دې زاویه کې د لوستونکي او راوي
ترمنځ اړیکه نېغه او صمیمانه وي. په دغه انداز کې لوستونکی په دې ذهنیت وي چې راوي ماته خپل داستان پخپله بیانوي او خپله مخامخ راته ناست دی.
ډیالوګ:
ډیالوګ تر ډېره د ډراماتیک ادب ځانګړنه ده ، خو په ناول کې یو مهم عنصر بلل کېږي.
(ډیالوګ د کرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کېږي. یا به له ځانه سره غږېوي او یا له نورو سره.)
د ډیالوګ بېلګه: انتخاب له ځان سره په لوړ آواز وویل قسم په خدای هماغه د تسلې منبع او د سپوږمۍ
ښکلا ته وې او ستا ثاني بیا په ټوله نړۍ کې هم پیدانشي.
کرکټرکښنه:
په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې مقصد هغه خلق شوی انسان، حیوان یا کوم بل شی چې د
حقیقي انسان، حیوان خویونو سره په داستاني ژانر کې ځان راڅرګند کړي.
او دجوړښت له مخې په دوه ډوله دي (ساده) او (پېچلي)
ساده: ساده کرکټرونو ته جامد او ولاړ کرکټرونه هم وایې. دا هغه کرکټرونه دي چې ثابت او په یوه حالت
ولاړ دي د پېښو او شرایطو په لړ کې ډېر بدلون پکې نه راځي.
پېچلي: کرکټرونه هغه دي چې د شرایطو پر وړاندې بدلېږي رابدلېږي د ډېرو او متضادو خصوصیاتو لرونکي وي.
ددې ناول کرکټر هم پېچلی دی. د شرایطو له بدلون سره بدلون کوي.
بېلګه: یو وخت د روسیی ولسمشر د امریکا په طرف اټومونه خطا کوي خو بل ځل بیا ختیځ هېوادونه
سوپر طاقت شي د هرې خونه اټومونه را خطا کوي.
منظرکشي:
هر داستان د صحنو ټولګه وي. که داستان له یو دېوال سره تشبیه کړو، نو صحنې له
هغو خښتو سره تشبیه کوالی شو چې همدا دېوال ورنه رغېدلی دی. داستاني صحنې په دري ډوله دي
طبیعي، ټولنیزې، خیالي.
منظرکشي په دوه ډوله ده ۱ ـ ساکته منظرکشي۲ ـ متحرکه منظرکشي
ساکته: منظرکسي د منظرکسي په دې ډول تصویر په ولاړ او ساکت حالت بیانېږي.
متحرکه منظرکشي: د منظرکشي په د ډول کې تصویر په خوځنده او متحرک حالت بیانېږي. او په دغه (رنځورخامار ناول) کې منظرکشي متحرکه ده
تلوسه:
تلوسه، تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د
داستان لوستلو ته هڅوي. یا په بل عبارت ، تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له
پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره
نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون ومومي.
د تلوسې بېلګه: افتخار هم د سخت رنځ له امله مړ شو انتخاب چې نوی نوی د اولاد مینه لیدلې وه هغه هم
خدای ورنه واخیسته حیا چې هم د وېرې په سلګوکې ډوبه پرته وه انتخاب ته یې هم زړه خوړ او خپل
ځانته هم د انتخاب مور تور پېکۍ چې لا تر اوسه ژوندۍ وه د دومره پېښو د لیدلو وروسته د ډار له
امله مړه شوه یوڅو ورځې وروسته د حیا پلار او کورنۍ ختمه شوه حیا چې د غم په سمندرونو کې یې
چپې وهلې بېخي وچه شوه…
پای
لیکوال : رحمت الله“حقیار”