
خپل مديريت څنګه پيل کړو؟
انسان یو ټولنيز موجود دی، چې خپلې غوښتنې په يوازې توګه نه شي پوره کولای، بلکې د لویو غوښتنو پوره کېدل یې د ټولنيز ژوند سره په يو ډول نه یو ډول نه شلېدونکې اړیکه لري.
انسان نه يوازې دا چې غوښتنې په خپله نه شي پوره کولای؛ بلکې په یوازې ځان خپل جسمي او روحي سکون هم نه شي ترلاسه کولای.
په دې سربېره د اسلام مبارک دین د اعتدال تر څنګ د انسان په ټولنیز والي ټینګار کوي، ځکه په اسلام کې زیاتره عبادات او مکلفيتونه په خپلو پيروانو د عدل له مخې يو شان او د دغه عمل د محبوبیت په زیاتوالي سره د ټولنیز اړخ په لرلو فضيلت ترلاسه کوي، د بېلګې په توګه: په جماعت سره د لمانځه ادا کول، زکات ورکول، في سبيل اللّٰه جهاد کول، او دې ته ورته نور عبادات دي. څومره یې چې اجتماعي اړخ قوي کېږي، په هماغه کچه یې حکمت او فضیلت پراخېږي. 
د وضاحت په موخه غواړم ووایم په ټولنیز نظام کې به یا فرد د ټولنې د خیر او فلاح سبب ګرځي او ټولنه به له ناخوالو ژغوري. لکه: د ځان اصلاح، د فقر مخنیوي په هدف د صدقاتو او زکاتونو ورکول، د ظلم، بې عدالتیو د مخنيوي په موخه امر بالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کول …
او یا به ټولنه فرد له ځان سره اخلي او د ژوندانه په ستړياوو به یې نه پیرزو کوي، لکه: د حشر کار، اقتصادي او کاري فرصتونه، د غم پر مهال د مړي له کور سره خواخوږي ښودل، قانون او عدالت …
څرنګه چې انسان د ټولنې له بطن راوتلی موجود دی، نو د ژوندانه په هسکو او ټیټو کې بېرته په ټولنه تکیه کوي، دا تکیه د فرد او ټولنې د خپلمنځي اړیکو په معیار پالل کېږي؛ په دې معنا، ځینې داسې معیارونه دي چې یو شخص باید هغه ته پاملرنه وکړي او په ځان کې يې را پیدا کړي، ترڅو ټولنه قناعت وکړي، لکه: د ځان ښه مدیریت، د خپلو ښېګڼو زیاتول او د ضرر مخنیوی، له نورو سره لاس اوږدول(مرسته او کمک)، د ټولنې سره د خوښۍ او خپګان په عواطفو کې ځان شریک ګڼل، د اړتیا له مخې نورو خلکو ته سالمې مشورې ورکول …
زما په اند، هر فرد که د سالم فکر او هر عمر لرونکی وي، په یو ډول نه يو ډول د مدیریت له روشونو په استفادې د ژوند اړتیاوو ته د قناعت لاره انتخابوي، لکه: له ماشومتوب نیولې بیا د پاخه عمر لرونکو کسانو پورې ټول د خپل عزت و عفت د ساتلو په موخه له بدو کسانو د ځان ساتنې او غوره اشخاصو سره د ناستې ولاړې په هدف د ځان او کورنۍ پالنه کوي، دا هغه کړنه ده چې هر شخص یې په خورا حوصله او تدبیر ترسره کوي. همدا عمل په مدیریت کې د کنټرول په عنوان مطرح کېږي؛ کله چې یو فرد خپل ځان، کورنۍ په ښه توګه کنټرول کړي، دا یقیني ده چې له خیر پرته به هېچاته ضرر ونه رسوي، ددې ښېګڼې په لرلو سره به یې ځاني، کورنی نظم او خونديتوب لا رغښت مومي.
خو مدیريت څه ته وايي؟
د نورو په وسیله د کار ترسره کولو هنر ته مدیریت ویل کېږي.
د هنري فایول له نظره، د مدیریت له دندو په استفادې خپلې ټولې شخصي کړنې ترتیب او تنظیم کړي.
راځو دې ته چې پلان څه ته وايي؟
پلان هغه ذهني طرحه ده چې د کړنې او عمل د مخه د انسان په ذهن کې رامنځته کېږي او انسان ته د لارو چارو له منځه د غوره لارې د انتخاب وړتیا وربښي.
د بیلګې په توګه، هر څوک باید د خپلو کړنو د ترسره کولو لپاره پلان ولري، که نه! دا د هغه کړنې سره یو شان ده چې په څلور لارې باندې ولاړ شخص، له خپل هدف او مسیر پرته په يو لوري د حرکت نیت ولري.
بله دا چې: د پلان پر مټ یو څوک د ژوندانه مسیر برابر نه کړي، نه به وخت، نه منابع او نه کیفیت په سمه توګه څه کوې، بلکې عبث او بېځایه مصرف شوي وي.
نو د ژوندانه په ښه توګه پالنه د پلان له مخې په سمه توګه تحقق مومي. پرته له پلان که هغه کړنه او عمل ترسره هم شي کیفیت او معیار یې د پلان شوې چارې سره ښکاره تفاوت لري.
تنظیم:
له پلان وروسته دوهم اصل تنظیم دی، په دې معنا چې کله پلان جوړ شي، حتماً یو عمل هدف ګرځول کېږي او د هغه عمل ترسره کولو لپاره بېلابېلو (بشري، مالي او تخنيکي) منابعو ته اړتیا پیښېږي، دا اړتیاوې په پلان کې ځای پر ځای کېږي او د تنظیم له مخې د همدې منابعو ترمنځ اړیکه رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا اړیکه به د امکاناتو، مصارفو کې د سپما او وخت تابع وي، ترڅو د پلان غوښتنې د تنظیم له مخې د شته امکاناتو او وړتیاوو له مخې په کار واچول شي.
که په لنډ ډول ووايو تنظیم دا دی چې کارونه، مسؤلیتونه او سرچینې په منظم ډول ووېشل شي، ترڅو نظم رامنځته شي.
لارښوونه:
د مدیریت دریم اصل هغه لارښوونه ده، چې له پلان او تنظیم وروسته د عمل ترسره کوونکي جهت ته د اهدافو په لور سپارښتنه وشي او دا هم ورته وښودل شي چې له کومو منابعو استفاده وشي.
په ټوله کې ويلای شو، دا هغه اصل دی چې یو فرد ته د مدیریت یا رهبریت وړتیا وربښي او نورو کسانو ته د هدایت ترلاسه کولو زمینه برابروي، چې څه باید وشي او څوک، څه باید ترسره کړي.
همغږي:
له لارښوونې وروسته څلورم اصل هغه همغږي ده، چې د مدیریت ټول معیارونه د لزوم ديد، اهدافو، وخت او منابعو له اړخ یو له بله تړاو پیدا کړي.
په دې معنا چې د پلان له مخې اهداف د وخت او منابعو پر بنسټ په پام کې ونیول شي او د ترلاسه کولو اړخ یې هم په ښه توګه واضېح شي، چې د تعین شوي هدف له مخې کوم اړخونه یو له بل سره یو ځای شي، ترڅو هغه مقصد ترلاسه شي.
که ووايو همغږي دا ده چې د یوې ادارې مختلفې برخې، کارکوونکي(خلک) او کارونه سره یو ځای او برابر حرکت وکړي، ترڅو د ټکر او ګډوډۍ مخنیوی شوی وي.
کنترول:
وروستی اصل هغه کنټرول دی. کنټرول هغه اساسي مرحله ده، چې د مدیریت پنځه واړه اصول ددې اساسي فکتور پرمټ څارل کېږي او همدا څارنه ددې وړتیا وربښي چې ایا هغه هدف چې د پلان له مخې په پام کې نیول شوی دی او هغه لارښوونه چې د مدیر(مشر) لخوا ترسره شوې ده، دا دواړه له عملي پروسې سره اړخ لګوي، که نه تفاوت شته؟
که چیرته له پلان او لارښوونې سره سم د اهدافو ترلاسه کولو لپاره سمه کړنه ترسره شوې وي؛ د کنټرول مرحله به پرته له شک چې یوه کامیابه پروسه وي او که تفاوت ولري، حتمي ده چې د ځینو تېروتنو شتون به ددې سبب شوی وي چې توپیر ته لاره اواره کړي.
په پای کې باید ووایو، چې هر فرد له لس کلنې نیولې بیا د مرګ تر ورځې د خپل ځان په اړوند هر اړخیز مسووليتونه لري، همدا مسووليتونه فرد ته فرصت ورکوي چې څه ډول یې ترسره کړي، که د مدیریت د پورته معیارونو له مخې قدم واخلو، یقیني ده چې خپل ژوند کې به له بریاوو پرته بل څه تجربه نه کړي او دا ټول هغه څه دي چې هم فرد د خپل ځان د مدیریت په برخه کې ترې استفاده کولای شي او هم د خپلې کورنی په اړه له دې روشونو په استفادې په ښه او غوره توګه مدیریت ترسره کولای شي.
ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.




