خونکار ناول ته یوه لنډه کتنه
1: د ناول تعریف
ناول: په لغت کي دايټالوي ژبې له(ناوله)کلمي څخه جوړه کلمه ده چي دنوي تازه اوعجيبه معنا ورکوي په اصطلاح کي يو نوی پرمختللی شکل دی اوهغې فرضي کيسې ته ويل کيږي چي په نثرکې بيان شوې وي يوه ياڅوخيالي پیښې پکې ښودل شوې وي چې د ريښتياتوب ګومان پرې کېدای شي.
خونکار ناول. يو اجتماعي ناول دی چې د ټولنې بېلا بيل اړخونه پکې بيان شوي دي.
چې د دريم شخص دليد زاويه پکې راغلې ده.
منظرکشي:
د ناول دکيسي پېښه ياپېښې چې په کوم زمان اومکان کې پيښږي دهغه ځای او وخت تصوير وړانې کولوته منظرکشي وايي .
۱: طبيعي منظره پکې ده. مثال
سپوږمۍ وه سړي منډې وهلې…ساه يې لنډه لنډه کېد يو ځاولوېد بيرته پورته شو پښي يي بېسکه وې پروچو پاڼو وخوت زړه يي ولړزيد شاته يي وکتل پر اوږه کې يي نری درد تېر شو لاس يي ور ووړګوتې يي په وينو لندې شوې.
2: لاندې بيا متحرکه منظر کشي ده
يوه پيغله له کلاووته باغ ته ولاړه يو سپين شب پرک پرسره گل ناست وه د نجلۍ ګرده لمن يي له بوټي سره ولگيده گل وښو رېده شب پرک خپل سپين وز رونه ورپول والوته په هواکې له يوه بل پتنگ سره يو ځای شو .
3: مرکزي کرکټر
مرکزي کرکټر هغه څوک دی چې دناول کيسه ورباندې راګرځي ، دلته پلار مرکزي کرکټر دی چي موضوع پرې راڅرخي مثال نجلۍ وويل ولې خفه يي دښځې شونډې وخوځېدې پلاردې لانه دی راغلی؟ څه هولورکۍ تيرماخستن ستادتره کره و له هغه سره يي دکاريزه د اوبو په ويش خبرې کولې ويل يي چې ناوخته راځي نجلۍ يوه شېبه غلې وه وروسته يي شونډې وخوځېدې ماويل چې په کوټه کې به وي ښځې تندی تريو کړنه نجلۍ وويل زړه مه خوره!جانکو دتره کره ور وليږه درک به يې مالوم شي .
4: سمبوليک کرکټر:
هغه دی چي د يوه نوي رامنځ ته کېدونکي کلتوري ټولنيز او سياسي تمايل لپاره دسمبول په توګه کار وکړي اوياد يو بدلون اوانقلاب داعلان په توګه رامنځته شي… مثال دغرمې سيوری ړنګ و دکلاترمنځ دمېلمنواوږده کوټه له کليوالو ډکه وه ټو لو لونګی تړلې وې لمرسوځلې خړې څيرې يي درلودې پرغولي ليکي ليکي ټغر هوارو يوه له اوبو ډکه بدنۍ اودوه تفداۍ ايښې وې نور غلي وو يواځي په برسرکې ناستو سپين ږیرو خبرې کولې دوی په پسونوکي ټک ناروغی يادوله يوه شکايت درلود چي په دريو ورځو کې يي يوولس پسون مردارشول بل ساري ناروغي بلله ويل يي مره پسونه بايد ترخاورولاندې شي خو دريم ددې خبرې مخالف و ده هرڅه دخدای له خو ګڼل .
داوخت په وره کي يو سری ودرېد کليوالو ورته وکتل دسړي څيره نيولې وه ويل يي چې ملک عطا الدين په خپله خسرګنی کې هم نه و کليوال په انديښنه کې وو دکلي ملا وټو خل په زامت يي وويل زړونه غټ ونيسئ ملک صيب دبدو سړی نه دی چيرته به تللی وي دې حالته سمبوليک کرکټر ويل کيږي چي يو نوی بدلون يي رامنځ ته کړو.
5: ډيالوګ څه شی دی ؟
ډيالوګ ترډيره دډراماتيک ادب ځانګړه نه ده خوپه ناول کې يومهم عنصر بلل کيږي ډيالوګ دکرکټرونو ترمنځ خبروته ويل کيږي يابه له ځانه سره غږيږي اوياله نوروسره د ډيالوګ ډرامه يي بېلګه :
حاجي معصوم : دخپل زوم کوټې ياحجرې ته ورځي
اکبر: (خوشحالۍ) حاجي صاحب په خير راشې
حاجي معصوم(په قهراوجګ آواز)ستاله لاسه به هم چاخيرليدلی وي
اکبر:(دګيلې په ډول)ولې زه دومره بدسړی شوم چي چاته مې هيڅ خير نه شي رسيدای
د ډيالوگ داستاني بېلګه
زنګ مې ور وواهه غوږۍ يې پورته کړ
په خوښۍ يي ځواب راکړ سلام سلام داچيرته يې؟
ماهم په خنداځواب ورکړ زه خوهمدلته يم ستادرکونه نشته ته چيرې يې
لکه په ځواب چي شرمېږي ياوېرېږي زه خونو څه درته ووايم سم دم بندي يم
په ټوکه مې ورغبرګه کړه بندي به نه يې ګوره ځان به دې په زوره څېله کړی وی ذکربه کوې ! په کټ کټ يې وخندل
اوس دې دادی صوفي هم رانه جوړ کړ. ولې صوفيان ستاايډ يال شخصيتونه نه دي
خبره مې واړه وله ګوره موږټولو دابند تېرکړی څومره چي دا وبا بده ده همدومره داکورئ زندان ناروغي به درشي او يابه له بنده لېونۍ شې.
په ناول کې د ډيالوګ ارزښت
ډيالوګ دناول له مهمو عناصرو څخه دی ځينې ليکوالان له پلاټ اوکرکټر وروسته ډيالوګ په ناول کي مهم توکي ګڼي .
لومړی لامل يي دا دی چي د ناول کيسه ژوندۍ ساتي په حرکت يي راولي اوله يورنګ والي څخه يي ساتي .
دوهم لامل يي دادی چي ډيالوګ دکرکټرونوپه انځورولوکي مرسته کوي .
دريم لامل يي دادی چي په دې عنصرکې ليکوال ډير کله خپله اصلي مقصديا دژوند فلسفه بيانوي داهغه ټکی دی چي ټوناول ورته وقف شوی دی.