خبر دار ! یوه د حسابي ورځ را روانه ده

 

کله نا کله انسان دا فکر کوي چې کاشکې د الله ﷻ له طرفه حساب او کتاب نه وی، ځکه انسان ډېر عاجز دی او د هیڅ قسم درد او تکلیف تاب نه لري، خو بل خوا بیا چې بعضې متکبر او خود پرسته خلک وګوري نو به وایي چې شکر چې د الله ﷻ له طرفه د زرې، زرې حساب شته لکه څنګه چې الله ﷻ په قرآن پاک کې فرمایلي دي:

﴿ فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ۝ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴾ [الزلزلة: ۷ ـ ۸]. يعنې بيا چې چا يوه ذره قدري نېکي کړې وي، وبه یې ګوري. او چا چي يوه ذره قدرې بدي کړې وي، وبه یې ګوري.

ځکه بعضې به داسې خلک ووینې چې د هغوی په سر په دنیا کې داسې څوک نه وي، چې پوښتنه ترې وکړي او دوی هم هغه قسم چلند کوي چې دا یې په سوچ کې هم نه وي چې له ما څخه پوښتنه کېږي او څه چې کوم دا هېردونکي، ورک کېدونکي او پټېدونکي دي، خو نه، داسي نه ده بلکي الله ﷻ فرمایي:

۱ــ دوسیي به پټې او سري نه وي:

﴿ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا ﴾ [الاسراء: ۱۳] يعنې د قیامت په ورځ به ورته خپل کتاب غوړېدلی را وباسو.

۲ــ د سختو امنیتي تدابیرو لاندې به وي:

﴿ وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴾ [ق: ۲۱]. يعنې هر څوک به په داسې حال کې راځي چې یو شړونکی او یو شاهدي ورکونکی ورسره وي.

۳ــ ظلم هیڅ امکان نه لري:

﴿ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴾ [ق: ۲۹]. او زه په خپلو بندګانو هیڅکله ظالم نه یم.

۴ــ کوم مدافع وکیل او ژباړونکی به هم نه وي:

﴿ اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا ﴾ [الاسره: ۱۴]. ورته به وويل شي چې د خپلو (کړنو) کتاب ولوله. ته پخپله نن پر ځان باندې د حساب کوونکي په توګه بس یې.

او په يو حدیث کې رسول الله ﷺ فرمايي: «لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ» [رواه البخاري، رواه مسلم] يعنې د ده او الله ﷻ ترمنځ به ژباړونکی نه وي.

۵ــ رشوت او واسطه نه چلیږي:

﴿ يَوْمَ لا يَنفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ ﴾ [الشعراء: ۸۸]. په دغې ورځ به نه شتمني او نه اولاد ګټه رسولی شي.

۶ــ له حساب څخه به څوک نه شي هېرېدلی:

﴿ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا ﴾ [مريم: ۶۴]. او ستا رب هيڅکله هیرونکی نه دی.

۷ــ لاس په لاس د حکم ورکول:

﴿ فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ ﴾ [الحاقة: ۱۹]. نو هغه څوک چې عملنامه یې په ښي لاس ورکول کېږي نو وايي به دا ده، زما عملنامه، وایې اخلئ او ویې لولئ.

۸ــ غایبانه فیصله به نه کېږي:

﴿ وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴾ [يس: ۳۲]. كه څه هم هرومرو به دوی ټول موږ ته حاضر کړای شي.

۹ــ نقض او استئناف به هم نه وي:

﴿ مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ ﴾ [ق: ۲۹]. او زما وینا هيڅکله نه بدلېږي.

۱۰ــ د درواغو شاهدان به نه چلیږي خپل اندامونه به ګواهي ورکوي:

﴿ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴾ [النور: ۲۴]. دا هغه ورځ ده چې په دوی باندې به د دوی ژبې لاسونه او پښې ګواهي ورکوي.

۱۱ــ هیرې شوې دوسیې به نه وي:

﴿ أَحْصَاهُ اللهُ وَنَسُوهُ ۚ ﴾ [المجادلة: ۶]. الله ﷻ هغه شميرلى دى او دوي خپله دغه کړنې هیرې کړي دي.

۱۳ــ د اعمالو دقیقه او کره تله به وي:

﴿ وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ ﴾ [الانبياء:۴۷]. يعنې او د عدالت تلې به د قیامت په ورځ ودروو، نو په هیچا به هیڅ ظلم ونه کړی شې او که د (د یو انسان د عمل وزن) د ږدن د یوې دانې په انداره هم وي هغه به د حساب میدان ته راوړو او موږ د حساب کوونکي په توګه بس یو.

نو خبر دار!

همېشه مو باید په سوچ کي دا وي چې که په دنیا کې د پوښتنې څوک نشته خو په اخرت کې د زرې – زرې حساب شته او الله ﷻ مو ګوري او هر عمل مو لیکل کېږی.

ليکنه: م. مستقیم

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ