خالونه وهل یا تتو وهل Tattoo

خالونه وهل:

دا په دې توګه دي چي د بدن پوست په ستنو سورى کوي، څو له هغه څخه ويني راسي. بيا د ويني ځاى په رنجو، يا نيلي رنګ، يا جوهرو يا داسي بل شي ډکوي او په نتيجه کي د خال وهلو ځاى شين يا آسماني رنګه سي. خلک په خالونو وهلو کي تنوع راولي او ځيني پر خپلو لاسونو باندي زړه يا د هغه چا نوم چي مينه ورسره لري کاږي. ان ځيني ښځي په دې توګه خپل شونډان د تل لپاره شنه کوي. په دغه ډول خالونه وهل حرام دي او وهونکى يې د الله د لعنت لامل ګرځي..

پورته خبره د ابن مسعود رض د هغه حديث پر بنسټ سوې ده چي د وروځو اخيستلو په برخه کي تېر سو .

هغه دلايل چي له مخي يې خالونه وهل حرام بلل کيږي دا دي:

د لوى څښتنأ په خلقت کي بدلون راوستل دي.

د ستنو وهلو د ځاى پاته کېدل دي.

د ژوندي غړي خوږول او بې له داسي دليله چي ورته اړتيا وي د انسان په تکليف کول دي.

خالونه وهل حرام دي او له لويو (کبيره) ګناهونو څخه باله سي. په دې دليل چي رسول الله ص پر هغه چا چي نورو ته خالونه وهي او پر هغه چا چي له نورو څخه غواړي چي پر بدن دې خالونه ور ووهي لعنت ويلى دى. نو چي د کوچنۍ نجلۍ پر بدن خالونه ووهل سي، او دا په داسي حال کي وي چي خپله نه سي کولاى چي د خالونو د وهلو مانع وګرځي، نو هغه هيڅ ګناه نه لري او چا چي دغه کار د هغې پر بدن ترسره کړى دى ګناهکار دى. ځکه لوى څښتن له هرچا څخه د هغه د وس په اندازه انتظار لري او مؤاخذه کوي يې. دا نجلۍ نه سي کولاى چي د دې کار مخه ونيسي، خو چا چي پر هغې باندي دغه کار اجرا کړى دى ګنهکار دى او دغه شخص بايد دغه خالونه که ضرر نه ور رسيږي پاک کړي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ