خبرې مو داسې جذابې کړئ

1. تل شمېرلې خبرې کوئ!
2. له خبرو وړاندې څو ثانیې فکر وکړئ چې څه وایاست.
3. په خپل نفس باور ولرئ چې خبرې کوئ.
4. څه چې وایاست باور پرې ولرئ.
5. د خبرو پر مهال مو مخاطبان زړه ته در نږدې وبولئ.
6. دقت کوئ چې تېروتنه ونه کړئ.
7. که کله د خپلو خبرو پر مهال د نورو خبرې کوې نو د هغوی له نوم سره یې یادې کړئ.
8. د زړه له کومې خبرې او رښتیا وایاست.
9. په خبرو کې د نورو تېر اېستلو زیار مه ګالئ.
10. خپله لهجه مو ډېره ارزښتمنه ده خو که عام ځای کې مو خبرې کولې نو پام وکړئ چې څنګه خلک پوهولی شئ.
11. د خبرو پر مهال مو احساسات خلکو ته ښکاره کړئ.
12. واضح خبرې وکړئ، چاته پوښتنه مه پرېږدئ.
13. د خبرو پر مهال ځینې پوښتنې مطرح کړئ او بیا یې خپله ځواب ووایاست.
14. که مو د خبرو پرمهال چا خبرې درماتې کړئ، نو خبرې نورې مه غزوئ.
15. د خبرو پر مهال جمعې کلمې که وکارول شي نو ټول خلک به په کې ځان وګوري.
16. تکرار خبرې ستړې کوونکي وي، که خبرې مو خلاصې شوې، سم له واره غلي شئ.
17. له موضوع سره تړلې خبرې کوئ.
18. د خبرو په پای کې د خبرو لنډه پایله وړاندې کړئ.
19. که کله تاسو ملامت وئ نو خبرو کې مو ښکاره ملامتیا ومنئ.
20. د خبرو پر مهال وخت له یاده مه باسئ، د خپل حق په اندازه خبرئ وکړئ.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب