خطرناک میراث

خطرناک میراث!

افغانستان داسې یو هیواد دی چې ډیرۍ قومونو په کې ژوند کوي، هر قوم یې ځان ته د ځانکړنونو په درلودو له بل قوم څخه بېلګي، کلونو جګړي دا دود دې هیواد ته راوستی چې هر قوم او ډله دې خپلې ګټې په هر توګه چې کیږي خوندي کړي.
کله چې په دې هیواد کې ټاکنې کیږي نو د یوه دود له مخې مشران دې ته ځان اړ ګڼي چې په حکومت کې دې هر چا ته خپله برخه ورکړي پرته له دې چې کومه وړتیا، علمي او وظیفوي تقوا په پام کې ونیول شي.

دا دود د تېرو څوارلسو کالو په اوږدو کې نور هم پیاوړی شو، حکومت د یوه خاص قومي جوړښت او وېش په پام کې نیولو سره جوړیده، د حکومت موخه دا وه چې په دې توګه ټول افغانستان مېشت قومونو په حکومت کې ځانونه شامل و بولي او په یوه حکومت را ټول شي.

خو دا کار هم پخپله د فساد لامل شو، د دې وطن خلک تر خدمت خپلې برخې ته ډیر ارزښت ورکوي که چېرې یو کس د یوې ډلې له قوم، ژبې یا مذهب څخه وي، که په هره پیمانه خاین او بیکاره وي خو هماغه قوم یې د خپل نامه په لپاره پلوي کوي، خو که یو کس هر څه خدمت وکړي د زړه وینې وخوري خو چې د دوی له قوم او ژبې نه وي نو پر وړاندې یې ډول ډول خنډونه جوړوي.

چې په دې توګه فساد ته یوه لاره هواره شوې وه په پخواني حکومت کې هم او په اوسني کې هم شاید دا کار وشي چې هر څوک خپله څوکۍ په قواله رسېدلی ملکیت وبولي.

د فساد عامل ځکه کېدای شي چې په څوکۍ ناست کسان په دې ډاډه دي چې خپل خلک مې تر څنګ ولاړ دي نو په دې توګه یو قاضي او محکمه دوی نشي مجرم ثابتولی.

په همدې توګه؛ کله چې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې یوې ډلې ماته وخوړه نو په خپلو ځینو کړنو او اړو دوړو یې نوی حکومت دې ته مجبور کړی چې د دوی خبره ومني او د دوی لپاره ځنې څوکۍ ځانګړې کړي ځکه دو د افغانستان له قومي جوړښت څخه ګټه پورته کړه ځنې قومونو خو آن په شمار شمېرلي وزارتونه او ولایتونه غوښټل.

د دې تر شا د امریکا لاس وو، پخواني ولسمشر حامد کرزي خو لا پخوا دا اندېښنه له ولس سره شریکه کړې وه، چې زموږ لپاره داسې پلانونو جوړ شوي دي خو هغه وخت ملت ورباندې غوږ و نه ګراوه امریکا په لوی لاس په هیواد کې دوه سری حکومت جوړ کړ ځکه په سیاسي توګه داسې یو حکومت په افغانستان کې د امریکا په ګټه دی له دې موقع یې ګټه پورته کړه او خپل پلان یې د یوه نیم ځان حکومت لپاره عملي کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني هم داسې یو حکومت و مانه، خو دا کار یوه تېروتنه ده، چې په افغانستان کې یې یوه نوې څوکۍ را منځ ته کړه اوس به نو هر څوک چې په ټاکنو کې ماته خوري یو به ولسمشر وي او به به اجرایه ریس چې دا به د هیواد راتلونکې ته ډېرې ترخې پایلې ولري.

په تېر حکومت کې به وزارتونه وېشل کېدل یا ولایتونه، خو په نوي حکومت کې د وزارتونو ترڅنګ شاید د دروازې ساتونکې هم یو له یوه ټیم څخه وي یو له بل څخه.

دا حالت له ګڼو زیانونو ډک دی افغانستان په دې حالت کې د یوه ثابت سیاسي نظام څخه بې برخې دی هر څه به له دوو لاسلیکونو تېرېږي، دولت اپوزیسیون نه لري د ملت خبرو ته خوږ نه ږدي.

په داسې حال کې چې دافغانستان د نظام او جغرافیې په وړاندې په د ننه او بهر کې پلانونه جوړېږي د ګاونډیانو دسیسې او د افغانستان د دوه قطبي سیاست پایلې په د هیواد لپاره ترخې وي اقتصادي وده به کمه وي او له بلې خوا په دې توګه د اجرایي ریاست کارکوونکي او مشران دا هڅه کوي چې په دې هیواد کې سیاسي نظام پارلماني شي نو غواړي چې دې څوکۍ ته قانوني بڼه ورکړي، د دې کار لپاره یې هڅې پیل کړې دي .

د افغانستان روان حالت ته په کتو پارلماني نظام د هیواد په زیان دی ځکه د نیم نفوس په وړاندې په لوی لاس خنډونه او جنګونه جوړېږي نو هغوی نه شي کولی چې د پارلماني نظام څخه ګټه واخلي.

افغانانو په ځانګړې توګه د مدني فعالانو دا مسولیت دی د ملي وحدت حکومت دې ته اړ کړي چې د سیاست واګي یو تن واخلي او بل تن دې اپوزسیون جوړ کړي د اجرایی ریاست په نامه د لویي سرمايي له ضایع کېدو مخنیوی د وکړي.

او په عامه ذهنیت کې د لويي جرګې تر جوړیدو دا خبره خپره کړي چې پارلماني نظام او داسې دوه سری حکومت د ټول هیواد او ملت په زیان دی.

د افغانستان د ټوټې کولو لپاره چې کوم خوبونه لېدل شوي دي هغه دې په سترګو کې وچ کړي، د سیمیزو او نړیوالو دسیسو د لړی دا پلان د شنډ کړي.

او د راتلوکې لپاره دې د یوه خطرناک او ټوټې کوونکې میراث مخنیوی وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب