
حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه
د احد غزا د هجرت په دريم کال د شوال د مياشتې په اومه نيټه پاى ته ورسيدله، دغه جنګ يوه دردناکه او زړه دردوونکې ننداره وړاندې کوله د اويا مسلمانو سرتيرو ټوک ټوک په وينو سره جسدونه د جنګ په ميدان کې پراته ؤ.
د جنګ نه وروسته چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم د جنګ د ميدان د حال معلومولو په موخه راووت د سترګو نه يې د اوښکو بهير روان ؤ، په مبارک مخ يې د غم او درد نښې ښکاريدلې. په دې دوران کې يې سترګې په يو پروت جسد ولګيدې چې مشرکانو د الله د لارې د دې شهيد له مړي سره کوم چلند کړى ؤ هغه د دوى د وحشت او حيوانيت ښکارندوى ؤ.
دې بدبختو نه ييوازې ددى پاک مړي شونډې، پوزه او غوږونه پرې کړې ؤ بلکه سينه يې هم ورته څيرلې وه.
د انبياووامام چې دا مړې وکوت سترګې يې د اوښکو نه ډکې شوي او د ژبې نه يې دا کلمات جاري شو.
((الله دي په تا رحم وکړي تر څو چې زه معلومات لرم ته به هميشه د خپلوانو او دوستانو په فکر کې وې او په نيکو کارونو کې به تل وړاندې وې.))
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې د حق د لارې کوم شهيد لپاره د رحمت دعاء وغوښته او د هغه سپيڅلې اخلاق يې وستايل هغه دده تره حمزه بن عبدالمطلب الهاشمي ؤ.هغه د حق دلارې سرښندونکو صحابو څخه ګڼل کيږي.
دده د نسب په هکله همدومره بس دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم تره او رضاعي ورور هم ؤ ځکه دواړو ته د ابو لهب وينځې ثويبى شيدې ورکړي وې.
د رواياتو له مخې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دوه يا څلور کاله مشر ؤ.
کنيت يې ابو عماره او ابوالعلي ؤ. اسدالله اوسيدالشهداء يې لقبونه دى.
سيدنا حمزه دوړوکوالې نه د توري، غشې ويشتو او پهلوانۍ سره مينه درلوده سيل او ښکار به يې ډير خوښيده.
د بعثت په شپږم کال يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم د ارقم دکور نه دکعبې په لورې راروان ؤ دصفا غوندۍ سره ورته د ابوجهل پام شومخې ته ورغې ستغې سپورې او کنځلې يې ورته وکړې اوپه مبارک مخ يې خاورې ور وشيندلې، اواز يې پرې وکړ ابو عماره دريغه که لږه شيبه وړاندې دلته موجود واى نو پخپله به دي ليدلې ؤ چې عمروبن هشام ( ابوجهل ) ستا وراره ( محمد) سره څه ناروا سلوک وکړ! ډير بد رد ستغې سپورې يې ورته وويل خو هغه خوارکې ورته هيڅ هم ونه ويل: ددې خبرې په اوريدو د سيدنا حمزه وينه په جوش راغله او دغصې نه په ځان پوه نه شو نيغ د کعبې په لور روان شو ابوجهل د مشرکانو په مجلس کې ناست ؤ اولافې يې وهلې درسيدو سره سم حمزه د ابوجهل په سر د نيزي ګذار وکړ وينې پرې راماتې شوې او ورته يې وويل: تا محمد ته کنځلې او ستغې سپورې کړې زه هم د هغه په دين يم څه چې هغه وايې زه يې هم وايم که نر يې يوه کنځله ماته هم وکړه او بيا دځان حال وګورهرسول الله صلى الله عليه وسلم دا ټول تکاليف په صبر وزغمل . د بنو تميم د رئيس عبدالله بن جدعان وينځي دليري نه دا ټوله ننداره وکتله، څه ګورې چې لږه شيبه وروسته سيدنا حمزه راښکاره شو چې د ښکار نه راستون شوې ؤ او دکور په لور رهې ؤ. اواز يې پرې وکړ ابو عماره دريغه که لږه شيبه وړاندې دلته موجود واى نو پخپله به دي ليدلې ؤ چې عمروبن هشام ( ابوجهل ) ستا وراره ( محمد) سره څه ناروا سلوک وکړ! ډير بد رد ستغې سپورې يې ورته وويل خو هغه خوارکې ورته هيڅ هم ونه ويل: ددې خبرې په اوريدو د سيدنا حمزه وينه په جوش راغله او دغصې نه په ځان پوه نه شو نيغ د کعبې په لور روان شو ابوجهل د مشرکانو په مجلس کې ناست ؤ اولافې يې وهلې درسيدو سره سم حمزه د ابوجهل په سر د نيزي ګذار وکړ وينې پرې راماتې شوې او ورته يې وويل: تا محمد ته کنځلې او ستغې سپورې کړې زه هم د هغه په دين يم څه چې هغه وايې زه يې هم وايم که نر يې يوه کنځله ماته هم وکړه او بيا دځان حال وګوره د ابو جهل دقبيلې بني محزوم ځينې کسان هلته ناست ؤ کله يې چې ابوجهل په وينو سور وليد د هغه د مرستې لپاره راپاڅيدل او په سيدنا حمزه يې د حملې کولو اراده وکړه ابوجهل منع کړل او ورته يې وويل ابو عمار پريږدئ ما دده وراره محمد ته کنځلې او ستغې سپورې کړې دې په هغې غصه شوې دې ابو جهل ددې نه په ويره کې شو چې هسې نه چې د بنوهاشم او بنو مخزوم ترمنځ خونړې جنګ ونه نښلې.
سيدنا حمزه ددې نه وروسته د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته ورغې او ورته يې وويل وراره ! شايد چې ته به خوشحاله شې ما د ابوجهل نه ستا بدل واخيست.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ((په ما ګرانه تره! زه به هغه وخت خوشحاله شم چې ته د غيرالله سره خپلې اړيکې وشلوى او په حق دين پسى روان شې. ))د رسول الله صلى الله عليه وسلم ددى دعوت نه وروسته سيدنا حمزه په سخت ذهنى کشمکش کې ګرفتار شواو د الله نه يې دا دعا وغوښته چې د خير اونيکۍ لاره په ما ښکاره کړې ټوله شپه يې په همدې سوچ او فکر کې تيره کړه چې سبا شو بيا د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو اود خپلې ذهني پريشانۍ حال يي ورته بيان کړ رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير په زړه راښکونکې او ښايسته طريقه د اسلام په حقانيت پوه کړ د الله نه يې وويروه او دجنت زيرې يې ورکړ د رسول الله صلى الله عليه وسلم خبرو پرې اغيزه وکړه زړه يې د ايمان او يقين په نور روښانه شو او چغه يې کړه (( زه ددې خبرې ګواهې ورکوم چې تاسې ريښتينې نبي ياست تاسې خپل دين ښه په ښکاره بيانوۍ زما دا خبره نوره نه ده خوښه چې زه دې خپل زوړ دين پسې نښتې يم))
د اسلام قبلولو نه وروسته به سيدنا حمزه اکثر وخت په دار ارقم کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کې تيراوه يوه ورځ سيدنا حمزه په دار ارقم کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او نورو مسلمانانو سره ناست ؤ چې دروازه وټکيده يو کس چې د ددريوازې د چاود نه وکتل نو ويې ليدل چې د قريشو فولادي ځوان عمر فاروق توره په لاس ولاړ دى صحابه په تردد او ويره کې شو او رسول الله صلى الله او ملګرو ته يې مخ راواړوو چې عمر توره په لاس ولاړ دى . سيدنا حمزه را پاڅيد او ويې ويل: دروازه ورته خلاصه کړئ او راپريږدئ که په نيکه اراده راغلې وې نو خير دې او که نه د همده توره به دده په وينو سره کړم.
سيدنا عمر چې ددنه راننوت رسول الله صلى الله عليه وسلم ورمخکې شو د څادر نه يې ونيولو رايې ښکود او ورته يې وويل: عمره وايه کنه څنګه راغې يي؟ د نبوت د جلال نه ډک غږ د سيدنا عمر بدن په لړزان کړ او په ډيره عاجزۍ يې ځواب ورکړ(( يا رسول الله ! زه په الله او دهغه په رسول د ايمان راوړلو لپاره حاضر شوې يم))
ددې خبرې په اوريدو رسول الله صلى الله عليه وسلم په زور سره د الله اکبر چغه ووهله او صحابه وو هم داسې د تکبير نعرې ووهلې چي ټوله سيمه يې ولړزوله او په دې ترتيب اسلام ته د سيدنا حمزه او فاروق په څير مضبوطې مټې په لاس ورغلې.
د نبوت په ديارلسم کال چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو ته د مکې نه مدينې ته د هجرت کولو اجازه ورکړه سيدنا حمزه هم د نورو صحابه کرامو سره مدينې ته هجرت وکړ. څه موده وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم هم مدينې ته هجرت وکړ او مدني دور پيل شو.
دهجرت په دويم کال د رمضان المبارک په مياشت کې د حق او باطل تر منځ لومړنۍ غزا د بدر په مقام کې پيښه شوه.
سيدنا حمزه رضي الله عنه هم په دې غزا کې په ډېره مينه او جذبې سره ګډون وکړ، د عمومي جنګ د پيل کيدو نه مخکې د مشرکانو د صفونو نه عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه او وليد بن عتبه تورې په لاس ميدان ته راووتل او مسلمانانو ته يې د مقابلې بلنه ورکړه.
داسلامي لښکر نه ددوى د مقابلې لپاره درى تنه انصار سرتيرې عوف، معاذ او عبدالله بن رواحه راووتل.
دقريشو جنګيالو ته چې کله معلومه شوه چې مقابله کې يې درې واړه انصار دمدينې استوګن ولاړ دي نو له دوى سره يې د مقابلې نه انکار وکړ . عتبه چغه کړه محمده! دا خلک زمونږ د مخې نه ليرې کړه زمونږ د مقابلې لپاره زمونږ د خپل قوم او قبيلې خلک راوليږه چې سره معلومه يې کړو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل تره سيدنا حمزه د تره ځوى سيدنا علې او عبيده بن حارث المطلبي ته امر وکړ چې د مقابلې لپاره ووځي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د امر سره سم درې واړه نېزې او توري په لاس ميدان ته را ودانګل، دحمزه مقابله د شيبه، دعلي مقابله د وليد او د عبيده مقابله د عتبه سره وشوه . سيدنا حزه او علي رضي الله عنهما خو په خپل لومړنې ګذار سره خپل خپل مقابله کوونکې جهنم ته وليږل خو سپين ږېرې عبيده د ځوان سره تر ډېره وخته مقابله وکړه چې اخر دواړه ژوبل شول د عبيده زخم ډېر ژور ؤ کله چې حمزه او علي رضي الله عنهما د عبيده حالت وليد دواړو په عتبه حمله وکړه او هغه يې هم له منځه يوړ.
مشرکانو چې کله د خپلو مشرانو انجام وليد را وپاريدل عمومې جنګ پيل شو، د مسلمانانو شمېر د کفارو ددريمې برخې نه هم کم ؤ خو دومره په مړانه او بهادرۍ وجنګيدل چې کفار يې تېښتې ته اړ کړل. سيدنا حمزه دومره په زړورتيا او بهادرۍ جنګيده چې په خپله پګړۍ کې يې د پيل مرغ بڼکه ټومبلې وه او په دواړو لاسونو يې توره چلوله هر لورې ته به يې چې مخه کړه د کفارو صفونه به يې تيت او پرک کړل، په دې ورځ د مسلمانانو په لاسونو زيات شمېر مشرکان يا خو مړه او يا ژوبل شو .
د مشرکانو په جنګيالو کې يو بد شکله دبنو حزم د قبيلي يو تن اسود بن عبد الاسد هم ؤ، کله چې ميدان ته راغې په لوړ اواز يې قسم وخوړ چې نن به د مسلمانانو د حوض نه ارو مرو اوبه څکم، سيدنا حمزه چې دده لويه خبره واوريده د غصې نه تاو راتاو شو او د زمرې په څېر يې پرې حمله پرې حمله وکړه په لومړې ګذار يې د اسود اوږه نيمه کړه په ځمکه يې راوغورځاوه خو هغه همت وکړ را پاڅيد د حوض لورې ته يې ځان رساوه چې سيدنا حمزه ورپسې شو، اسود حوض ته ټوپ کړ سيدنا حمزه د حوض په منځ کې پرې د تورې بل ګزار حواله کړ او ويې واژه. د جنګ نه وروسته يو مشرک پوښتنه وکړه چې هغه څوک ؤ چې په پګړۍ کې يې د پيل مرغ بڼکه ټومبلې وه؟ چا ورته وويل : هغه حمزه بن عبد المطلب ؤ . مشرک وويل: دې سړي نن مونږ ته ترټولو زيات زيان ورساوه .
د هجرت په همدې دويم کال د شوال په مياشت کې د بني قينقاع په غزا کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلامي لښکر بيرغ سيدنا حمزه ته ورکړې ؤ چې د پيل نه تر اخره پورې يې ډېر په مړانه او بهادرۍ هسک وساته.
دهجرت په دريم کال د بدر دغزا د بدل اخيستو د مکې مشرکان ډېر په جوش او جذبه په مدينه را وختل، د حق او باطل لښکرې د شوال د مياشتې په ٧ نيټه يو بل ته مخامخ شوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول ٧٠٠ سرتيري چې سلو کسانو په کې زغرې اغوستې وې او يو څو تنه سواره ؤ او بل لورې ته د مشرکو لښکرو شمېر ٣٠٠٠ تنه ؤ.
مسلمانانو د احد غره ته شا کړه او صفونه يې برابر کړل رسول الله صلى الله عليه وسلم پنڅوس تنه غشې ويشتونکې ډله د عبدالله بن جبير په مشرۍ په هغه غونډۍ کينول چې د شا له لورې تري د دښمن د حملې وېره وه، او سيدنا حمزه د پوځ د يو داسې ټولې مشر وټاکل شو چې يو مجاهد يې هم زغره نه درلوده، دجنګ نغاره وغږيده.
تر ټولو وړاندې د قريشو بيرغ وړونکې طلحه بن ابي طلحه د کفارو دصف نه راووت په مسلمانانو يې چغه کړه تاسو کې څوک شته چې زما مقابله وکړي ؟ سيدنا علي ور وړاندې شو او په يو ګذار يې جهنم ته وليږه. ورپسې عثمان بن ابي طلحه جنګې ترانه په خوله راووت حمزه پرې حمله وکړه او د هغه په اوږه يې د ګذار سره سم چغه کړه چې درواخله! زه د حاجيانو د ساقي عبد المطلب زوى يم. ورپسې څو تنه مشرکان پرله پسې راووتل چې د مسلمانانو له خوا له منځه يوړل شول تر دې ورپسې څو تنه مشرکان پرله پسې راووتل چې د مسلمانانو له خوا له منځه يوړل شول تر دې چې عمومي جنګ پيل شو، سيدنا حمزه، سعد بن معاذ او اسيد بن حضير او نور سرتېرى مسلمانان ددښمن د پوځ منځ ته ننوتل او د پوځ په صفونو کې يې لارى جوړې کړې، حمزه په دې غزا کې هم داسې و جنګيده چې په دواړو لاسونو يې توره چلوله او دا به يې ويل: زه د الله او د هغه د رسول زمرې يم.چې عمومي جنګ پيل شو، سيدنا حمزه، سعد بن معاذ او اسيد بن حضير او نور سرتېرى مسلمانان ددښمن د پوځ منځ ته ننوتل او د پوځ په صفونو کې يې لارى جوړې کړې، حمزه په دې غزا کې هم داسې و جنګيده چې په دواړو لاسونو يې توره چلوله او دا به يې ويل: زه د الله او د هغه د رسول زمرې يم. سيدنا حمزه د جنګ په ميدان کې د مشرکانو تنې يو د بل دپاسه غورځولې خو بل لورې ته د جبيربن مطعم حبشي غلام وحشي يوى غونډۍ له شانه سيدنا حمزپه نښه کړې ؤ او په دې انتظار کې ناست ؤ چې کله ده ته را نيزدې شي نو د غشې ګذار به پرې کوي، وحشي ته جبير بن مطعم د خپل تره طعيمه بن عدي ( چې بدر کې د حمزه په لاس وژل شوې ؤ) د بدل اخستو په موخه د سيدنا حمزه د وژلو مسئوليت سپارل شوې ؤ او په بدله کې ورسره د ازاديدو وعده شوې وه، وحشي ته موقع په لاس ورغله حمزه يې د غشې ګذار وکړ چې له امله يې حمزه راوغورځيد نو سمدلاسه يې په خيټه د نيزي ګذار وکړ چې بل لوري ته ترې ووتله، سيدنا حمزه په ژوبل حالت کې هم را پاڅيد حمله کول يې غوښتل خو د اجل پرښتې بيا د هغه روح قبضه کړې ؤ.
د سيدنا حمزه په شهادت په مشرکانو کې بې شانه خوشحالي خوره شوه ښځو يې د خوشحالۍ نه سندرې پيل کړې، هند بنت عتبه ( دابو سفيان ښځې) خپل زړه پرې داسې يخ کړ چې د سيدنا حمزه مبارک جسد نه يې غوږونه، پوزه او شونډې پرې کړې دده سينه يې وڅيرله او په زړه يي ورته خوله ولګوله او د تيرولو هڅه يې وکړه خو تيره يې نه کړاي شوه او په لوړ اواز يې د فخر دا شعرونه وويل: چې معنى يې داده: نن مو نږ دبدر د جنګ بدله واخيستله او وحشي زما زړه يخ کړ تر څو چې زه ژوندۍ يم دهغه مننه به کوم. کله چې جنګ ختم شو رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل ګران تره مثله شوې مړې ته تشريف راوړ د هغه د جسد د افسوس نه ډک حالت يې چې کله وليد نو ډېر غم نه او خفګان نه په ژړا شو او د خپل تره ټوک ټوک جسد ته مخاطب شو. (( په تا دې الله ورحميږي ځکه چې تا به تل د خپلو خپلوانو فکر کاوه او په نيکو کارونو کې به تر هرچا وړاندې وي که ماسره د صفيې د خفګان فکر نه واى نو ستا جسد به مي همداسې پريښې وو چې مرغانو او ځناورو خوړلې واى او ته د قيامت په ورځ د هغوى د خيټو نه را پورته شوى واى))
او بيا يې وفرمايل: (( چې جبريل په ما زيري وکړ چې حمزه په اوه اسمانونو کې په اسدالله او اسدالرسول ونومول شو.
د سيدنا حمزه سکه خور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترور صفيه بنت عبدالمطلب د جنګ د حال معلوملو په موخه د مدينې منورې نه راووته رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه زوى زبير راوغوښت ورته يې وفرمايل: (( ګوره صفيه درنه د حمزه مړې ته نيزدې رانه شي او درنه يې ونه ويني)) صفيه راورسيده زوى يې مړې ته د ورنيزدې کيدو نه منع کړه ورته يې وويل: (( زويه! زه د خپل ورور له حاله خبره شوې يم خو خفه ځکه نه يم چې ورور مې د دالله په لار کې قربانې شو)) رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته اجازه ورکړه، کله يې چې د خپل ورور ټوک ټوک بدن وکوت د سترګو نه يې بې اختياره اوښکې روانې شوي خو د انا لله وانا اليه راجعون نه پرته يې نور هيڅ ونه ويل. بيا يې خبل زوى زبير ته د حمزه د کفن لپاره دوه څادرونه ورکړل خو څه ګورې چې حمزه سره نيزدې د يو انصاري صحابي مړې پروت دى چې کفن يې نه درلود، زبير په دواړو شهيدانو يو يو څادر واچولو کله به يې چې د سيدنا حمزه مخ پټ کړ پښې به يې ښکاره کيدلې او که پښې به يې ورته پټې کړې سر به يې ښکاره کيده، بالآخره مخ او سر يې ورته په څادر بټ کړ او په پښو يې ورته واښه واچول، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره جنازه تياره شوه صحابه په ژړا شو رسول الله صلى الله عليه وسلم ترې د لامل پوښتنه وکړه ويې ويل: يارسول الله ! زمونږ مور او پلار له تا قربان شي نن زمونږ دومره وس نشته چې ستاسو د تره ټول بدن په کفن پټ کړو، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (( مه خفه کيږئ هغه زمانه راتلونکې ده چې مسلمانان به په داسې ځايونو کې استوګن شي چې هلته به د خوراک، څښاک، لباس او سورلئ هر ډول اسانتياوې ډيرې زياتې وي)) رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو لومړې د سيدنا حمزه جنازه وکړه او بيا يې يو دبل پسې نور شهيدان دده خو کې کـيښودل او جنازه به يې پري کوله تر دې چې په دغه ورځ د سيدنا حمزه اويا کرته جنازه وشوه . د جنازې نه وروسته سيدنا حمزه د خپل خوريې عبدالله بن جحش سره په يو قبر کې د احد د شهيدانو په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. رضي الله عنه