حیوانات هم نڅا کوي او انسانان یې تقلید کوي

“د جنت مرغه” په ځمکه راښکته کېږي، خپل وزرونه په دایروي ډول پرانیزي او په همغږو ګامونو کې ښي او کیڼ لوري ته چورلېږي. په ورته وخت کې، هغه خپل سر وخوځوي، بیا درېږي او خپله غاړه وخوځوي. ټول حرکتونه یو شان دي، ته وا پخپل تخیل کې د کومې نغمې په سوچ کې تللی دی.

دا د روزنې شېبه ده. د جنت مرغۍ (لوفورینا سپربا) دا دود لومړی په خپله ترسره کوي، نه د نڅا محفل ته، بلکې ددغو مرغانو په ټاټوبي پاپوا ګیني ټاپو کې د تزاوج موسم په رارسېدو سره د دې لپاره چې له ښځې سره مقابله وکړي او د هغې د جذبولو په لټه کې شي.

په کاسټاریکا کې، مناکین مرغه بېلابېل او ځانګړي ګامونه اخلي.‌ هغه د مایکل جسن په سټایل کې د (مون واک) یا د سپوږمۍ پر سر نڅا کوي.‌

مناکین له دې نڅا سره د خپلې مښوکې په وهلو غږ هم وباسي چې د ښځینه پام ورواړوي.

ځینې حیوانات، په ځانګړې توګه د مرغیو ځینې ډولونه، عجیب چلن ښکاروي، چې د نڅا له انځورونو سره ورته وي، په ځینو مواردو کې لکه د تزاوج (نر او ښځې سره یوځای کېدو)، یا کله چې دوی د ګواښ احساس کوي او له مخالف لوي سره د جګړې لپاره چمتو کېږي.

موږ دلته د حیواناتو د روزنې په اړه خبرې نه کوو چې نڅا کوي، لکه څنګه چې د آسونو، اوښانو یا سپیو سره دود دی، یا د هغو څارویو سره چې د سرکس لوبو کې برخه اخلي، بلکې د طبیعي چلن په اړه غږېږو.

انسانانو هم د تاریخ په اوږدو کې د نڅا ډولونه تمرین کړي، چې موخه یې د مختلفو مناسبتونو لکه واده، د باران لمانځل، او د حاصلاتو د موسم رارسېدل وو.

انسانانو د خبرو اترو لپاره نڅاګانې رامنځ ته کړې، لکه د مېلمه ښه راغلاست، یا پېژندنې، مبارزې یا د ځواک او جذابیت ښودل.

دوی د حیواناتو او مرغیو د نڅا له نندارې هم الهام اخیستی، د دوی پر پله پلونه اېښي، هماغسې حرکتونه کوي او دا یې خپلې دودیزې او میراثي نڅا ته ور اضاف کړل.

د ۲۰۱۹ په دسمبر کې، د بریتانیا د وارویک پوهنتون څېړونکو وویل، ډېر امکان لري چې انسانانو د نڅا خپل لومړني پړاوونه له بیزوګانو څخه زده کړي وي.

دوی بیا په یوه ژوبڼ کې دوه بیزوګان ولیدل، چې له موسیقۍ سره یې د لوړې کچې همغږې نڅا کوله.

په وارویک کې د روانپوهنې له څانګې ډاکټر اډریانو لامیرا وویل چې دا څېړنه ممکن په انسانانو کې د نڅا د پیل په تاریخ کې د دوی د ودې پرمهال د ورکو اړیکو په موندلو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه داسې کوم کره شواهد نه دي موندل شوي چې د انسان د نڅا د احتمالي لومړنیو مرحلو له راڅرګندېدو سره په لومړیو بندونو کې د ټول بدن د خوځېدو له انډول سره یوشان کړي.

له حیواناتو او مرغانو په الهام اخیستل شوې نڅا

صقریه یا د جګړې نڅا – سودان

په سودان کې ځینې قومونه لکه د بجا قبیلې، د وزې د ښکار پر مهال د باز تقلید کوي. جدیان باز چې “لیکوال” یا “منشي” مرغه هم ورته واييو د سودان د دولت د سمبول په توګه هم طبقه بندي شوی.

دغه مرغه د خپل ځواک او ځانګړې څېرې له امله پېژندل کېږي او اوږدې پښې لري چې د خپل ښکار په تېره د مارانو په ښکار کې ګټه ترې اخلي.

ځوانان د دې باز د حرکت تقلید کوي، لغته وهي، وزرې پرانیزي او د ښکار له وژلو وروسته د هغه مرۍ تاو کړي.

دا نڅا د ځواک څرګندولو په چوکاټ کې راځي. ځینې وخت له تورې، خنجر او نېزو هم ګټه اخیستل کېږي.

د اېتیوپیا او اېرتېریا اسکیستا (د اوږو نڅا)

که څه هم د اېتیوپیا امهارا توکم دودیزه نڅا کې د اوږو دا ډول خوځول د مرغانو پېښې او تقلید غوندې ښکاري، خو اېتیوپیایان وايي چې استیکا نڅه د مارانو د خوځېدو تقلید دی، په تېره د زنګوله يي یا شپېلۍ وهونکي مار.

په دې ننداره کې ښځې او سړي دواړه ګډون کوي، چې په اېرتېریا کې د “تیګرینیا” قبیلو منځ کې هم دود ده.‌

په اسکیستا کې مهم او اساسي شی دا دی چې په ټول زور خپلې اوږې مخې مخ او شا ته وخوځوئ او همدا عملیه تکرار کړئ.

شوا اورومو – اېتیوپیا

دا په اېتیوپیا کې د اورومو توکم د وګړو یو ډول نڅا ده چې د اوږو پر ځای سر پکې خوځول کېږي او دوی ورته (د چرګې د سر نڅا) وايي.

په دې نڅا کې سړي او ښځې دواړه په شدت سره خپل سرونه په چټکۍ خوځوي او په دې نڅا کې دوی پر دې کار ویاړي.

د غوا نڅا – د جنوبي سودان ډینکا قبیلې

د ډینکا قبیلې هېڅ کوم وګړی تر هغه د کرنیزو حاصلاتو راټولولو خیرات نه شي خوړلی چې د (غوا نڅا) کې یې ګډون نه وي کړی.

د سودان سوېل کې دغه قبیله پر کرنې او مالدارۍ پايي او تر ننه پورې دوی په ځنګلونو او له بوسو او پروړو جوړو کېږدیو کې اوسېږي.

سړي یې پر سر د غواګانو ښکر نصبوي او د نڅا ځای ته ورځي او ښځې یې کرنیزو فصلونو کې د غوا په شان ګامونه اخلي.

د دې قبیلې خلک هر کال د کرنیزو حاصلاتو راغونډولو له پیلېدو سره د غوا نڅا پیلوي، چې محصول کې یې برکت پیدا شي.

د کنګرو نڅا – د اسټرالیا بومي وګړي

دا نڅا په ناسته پیلېږي کټ مټ لکه کنګرو حیوان چې کښېني یا استرالیايي وګړي چې د دمې کولو لپاره کښېني.

بیا د نڅا لپاره د اسټرالیا یو بومي وګړی په تاریخي جامو کې پاڅېږي او د کنګرو د خوځېدو پېښې کوي او هماغسې غږونه وباسي.‌

دوی دغه نڅا ایمان ته د مخته تللو دعوت ګڼي، کنګرو حیوان تل مخته ځي او هېڅ شا ته تګ نه شي کولی.

د اسیا په ځینو هېوادونو کې فولکلوریکه نڅا دود ده چې له افسانو سره هم تړاو لر او د حیوان پر تقلید تکیه کوي، لکه په چین کې د زمري، ښامار او پړانګ نڅاوې، چې یو یا ډېر نڅا کوونکي د یوه لوی حیوان په شان جوړه جامه کې راڅرګندېږي او د هغه د خوځېدو تقلید کوي.

کمبودیا کې یو بل ډول نڅا هم شته چې د سپېڅلي مار میراثي نڅا یا (ناګا) یې بولي. دا نڅا تر ډېره د باران او خیر غوښتلو لپاره ترسره کېږي.

نڅا د فولکلور او میراثي دودونو له څادره په راوتلو او بېلابېلو هنرونو کې کارېدو سره پیل شوې، ځینې ډولونه یې له طبیعت او له مخلوقاتو په الهام اخیستو سره د نڅا غورځنګ پراخولو کې مرسته کړې ده.

په ختیځ کې بیا د نڅاګرو د لاسونو خوځول چې د مار خوځېدو په شان یې حرکت ورکوي مصر کې ډېره دود ده.

په هند کې هم د هندي نڅاګرو حرکت د مار خوځېدو ته ورته دی، په تېره کله چې لاسونه خوځوي او د مار سر ترې جوړېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب