ددين داحکامو په زده کړه کې شرم ښه ندى

د دين د احکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې ثبوت دي او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر …) يعنې دپوهې له خاوندانو څخه وپوښتئ که چېرې تاسې نه پوهېږئ، نو دالله جل جلاله ددې حکم او دا ډول نورو اوامرو پر اساس دديني م سايلو زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او په هر مسلمان لازم ده چې په دې هکله هېڅ شرم او ننګ ونه کړي. يعنې دديني مسايلو په زده کړه کې شرم او عار ته هېڅ ځاى نشته دى او که څوک په اسلام کې لږه مطالعه هم ولري او په ځانګړي ډول که چا احاديث او فقه لوستې وي نو هغه په دې پوهېږي چې ددين په زده کړه کې شرم نشته دفقهې او حديثو معتبر کتابونه له داسې مسايلو ډک دي او داسې مسايل په کې په خورا مفصل ډول تشريح شوي دي چې ښايي ځينې به يې ځانته شرم بولي که دداسې مسايلو يادول شرم وي او يا دداسې مسايلو ليکل ياروښانول له اخلاقو سره سمون ونه لري نو زموږ ددين امامانوبه هيڅکله هم نه ليکل او نه به يې لوستل .که دداسې مسايلو يادول يا رانقلول شرم وي نو نارينه و صحابه و او ښځينه و صحابه و او په ځآنګړي ډول امهات المومنين ( رض )

او په خپله رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به نه بيانولى او نه به يې په مفصل ډول ددې مسايلو روايت کاوه .

په خپله درسول الله صلى الله عليه وسلم او دهغه صلى الله عليه وسلم دمبارکو صحابه و دحيا دبېلګې له راوړلو څخه دانسانيت تاريخ بلکل عاجز دى نو بيا ددې مسايلو په يادولو او بيانولو نغوذ بالله من ذالک دهغوى په هکله حتى دبې حيايۍ تصور هم کېدلى شي ؟ ايا هغوى نعوذ بالله من ذالک القول بې حيا وو؟
ايا زموږ دحيا قوه ترهغوى ډېره ده ؟ نه هېڅکله هم نه. نو بيا دې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې ميندې درسول الله صلى الله عليه وسلم، امهات المؤمنين، نورو جليل القدره صحابه و او تابعينو په پل پل کېږدي او دديني مسايلو په زده کړه کې دې هېڅ شرم نه محسوسوي. اسلام پوښتنه کول عيب نه بولي خو ناپوهي عيب بولي او داسلامي شريعت په تطبيق کې هم په اسلامي ټولنه کې دناپوهۍ عذر ته اعتبار نه ورکول کېږي زموږ ډېرې دينداره خويندې ميندې او وروڼه همدې غلط احساس له دين څخه پردي کړي دي او د جها لت او ناپوهۍ په زولنو کې يې ګير کړ ېدي . له بده مرغه چې د بې سوادۍ او ناپوهۍ دبلا وزرې خو زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې زياتې خپرې دي او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو زموږ دټولنې با سواده او لوستوالې ښځې سلنه کې هم نه راځي او بيا له دې سره چې ددين په احکامو کې دحيا او شرم خيال هم له دې بد مرغۍ سره يو ځاى شي نو خبره بلکل خرابه او له بد هم بدتره شي .
الله ( جل جلاله) چې يو انسان د يو کار په ترسره کولو مکلف کړى دي يا يې دکوم کار له کولو منع کړى دى نو ددې مسئلې دشرعي حيثيت زده کول يې هم پرې فرض کړي دي او ددې مسئلې بيانول او يادول بيا نه يواځې دا چې شرم او حيا نه ده ، بلکې فرض او لازم دي ځکه چې موږه مسلمانان يو ، دژوند هرې برخې او هر کار لپاره مو حدود او چوکاټ اسلام ټاکي هم دارنګه دهغو مسايلو حدود او چوکاټ هم اسلام ږدي چې بيانول يې لازم نه دي يا په بل عبارت دا به هم راته اسلام وايي چې په فلانۍ مسئله کې له دې زيات تفصيل او بيان په کار نه دى. که څوک يې بيا هم تفصيل يا اوږدېدل غواړي نو هغه سړى بې شرمه او ګنهګار دى .
اسلام په خپله دشرم او حيا دين دى حيا دايمان ((نيمه)) برخه ده او بې حيا انسان له نيم ايمان څخه بې برخې او محروم دى ،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي (( کله چې حيا نه درځي نو څه دې چې زړه غواړي کوه يې )).
پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر حياناک شخصيت و خو لکه چې دمخه مو وويل ددين زده کړه يا بل چاته يې ورښودل هغه چې اسلام يې دزده کړې او بل ته دښودلو اجازه کړې وي لکه جنسي مسايل، حيض، نفاس… دا که هر څومره چاته دشرم خبره ښکاري خو يادول يې بې حيايي نه ده ، بلکې پخپل ذات کې عبادت دى .
ددې لپاره چې داطمنان او تسکين ډيوه مو لاروښانه شوي وي نو ښه به داوي چې دهغو مسايلو او رواياتو څو نمونې دلته رايادې کړو چې په اصطلاح خلک يې دشرم او حيا مسايل ګڼي .
پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کوم احکام خپل امت ته بيانوي نو هدف يې دادى چې امت يې دا مسايل زده کړي او عمل پرې وکړي .
صحابه و او ان امهات المومنين رض چې په محمدي سېڅلې مدرسه کې څه زده کړي دي نو پرته له دې چې له ځان څخه په کې څه کمښت او ډېرښت راولي په ډېره امانتدارۍ سره يې امت ته بيان کړي چې نه يې په کې شرم احساس کړى دى او نه يې په کې ننګ کړى دى او ددې مسايلو له بيان څخه ددوى اساسي هدف دادى چې هغه فرضيت يا وجوب چې نورو ته ددې مسايلو دښودلو په هکله ددوى پر غاړه پروت دى ساقط شي او هم نور مسلمانان داديني مسايل چې دوى پخپله دشارع (ج ) يا شارح ( ص) نه زده کړي دي نورو ته وښيي او که خداى مه کړه دوى ددې احکامو په روايت او بيان کې شرم محسوس کړى و نو نن به موږ ددې مسايلو له احکامو څخه نه خبرېدو.
که حضرت عايشې رض يا درسول الله دمبارک حريم نورو بيبيانو درسول الله ص دغسل طريقه موږ ته نه واى بيا ن کړې او ځانته يې شرم ګڼلى واى نو نن به موږ دشرعي غسل طريقه له چاياده کړې وه ؟
ام سلمه رض روايت کوي چې ام سليم رض درسول الله ص حضور ته راغلله او عرض يې وکړ چې يارسول الله، الله ج دحق په ويلو کې شرم نه کوي آيا په ښځه کله چې احتلام ورته پېښ شي ( شيطان يې وغولوي) غسل شته ؟ رسو ل الله (ص) ورته وفرمايل چې هو کله چې اوبه (مني) وويني …
په پورتنيو الفاظو کې په محمدي مدرسه کې روزل شوې صحابيه په زغرده رسول الله ص ته وايي چې ددين په يادولو او په حق وينا کې شرم نشته او رسول الله ص هم ددې موضوع په پوښتنې سره ونه رټله او نه يې پرې دبې حيا نوم کېښود .
حضرت عايشه رض روايت کوي چې ما او رسول الله به په يوه تشناب کې يو ځاى او له يوه لوښي څخه غسل کاوه تر دې چې رسول الله به داوبو په لګولو کې په ما چالاکي کوله نو ما به ورته وويل چې ((د عالي .. )) يعنې: ماته اوبه پرېږده م اته اوبه پرېږده .
ددې مسئلې دبيان په وخت کې چې په روژه کې په ښکلولو او په غېږ کې نيولو روژه نه ماتېږي ام سلمه روايت کو ي چې زه به رسول الله ص ښکلولم او هغه به روژه و ..(متفق عليه)
حضرت عايشه رض روايت کو ي چې درافعه ښځه راغلله او رسول ص ته يې عرض وکړ چې زه رفاعه طلاقه کړم او له هغه وروسته مې له عبدالرحمن ابن زبير قرظي سره واده وکړ او له هغه سره دټوټې دڅنډې په څېر شى دى (تناسلى اله يې دټوټې په څېر نرمه او مړاوې ده) رسول الله ص ورته وفرمايل چې شايد ته به بېرته رفاعه غواړې؟ نه تر دې چې هغه ستا عسل وڅکي او ته دهغې عسل وڅکې)
يعنې تر دې چې عبدالرحمن ستا له خوږو څخه خوند وانه خلي او ته دهغه له خوږو څخه خوند وانه خلې يعنې جنسي اړيکې ونه نيسئ نو ته بېرته رفاعه ته تللى نه شې .
په موطا کې وايي چې ددې ښځې نوم تميمه وو او د وهب لور وه .

حضرت ميمونه رض درسول الله دغسل دجريان حکايت کوي او دا حديث امام زيلعي او ټولو صحاح الستة روايت کړى دى .
حضرت انس بن مالک رض روايت کو ي چې (( رسول الله به په يوه شپه کې په ټولو بيبيانو ګرځېده ( له ټولو سره به يې جماع کوله) او ده په دې وخت کې نهه ښځې درلودلې.))
او بخاري کې وايي چې بيا په يې له دې ټولو څخه يو غسل کاوه .
حضرت عايشه رض روايت کو ي چې کله رسول الله وفات کېده نو سر يې زما دسينې او غاړې ترمنځ اېښى و تر دې چې دخولې لاړې يې زما دخولې له لاړو سره يو ځاى شوې .
ډېر مفسرين ،محدثين او ددين ائمه په دې نظر دي چې درسول الله ( ص) لخوا ځانته دښځو په ډېر والي کې دهغوى ص ستر هدف او حکمت داو چې ددين په رسولو کې ورسره مرسته وکړي . درسول الله ص دسيرت هغه برخه خو به چې نورو صحابه وليدله يا اورېدله او دهغوى ص هغه اعمال او کړنې چې هغوى پرې خبرېدل نو دا خو به صحابه وو رض روايت کړي وو مګر هغه مسايل به څنګه شوي وو چې ددوى له نظر نه پناه وو او درسول الله ص له خپلې سکه بي بي پرته دبل چا پوهېدل يا خبرول پرې ممکن نه وو ؟ اکثره کورني احکام چې په کورنۍ فقهې پورې اړه نيسي درسول الله (ص) مېرمنو روايت کړي دي او رسول الله ص دهمدې مسايلو دخورا ښه تشريح لپاره ډېر ودونه کړل او ډېرې مېرمنې يې په دې اړه د ځان م لګرې کړلې .
په بخاري او مسلم کې له حضرت عايشې رض څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي : ((عشر من الفطرة …)) يعنى :((لس فطري سنت دي…)) چې حضرت عايشه رض په کې دنارينه لپاره حلق العانه (دنامه لاندې د مخصوص غړي خرييل ) هم يادوي .

قاضي محمدحسن حقيار

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب