
ددې حديث چې څوک قرآن په ښه صوت نه وايي له مونږ څخه نه دی مطلب څه دی؟
محترمو استادانو! د دې مبارک حدیث په تفسیر ښه نه پوهېږو، چې فرمایي:
«من لم يتغن بالقرآن فليس منا.»
که یو تن قرائت سم نه شي کولی، نو آیا له اسلامه ووت؟
ځواب:
بسم الله الرحمن الرحيم
دا حدیث شریف صحیح البخاري په دې ډول نقل کړی دی:
روى البخاري في صحيحه عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :
«ليس منا من لم يتغن بالقرآن.»
وزاد غيره: «يجهر به.» (يعنې: ليس منا من لم يتغن بالقرآن يجهر به).
په پورته حدیث شریف کې «يتغنّ بالقرآن» څخه مطلب دا دی، چې د قرآن کریم لوستونکی به قرآن په ښه صورت، او لږ تر لږه په دومره جهر (زوره) سره وايي چې خپله یې واوري. قرآن به په تجوید او خشوع سره وايي او په هغه کې به تدبر کوي، تر څو په زړه باندې اغېز وکړي.
او «ليس منا» څخه مطلب دا نه دی، چې څوک قرآن په ښه صوت، تدبر او خشوع سره نه وايي نو هغه د امت یا د دین له خلکو څخه نه دی؛
بلکې مطلب یې دا دی، چې دا کار د سنتو خلاف دی. یعنې څوک چې قرآن په تجوید، تدبر او ښه صوت سره نه وايي، داسې کول ګناه ده.
عمدة القاري لیکي:
أي ليس من أهل سنتنا، وليس المراد أنه ليس من أهل ديننا.
(یعنې: مطلب دا دی چې د سنتو له خلکو څخه نه دی، نه دا چې د دین له خلکو څخه نه دی).
عمدة القارئ (۲۵/۱۸۲)
او توربشتي رحمه الله فرمایي:
المعنى ليس من أهل سنتنا أو ممن تبعنا في أمرنا، وهو وعيدٌ، ولا خلاف بين الأمة أن قارئ القرآن مثابٌ في غير تحسين صوته، فكيف يجعل مستحقاً للوعيد وهو مأجور؟
(یعنې: مطلب دا دی چې د سنتو له خلکو یا له هغو کسانو څخه نه دی چې زموږ پیروي کوي. دا یو ډول وعید دی. او د امت په منځ کې هېڅ اختلاف نشته چې د قرآن لوستونکی که یې هم په ښه آواز نه لولي، بیا هم ثواب لري، نو څنګه به د وعید مستحق شي، حال دا چې مأجور دی؟)
او د دې حدیث مطلب دا دی:
لوستونکی باید خپل آواز د قرآن په لوستلو سره ښه کړي او په زوره یې ووایي، خو که څوک قرآن داسې لولي چې نه پکې خشوع وي او نه اغېز، دا صحیح نه ده.
نو لازم ده چې قاری خپل آواز ښه کړي، له لوستلو څخه خوند واخلي، او که شاوخوا څوک وي، په جهر سره یې ولولي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایي:
«زينوا أصواتكم بالقرآن» (یعنې: خپل آوازونه د قرآن په لوستلو ښایسته کړئ).
نو د قرآن ښه لوستل، تجوید، خوند اخیستل او خشوع لرل — دا ټول هغه صفات دي چې د قاري پر زړه او د اورېدونکو پر زړونو اغېز کوي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.