د رمضان د مبارکې روژې لنډ بيان
دهمدی موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوی دوره ده
ترڅو په دغه لنډه دوره کې د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بې ګټی زهرجنو شيطانی اعمالو منع شي .
د روژې فضيلت :
دنورو امتونو په پرتله محمدی (ص) امت ته د هری نيکی په بدل کی لس چنده يا تر هغه هم ذيات بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .
الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده اوزه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما درضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي – نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم .
يو بل حديث شريف دی : اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِئمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).
ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايې پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .
رسول الله (ص) ديوی خطبی په يوه برخه کې وفرمايل : په روژه کې د نفلو ثواب د فرضو سره برابر دي او په دې مياشت کې دفرضو اداکولو ثواب دنور وخت د اويا فرضو برابر ورکول کيږي ، ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يې مغفرت دی او آخری دريمه حصه يې د دوزخ څخه خلاصون دی ،ددينه پس يې وفرمايل کوم سړی چه پدی مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف اوکمی وکړي الله تعالی (ج) به دهغه مغفرت وکړي او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړی (شعب الايمان للبيهقی ).
صُومُواتَصِحُوا ((روژه ونيسی تر څو صحتمند شي )) .
لكل شيء زكاة. وزكاة الجسد الصوم (ابن ماجه ) .
((دهر شي لپاره زکات وي خو د بدن زکات روژه ده )) .
ثلاث لا يرد دعوتهم: الامام العادل، والصائم حين يفطر، ودعوة المظلوم
الترمذي .
((د دريو کسانو دعا نه رديږي د عادل امام د روژه دار د روژه ماتی په وخت کې او د مظلوم دُعا )).
بس ددي لاندي حدِث شرِف څخه د زمضان د روژی فضيلت او غوره والی ښه څرګنديږي
عن أبي هريرة قال:
قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم: “من أفطر يوماً من رمضان في غير رخصةٍ رخصها اللّه له لم يقض عنه صيام الدهر”.
((چاچی د زمضان د مياشتی يوه ورځ روژه ونه نيوله پرته د غذر لرلو (مرض يا سفر ) کوم چې خدای ج ورته رخصت ورکړی دی نو د ټول عمر روژي نيول د هغی قصا نشي پوره کولی )) . (ابوداؤد ).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دي .
پدی اړه دغه حديث شريف ولولی :
مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .
ژباړه : کوم سړی چه بدکارونه فضولی خبری نه پريږدی نوالله تعالی دده خوړلو اوڅښلوپريښودو ته څه ضرورت نشته .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د روژې مکروهات :
۱- بدخويې کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولې خبری او داسې نور حرام اعمال او خبرې .
۲- دلوږې تندی په وجه وارخطايې او ناآرامی ظاهرول .
۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .
۴- دخوراکی څيز څکل خو دښځې او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يې بدخويه وي د خاوند يا مالک دتندخويې ددفعی په وجه چه بدرد ونه وايې باک نلری چه د خوراکی شی مالګه وګوری .
۵- په خوله ياپوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پوری لاړی شي .
۶- جنوب وي خو تر صبا صادق نه يی ورسته کوي .
۷- کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه صفا کول .
۸- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .
۹- که دشهوت ويره وی له خپلی بی بی نه مچی يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلري .
۱۰ – مور لره په خوله کې د څه شی جويل او بيا بچی ته ورکول .
پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږي فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د روژې فاسدوونکی :
په روژه کی له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دی .
۱- له څه خوړلونه .
۲- له څه څښلونه .
له جنسی فعل نه .
پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږی .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخی پردوه ډوله دی ، هغه چه يوازی قضايی ورباندی واجبيږی او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندی واجبيږی .
ــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چې د هغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړی او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړی خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضا روژه واجبه ده .
۲- چا دلمرلويدونه مخکی داسې فکروکړچی لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خوورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی نوقضايی روژه ورباندی واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .
۴- درمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .
۵- که په روژه کې د چا خولی ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړاوده هغه څاڅکی خيټی ته تير کړل .
۶- که چا له سره دروژی نيت ونګړ، خوله خوړلو اونورو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه ورسته نيت وګړ .
۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا دخولی په غرغړه کې يې بی احتياطی وکړه اوبه له حلقه تير شی قضا پری واجب ده .
۸- که چا داسې شی چه غذا نه وی لکه داوسپنی ټکړه ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وی قضا پری واجب ده .
۹- په غوږ کې تيل اچول يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پری واجب ده .
۱۰ – که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يی پری لازمه ده.
۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانی برابر يا له هغه نه لوی وی تر حلق تير شی .
۱۲- د جماع اووحشی عمل لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشی شيطانی جنسی فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه .
۱۳- غاښونه وينی شی او وينی پر لاړو ذياتی وي له ستونی څخه تير شی .
په پورته ټولو صورتونو کی روژه ماتيږی قضايی روژه به بيا نيسی .
ـــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چې قضا او کفاره دواړه پرې واجب دی :
۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول
يا که دخولی له لاری نه وي پربله هره طريقه سره بدن ته غذا يا دوا داخيلول وغيره .
دروژی کفاره :
ديوی روژی په بدل کی دوی مياشتی مسلسل روژه نيول فرض دی که په منځ کی يوه روژه هم قضاء شی له سره به روژه نيسی .
که دايی په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوی.