دا بې پروايي دې په دوزخ لاهو نكړي! (طحان)
عن بلال بن الحرث المزني صاحب رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول آن أحدكم ليتكلم بالكلمة من رضوان الله ما يظن آن تبلغ ما بلغت فيكتب الله لها بها رضوانه إلى يوم يلقاه وإن أحدكم ليتكلم بالكلمة من سخط الله ما يظن آن تبلغ ما بلغت فيكتب الله عليه بها سخطه إلى يوم يلقاه » (جامع الترمذی)
” له بلال بن حارث مزني د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت دى چې فرمايي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې وې فرمايل: يقينا يو ستاسو نه خبره كوي چې د الله تعالى رضا وي پكې او ګمان نه كوي چې هغې درجې ته دې ورسيږي چې اوس ورته رسيدلې خو ولې الله تعالى خپل رضايت ورته ليكي تر هغې ورځې چې ورسره مخامخ كيږي (د قيامت ورځ) او يو له تاسې نه خبره كوي چې په هغې كې د الله تعالى غضب وي او ګمان نه كوي چې دا خبره دې هغې درجې ته ورسيږي چې اوس ورته رسيدلى، خو ولې الله تعالى خپل قهر هغه كس ته ليكي تر هغې ورځې چې د الله تعالى سره مخامخ شي ”
د مجلسونو ډولونه:
مجلسونه په عامه توګه په دوه ډوله دي، يو د ذكر، امر بالمعروف نهي له منكر او د حلال رزق د لټولو مجلسونه دي چې هر انسان د خپلو ديني او دنياوي امورو مخ په وړاندې بيولو لپاره ورته اړتيا لري.
په داسې مجلسونو كې حتما ښې خبرې او نيك كار كوي د خپل ژوند مسائل اصلاح كوي او يوازې داسې خبرې كوي چې الله تعالى پرې رضا كيږي.
بل ډول مجلسونه د خبرو دي چې خلك د خبرو لپاره خپل منځ كې را ټوليږي خو په دې خبروكې لږې نيكې خبرې او اكثره هسې چټي وي.
{لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاسِ } (النساء ۱۱۴)
“د دوى په ډيرو پټو خبرو كې هيڅ خير نشته. خو يوازې د هغه چا په پټو خبرو كې خير شته چې په خيرات، نيكي او د خلكو په منځ كې په روغه راوستلو امر كوي.”
اكثره له دې ډول خلكو نه چې پوښتنه وكړې دلته څه كوې؟
په ځواب كې به درته وايي: په دې خبرو ځان ته تسلي وركوو او ساعت تيرو!
څنګه ساعت تيروي او وخت ضايع كوي! وخت خو د ژوند شتمني ده!
په څه شي زړه ته تسلي وركوي! حال دا چې اكثره خبرې يې چټي او ګناه وي؟
په دې ډول مجلسونو كې د نورو په ابروګانو باندې ملنډې وهي وايي فلاني داسې وكړل او فلانۍ داسې وكړل…
دا خبرې مو آن د بې اودسۍ سبب ګرځي
ابن سرين رحمه الله فرمايي:يو سړى د انصارو نه په يوه مجلس تيريده ورته يې وويل ټول اودس وكړئ ځكه اكثره خبرې چې تاسې كوئ له پليتۍ نه بدترې دي د بې اودسۍ سبب ګرځي!
او ډير ځلې دا خبرې د دښمنيو، عداوتونو، ګناهونو او تيريو لامل ګرځي. يا يو له بل سره په نا حقه جګړه كې ښكيل كيږي. “مراء” ټولو هغو نا حقه نيوكو ته ويل كيږي چې د بل چا د خبرو نه رامنځ ته كيږي ترڅو يې د خبرو خلل، نيمګړتيا، معنى او يا هدف معلوم كړي. او مجادله بيا د چا عاجز كولو يا چپ كولو ته ويل كيږي په داسې توګه چې په خبره كې عيب، نيمګړتيا يا جهالت ولټول شي. اود دې ټولو اصلي لامل ځان لوړ ګڼل پر نورو د علم او غوره والي څرګندول او د هغه نيمګړتياوې په ګوته كول دي.
نن ورځ اكثره مجلسونه د خلكو همدا ډول دي، مراء دي هيڅ خير پكې نشته، جدال دي هرڅوك پكې ځان ښودنه كوي…
همدا مجلسونه دي چې د خلكو وقار، سړيتوب او حيثيت پكې ختم شول اخلاقي ارزښتونه پكې تر پښو لاندې شول. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
« ما ضل قوم بعد هدى كانوا عليه الا أوتوا الجدل » ( مسند احمد)
“هيڅ يو قوم نه دى بې لارې شوى وروسته د هدايت نه چې پرې ولاړ وه، مګر دا چې په جګړو كې ښكيل شوي”
په بل حديث كې فرمايي:
د جنت بنګله دې نه خوښيږي
« عن أبي أمامة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم أنا زعيم ببيت في ربض الجنة لمن ترك المراء وإن كان محقا وببيت في وسط الجنة لمن ترك الكذب وإن كان مازحا وببيت في أعلى الجنة لمن حسن خلقه » (سنن ابي داود)
” د ابو امامه رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:زه د يوه كور ذمه وار يمه د جنت په منځ كې د هغه چا لپاره چې جګړې او جنجالونه يې پريښودل اګر كه په حقه هم وه او د جنت په منځ كې ديوه كور ذمه وار يم د هغه چا لپاره چې درواغ يې پريښودل اګر كه په ټوكو هم وي او د جنت په اعلى درجه كې ديوه كور ذمه وار يمه د هغه چا لپاره چې خپل اخلاق يې درست كړل”
آن د دعوت په ځينې مجالسو كې به داسې كسان وينو چې د دوى په ګمان دوى د الله تعالى په دين غيرت كوي، ځينې خاصې قضيې خوندي ساتي په هغو يې مجلسونه له جګړو او جنجالونو نه ډك كړي وي حال دا چې د هغو صحت يا نه صحت څه ارزښت نه لري، خو ولې دوى خپل او د نورو وختونه پرې ضايع كوي.
جګړې او جنجالونه د زړه د سختيدو لامل جوړيږي او دښمنيانې منځ ته راوړي.
مالك بن انس رضى الله عنه فرمايي: دا جګړې او جنجالونه دين سره هيڅ تړاو نه لري ” او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «ان ابغض الرجال الى الله الالد الخصم» (صحيح البخاري)
“يقينا د الله تعالى په وړاندې د ټولو نه مبغوض ترين انسان هغه دى چې دښمني كوونكى او جګړمار دى”
د سلفو وصيت
سلف صالحينو به دا ډول وصيت كولو:
“له جګړو نه ځان لرې ساته، ځكه جګړې دين ختموي، هيڅ يو متقي او پرهيزګار جګړې نه كوي “
د همدې بيهوده جګړو او مناقشاتو چې د الله تعالى په دين كې هيڅ مكان نه لري په په نتيجه كې د دعوت په صف كې څومره مخالفتونه او ځانځانيانې راغلې او داسې افراد ضايع شول چې خلكو پرې ډير نيك ګمان درلود.
دې د خبرو مجالسو كې، فحش ويل، ښكنځلې كول، او بده ژبه كارول ډير رامنځ ته كيږي كله كله يو سړى په يوه قضيه په حق وي او غواړي چې له خپل نظر نه ملاتړ وكړي، خو ولې كله چې په بحث او د جانب مقابل نظرياتو او د دلايلو رد كولو ته ورګډ شي په ناخوښه توګه عناد او دښمنۍ ته ننوزي سخت او تكليف رسوونكي الفاظ استعمال كړي او ډير ځلې پكې درواغو ته پناه ويسي او ډير ځلې د غصې په وجه د بحث موضوع ترې هيره شي او موضوع په جنګ او دښمنۍ باندې بدله شي. په دې صورت كې داد حق او باطل قضيه له شخصي جګړه باندې بدله شي او هر يو د دواړو فينو نه غواړي چې پر بل غالبه راشي.
له فحش او لعنت نه ځان وساتئ
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «اياكم و الفحش فان الله لايحب الفحش ولا التفحش» (مسند احمد)
“د فحش ويلو نه ځان وساتئ ځكه الله تعالى فحش ويل او د دې عادت لرل نه خوښوي ”
همدا ډول فرمايي:
« عن عبدالله قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ليس المؤمن بالطعان ولا اللعان و لا الفاحش ولا البذىء » (متفق عليه)
“له عبد الله بن مسعود رضى الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: مؤمن پيغور وركوونكى، لعنت ويوونكى، فاحش او بد ژبى نه وي”
«عن عياض بن حمار قال قلت يا رسول الله رجل من قومى يشتمنى وهو دونى على باس آن انتصر منه قال المستبان شيطانان يتهاتران ويتكاذبان » (مسند احمد)
“له عياض بن حمار رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته مې عرض وكړ چې، څه خلك زمونږ د قوم نه ماته ښكنځلې كوي حال دا چې له مانه په مرتبه كې لاندې دي، څه پروا لري كه له هغوى انتقام واخلم او ځواب يې وركړم؟ رسول الله راته وفرمايل: دوه سړي چې يو بل ته ښكنځلې كوي د دوو شيطانانو په څير دي چې يو بل ته ښكنځلې كوي او درواغ وايي ”
ډير ځلې سړى د غير مسؤلانه خبرو په جريان كې په لعنت ويلو كې اخته كيږي حتى چې ځينې نيكان خلك هم په دې كې را ښكيل كيږي په چا باندې به لعنت وايي ځكه ظلم يې پرې كړى يا په چا لعنت وايي ځكه چې د شرعي احكامو مطابق يې پريكړه نه ده كړې.
عائشه رضى الله عنها فرمايي:
رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابوبكر رضى الله عنه څخه واوريدل چې په خپل غلام يې لعنت ويلې، نو ورته يې وكتل او وې ويل: اى ابوبكره! ايا صديقين لعنت ويونكي وي؟ د كعبې په رب مې دې قسم وي چې هيڅكله داسې نه وي! او داخبره يې درې ځلې تكرار كړه ”
ابوبکر رضى الله عنه په همدې ورځ غلام ازاد كړ او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى وې ويل:بيا به داسې ونه كړم.
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:”لعنت ويونكي به نه سپارښت كوونكي او نه شاهدي كوونكي وي په ورځ د قيامت”
او په صحيح حديث كې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه مياشت په خپل لمانځه كې دعاء قنوت ويله په دې كې به يې لعنت ويلو په هغو كسانو چې په (بئر معونه) سيمه كې يې يو شمير حفاظ صحابه په شهادت رسولي وو تر دې چې دا ايت نازل شو ليس لك من الامر شئ او يتوب عليهم او يعذبهم فانهم ظالمون.
او هغه صحابي چې په زناكاره ښځه يې په داسې حال كې لعنت ويلې چې پرې حد جاري كيده، رسول الله صلى الله عليه وسلم ترې منع كړ او وې فرمايل: دې ښځې داسې توبه وويستله چې كه د ټولې مدينې منورې په اوسيدونكو باندې وويشل شي بس به يې شي.
او بل هغه صحابي چې “نعيمان” باندې يې لعنت وويلو په داسې حال كې چې هغه څو ځله د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس كې د شراب خوړلو په وجه په حد شوى وه، له لعنت ويلو نه يې منع كړ او ورته يې وويل: “د دې په مقابل كې دې د شيطان مددګار مه جوړيږه ”
دا خبرې نورو ته د تذكير او ور په يادولو په خاطر كوو ځكه يو شمير ورونه په ډيره بې باكۍ په نورو لعنت وايي او خپلې ژبې په دې او هغه خبره كې بې كنتروله پريږدي، تر دې چې په نتيجه كې يې لعنت ويل عادت وګرځي حال دا چې “مؤمن لعنت ويونكى نه وي”
«جرموزا الهجيمي قال قلت يا رسول الله أوصني قال أوصيك آن لا تكون لعانا»(مسند احمد)
“له جرموز جهني رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي:ما وويل يا رسول الله صلي الله عليه وسلم ماته وصيت وكړه! راته يې وفرمايل: تاته دا وصيت كوم چې لعنت ويوونكى مه كيږه ”
دعوتګره وروره: آيا ستا پام دى؟
ايا مسلمانو دعوتګرانو په دې خبره كې فكر كړى! ايا خپلې ژبې يې له دې بيكاره اخلاقو نه پاكې ساتلي؟
دخبرو په مجالسو كې، د شپې كيناستل ډير ښه لګيږي، يو شمير ځوانان هلكان او انجونې بلكې يو شمير دعوتګران ټيپ او بې شماره كيسټو ته زور وركړى وي دا د فلاني ترانه ده او د فلاني. حال دا چې مخكنيو ورونو يې د قران په تلاوت او دګټورو كتابونو په لوستنه كې يو بل سره مسابقه كوله هڅه به يې كوله زياتې زده كړې وكړي او تطبيق يې كړي د اسلامي خوځښت په پيژاندلو او په مفهوم كې د ژورتيا ترلاسه كولو كې يو بل سره مسابقه كوله او نور به يې ورته رابلل، اما نوى نسل يوازې دا پيژني چې دا دفلاني ترانه ده دا د فلانۍ ډلې په اواز ويل شوې دا سره دا زيړه اودا سپينه كيسټ ده ټولې خبرې او دعوت د دوى همدا دى.
مونږ نه وايو چې دا ترانې حرامې دي خو ولې د حرمت حد ته هغه مهال رسيږي چې زمونږ زړونه او عقلونه را ډك كړي او ټول وخت مو پر همدې پورې خاص شي. په همدې اړه رسو الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«عن ابن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال لأن يمتليء جوف أحدكم قيحا خير له من آن يمتليء شعرا» (صحيح البخاري)
“له عبد الله بن عمر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دا چې ستاسو نه د يوه سينه له زوو نه ډكه شي دا ورته غوره ده له دې نه چې شعر نه ډكه شي ”
البته دلته شعر او شاعري بالذات مراد نه دي، ځكه شعر او ترانې خبرې دي چې ښه يې ښه او بد يې بد وي. خو ولې په هغو مصروف كيدل او ټول وخت او ذهن پرې ډكول بد دي.
نو زمونږ ځوانان بايد د مطالعې او ديني چارو باندې احاطې ته بيرته را وګرځي، ځكه دا ناشونې ده چې مونږ دې خپل ځانونه او نور دې چيغو، ملنډو او لوبو ته را وبلو اګر كه مباح هم وي.
د خبرو په مجالسو كې، ټوكې او مزاح بې له حده زياته رامنځ ته كيږي، داخو معلومه خبره ده چې مزاح او خوش طبعي حرامه نه ده رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خپلو ملګرو، ښځو او ماشومانو سره كوله او همدا ډول يې صحابوو هم ترې دا اخلاق زده كړي وو، خو ولې ممنوع خوش طبعي هغه ده چې د ژبې واګې و نه نيسو په حق او باطل كې يې همداسې پريږدو…
ډېر مه خانده
دا ډير اصرار او مداومت پر خندا ممنوع دى او د دعوتګرانو سره نه ښايي.
حضرت عمر رضى الله عنه چې د نبوت له مدرسې نه فارغ شوى فرمايي: “څوك چې ډير خاندي هيبت به يې كميږي، او څوك چې ټوكې كوي، د خلكو په نظر كې به كم معلوميږي، او څوك چې يو عمل ډير سرته رسوي. په هماغه صفت به مشهور شي، او څوك چې ډيرې خبرې كو ي ډير به غلطيږي، او د چا چې تيرونې ډيرې شي، حيا به يې كمه شي او د چا حيا چې كمه شوه تقوا به يې كمه شي او د چا چې تقوا كمه شوه زړه به يې مړ شي ”
زمونږ په رواياتو او اسلامي ميراث كې ځينې كيسې شته چې فلانكي ديرش كاله خندا نه وه كړې او فلاني څلويښت كاله نه وه كړې…
خوش طبعي د خلكو په مخكې تبسم كول او د زړونو خوشحالول دا ټول زمونږ په دين كې غوره او مندوب كارونه دي.
خو ولې ممنوع كارونه دادي چې:
دا ممنوع كارونه دي
١ ګناه وكړې او بيا هم خاندې.
٢ دومره ټوكې او كنايات ووايې چې له امله يې دښمني او بدبيني رامنځ ته كيږي.
٣ مجلسونه له سر نه تر پايه له ټوكو ډك كړې.
٤ د ټوكو سره سره درواغ ووايې.
دا هغه صفات دي چې له يوه دعوتګر سره نه ښايي، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم به خوش طبعي كوله خو حقيقت به يې ويلو او له هغو خلكو نه به يې خپل ملګري ويرول چې درواغ وايي تر څو خلك وخندوي.
امام حسن البنا رحمه الله ټولو دعوتګرانو ته وصيت كوي چې ډيره خندا ونه كړي ځكه په خندا سره زړه مړ كيږي او د الله تعالى سره تړلى زړه ساكن او با وقاره وي.
د خبرو مجلسونه په نورو د ريشخند او ملنډو وهلو وي او دا هغه بدعات دي چې هيڅ ډول د مسلمانو دعوتګرانو سره نه ښايي. الله تعالى فرمايي:
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى آن يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى آن يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ } (الحجرات ۱۱)
“اى مؤمنانو! د سړيو كومه ډله بايد په نورو سړيو ملنډې ونه وهي كيداى شي چې هغوى له دوى نه غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ملنډې وهي، كيداى شي چې هغوى له دوى نه غوره وي.”
تمسخر په دې معنى چې توهين او سپاوى يې وشي عيوب او نواقص يې په داسې ډول ذكر شي چې نور پورې وخاندي.
نو ايا د الله تعالى لور ته بلونكو دعوتګرانو سره ښايي چې په نورو ملنډې ووهي كنايې او اشارې استعمال كړي او پورې وخاندي!
دا وې د خبرو د مجالسو ځينې ناروغيانې چې ټولنو ته او دعوتګرانو ته را نقل كيږي په داسې ناروغيو كې يې ښكيل كوي چې په ډيرو وختونو كې يې بيا علاج هم ډير سخت وي او غوره علاج يې دادى چې ځان ترې وساتل شي لكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: هغه كس چې د يوې ممنوعه منطقې ترڅنګ ګرځي، نژدې ده چې دغې منطقې ته ورواوړي. اوپوه شئ چې دهربادشاه لپاره يوه ممنوعه منطقه وي، اوپوه شئ چې دالله تعالى ممنوعه منطقه دهغه محارم (حرام كړي شيان) دي.
ليكنه: مصطفى محمد طحان
ژباړه: حزب الله ناصح