خاوند او مېرمن | د ارواپوهنې کیسه
د اروا پوهنې ښوونکی ټولګي ته دننه شو ، ویې ویل : نن به یوه لوبه وکړو ، داسې لوبه چې زده کړه ترې وکړاي شو.
ښوونکي په ټولګي کې له تر ټولو ځیرکې او د ډېر عمر درلودونکې مېرمنې وغوښتل څو د ټولګي مخته راشي ، زده کوونکې راغله ،تختې ته نژدې ودریده
ښوونکي ترې وغوښتل څو په توره تخته د هغو دېرشو کسانو نومونه ولیکي کوم چې ددې په ژوند کې تر ټولو مهم دی.
مېرمن په یوه ساه لګیا وه ، د کورنۍ د غړو ، خپلوانو ، ملګرو ، ټولګیوالو او ګاونډیانو له نومونو يې دېرش نومونه پوره کړل .
ښوونکي وویل : مېرمن ! د دوي له ډلې د دریو کسانو نومونه لرې کړه کوم چې ستا په ژوند کې ډېر مهم نه وي .
زده کوونکې د خپلو ټولګیوالو له نومونو څخه درې لیرې کړل .
ښوونکي وویل : پنځه نور نومونه کوم چې تاته ډېر ارزښت نه لري پاک کړه .
زده کوونکې د خپلو ګاونډیانو نومونه هم له لېسته لرې کړل
همداسې دا لړي روانه وه ، ښوونکي به شمېر وایه او زده کوونکې به هغومره نومونه له لړلیک څخه لرې کول .
بالاخره څلور نومونه پاتې شول :مور ، پلار ، خاوند او زوي.
په ټولګي کې چوپتیا خوره وه .
ښوونکي وویل : دوه نور نومونه هم لرې کړه ..!
د زده کوونکې لپاره دا تر ټولو سخت انتخاب وو ، زده کوونکې په نه زړه د مور او پلار نومونه د تختې له مخه پاک کړل .
اوس نو یوازې د خاوند او زوي دوه نومونه د تورې تختې په مخ پاتې وو.
ښوونکي وویل : لطفاً یو بل نوم لا هم لرې کړي .
دلته نو زده کوونکې خپلې اوښکې تم نه کړاي شوې ، په اوښلنو سترګو يې تورې تختې ته وکتل ، په تخته یې لاس راتېر کړ او د خپل زوي نوم یې له تورې تختې لرې کړ .
ښوونکي مننه وکړه ، په ټولګي کې مکمله چوپتیا وه ، زده کوونکې په خپل ځای کښېناسته .
ښوونکي وویل : مېرمن ولې مو خاوند تر ټولو درته مهم دی ؟ ولې پلار او مور هغه چې ته یې وزیږولې ؟ ولې هغه زوي چې تا وزیږوی (نړی ته وړاندې کړ)؟
زده کوونکې وویل : استاد ! زما مور او پلار له ما هغه وخت بېل شول ، کله چې زه د خاوند کور ته راغلم ، زوي به مې هم یو وخت په زده کړه ، تجارت او نورو پسې مخه کوی او له ما به بېلیږي .
یوازیني هغه څوک چې زما بېلیدل نه شی زغملای او زما خوبونو ته به د حقیقت جامې وراغوندي زما خاوند دي .
ښوونکي د خپلې زده کوونکې په ځیرکتیا اعتراف وکړ او له هغې یې یو ځل بیا مننه وکړه .
هو ! دا د ژوند یو حقیقت دي ، ستا د ژوند ملګری تر بل هر چا مهم دی ،خداي ج دا دوه روحونه په یوه ځای کې یو ځای کړي او د یوه روح ډاډ یې په بل روح کې ایښی .
ژباړه: عبدالفتاح فاتح