خلافت، د اسلامي امت رڼه مناره
د اسلامي خلافت وروستي ممثلين عثماني تركان، اسلامبول د مسلمانانو دارالخلافة او دوهم سلطان عبدالحميد دمسلمانانو وروستى خليفه و.
وروستى خليفه
سلطان عبدالجميد د شرعي علومو فارغ، هوښيار او زړور شخصيت و او په اسلامي نړۍ كې يې د فلسطين له مفتي (منيب هاشم) څخه وروسته دوهم علمي مقام ګټلى و. د سلطان عبدالحميد د خلافت په (۳۳) كلنه موده كې (۱۸۷۶-۱۹۰۹پورې) د اسلامي خلافت پولې د افريقا له جنوبي څنډو څخه په شمال كې تر مسكو پورې (د روسيې ۹۵% خاوره د اسلامي خلافت تر واكمنۍ لاندې وه او يواځې مسكو پاتې وه چې هغه هم دوه پيړۍ پر له پسې له اسلامي خلافت سره د يو شمېر تعهداتو او لوظنامو په وړاندې خلافت ته جزيه وركوله.) او د لرې ختيځ له څنډو څخه په اروپاكې تر بالكانه غزيدلې وې، په اروپا كي يونان، ايټاليا، صربيا، بوسنيا، بلغاريا، يوګوسلاويا، البانيا او … د اسلامي خلافت تر واكمنۍ لاندې د ژوند ارامې شپې سبا كولې.
خلافت او رعيت
د اسلامي خلافت په خواره واره رعيت كې د اسلام او مسلمانانو د مجد او عظمت نښې له ورا څرګندې وې.
په محاكمو كې كوم يهودي يا نصراني پر مسلمان باندې ګواهي نشوه وركولى، په پوځ او لښكر كې يې د ننوتو حق نه درلود، د مسلمانانو له سلام نه پرته د هغوى سلام ته ځواب نه ويل كييده، د لارې په منځ كې به نه تلل، كور يې د مسلمانانو له كوره نشو لوړيداى، له وسلې سره نشو ګرځيدى، په زين نشو سپريدى، د كليسا ګونګروګان يې په لوړ غږ نشو كړنګولى، اخترونه او ميلې يې په ښكاره نشوې لمانځلى، كه به سپاره له مسلمانانو سره مخ شول نو پلي كيدل به څو پر مسلمانانو لوړ نشي، د خلافت اړوند دفترونو كې به د نصراني د مړينې رپورټ كې داسې نه ليكل كيده چې پلانى نصراني مړ شوى بلكې ليكل به يې چې (كافر ومړ)، د خلافت د رعاياو د سفر په جواز پاڼه كې يواځې مسلمان او كافر ليكل شوي و، هلته تركي، مصري، سعودي، فرانسوي، او … نه و كښل شوي.
د اسلامي خلافت لخوا د سفر په جواز پاڼه باندې ليكل شوي و (الدولة الأسلامیة العالیة) يا (الدولة العثمانیة العالیة). او د جواز پاڼې په متن كې د يوه فلسطيني لپاره د هغه د مليت د ښودلو لپاره يواځې (مسلمان) ليكل كيده پداسې حال كې چې د يوه بلغاريايي لپاره به بيا (كافر) ليكل كيده. او پدې توګه د ژوند په هر اړخ كې وخت په وخت كافر خپل اصلي جرم (كفر) ته متوجه كيده، او دغه امتيازي سلوك په حقيقت كې له هغوى څخه يو ډول بلنه وه چې څومره زر كيدى شي په خپله عقيده او فكر غور وكړي او د اسلامي پاكې او سپيڅلې عقيدې په خپلولو سره ځان د كفر له ناولتيا څخه ځان خلاص او د مسلمانانو په ليكه كې د هغوى په څير د لوړ شخصيت والا انسان جوړ شي.
د سلطان عبدالحميد د خلافت په دوره كې يواځې پخوانۍ او زړې كليساوې په خپل حال پاتې وې او د نوو كليساو جوړيدو ته اجازه نه وه.
د غربيانو دسيسه
بالآخره كينه ګركو غربيانو درك كړه چې قرآن كريم، اسلامي خلافت، كعبه شريفه، نبوي مسجد او اسلامي جهاد هغه څه دي چې د مسلمانانو وحدت او قوت او عظمت يې ساتلى دى. په ځانګړې توګه خلافت د اسلامي امت په منځ كې هغه رڼه مناره ده چې د تورو شپو په تروږميو كې هم مسلمانانو ته د راټوليدو لاره ښيي.
او پدې سره سلا او يوه خوله شول چې بايد لومړى د اسلامي امت دغه دنګه مناره ونړوي او مسلمانان په وژونكو تيارو كې تر خپل ګذار لاندې راولي. د خلافت د دغه دنګې منارې د نړولو پر پروسې د غربيانو درې پيړۍ ولګيدې. بالآخره په فلسطين كې د انګليسي قواوو له مسئول (اللنبي) سره د مصطفي كمال اتاترك -په فلسطين كې د اسلامي خلافت د څلورم ځواك قوماندان- د خاينانه معاملې په پايله كې فلسطين سقوط وكړ او د انګليسانو په لاس پريوت. اتاترك تركيې ته راوستل شو او په فلسطين كې استعمار ته د كړي خدمت به بدل كې يې تركيه وروسپارله. پدي شرط چې په راتلونكي كې به د استعمار څلورو اساسي شرطونه پلي كوي. دا شرطونه عبارت دي له: (۱) د اسلامي خلافت ړنګول (۲) د خلافت د احياء او اعادې لپاره د هر ډول خوځښت له منځه وړل (۳) د اسلامي قانون پر ځاى د اروپايي (سيكولر) قانون پلي كول (۴) او د اسلامي شعايرو پر ضد جګړه.
اتاترك او د خلافت سقوط
مصطفى كمال اتاترك په ۳۳۱۹۲۴ كې رسما اسلامي خلافت ملغا اعلان كړ او په تركيه كې يې د اسلام او اسلامي شعايرو پر ضد د استعمار په لارښوونه او د هغوى د شرطونو د پلي كولو په نيت جګړه پيل كړه.
مصطفى كمال اتاترك له اسلام سره جګړه پيل كړه، په عربي ژبه ګړيدل يې منع كړل، د اسلامي جامو اغوستلو اجازه نه وه تر دې چې پوليسو به اسلامي جامې په بازاونو كې څيرلې، د ښځو پړوني به يې ترې كوزول، محجبې ښځې به د پوليسو لخوا تعقيبيدې، د حج او عمرې د زيارت كوونكو مخنيوى به يې كاوه، د جمعې لمانځه ته يې خلك نه پريښودل، تركي ليك يې له عربي څخه لاتيني ته واړاوه، د تركيې تر ټولو لوى مسجد (ايا صوفيا) يې په موزيم بدل كړ، د دې تر څنګ يې ځينې امامان په تركي ژبه لمونځ كولو ته اړ كړل، پټكى او عربي چلتار يې منع كړ او د هغو په ځاى يې اروپايي خولۍ لازمي كړې او په سلګونو نورو جنايتونو يې لاس پورې كړ.
هوكې!!! پدې توګه د مسلمانانو د وحدت، قوت، مجد او عظمت منارې سقوط وكړ او مسلمانان د پسونو د هغې رمې په څير بې څښتنه شول چې د شپې په تروږميو كې پرې ليوان ولويږي.
خلافت ته اړتيا
دا اوس د نړۍ په سطح پر مسلمانانو جوړ ناتار د اسلامي خلافت د غياب پايله ده، د عراق بشپړه ورانوله، د افغانستان او پاكستان تباهي، د بوسنيا ا كوسوفا ټوټې كيدل، د فلسطين ځپنه او زورونه په اريتريا، چيچنيا، كشمير، سوډان،، تيمور او … كې د مرګونو او وژنو ګرمې بټۍ دا ټول د اسلامي خلافت نشتون پايلې دي.
بناء د اسلامي خلافت احياء او اعاده نه يواځې دا چې يوه اسلامي فريضه ده بلكې د نن سبا په نړۍ كې د ژوندانه كلكه اړتيا ده. ننى انسان د غرب په مشرۍ نړۍ كې ژوند كولو څخه تنګ دى … له جنګونو څخه، له اتوم څخه، له بمباريو څخه او ….
راځئ د مسلمانانو مجد او عظمت د اعادې لپاره او د اوسنۍ نړۍ د خلاصون لپاره د اسلامي خلافت د اعادې په لاره پل كيږدو.
پوهنمل محمد مزمل اسلامی