حضرت ابوبکر صديق (رض) څنګه وفات وکړ؟

ابوبکر صديق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته دوه کاله  درې مياشتې او يوولس ورځې ژوند ی و، ابن عمر رضي الله عنه وايي: ابوبکر صديق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د جدايي غم ونه شو زغملای، ورځ تر بلې کمزوری کيدی تردې چې د آخرت سفر يې پیل کړ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات په دردناکه پېښه کې نوموړي نورو صحابه کرامو ته ډاډګېرنه ورکوله؛ خو پخپله يې زړه ډېر ناکراره و، يوه ورځ يې مرغۍ وليده چې د يوې ونې په ښاخونو کې ښکته او پورته کيږي؛ نو سوړ اسويلی يې وکړ او مرغۍ ته يې وويل: اې مرغۍ! څومره بختوره يې! د ونو پاڼې خورې او تر يخوسيورو لاندې د خوښۍ ژوند کوې، بيا چې موسم تېر شي هغه ځای ته ورځې چې ستاڅخه يې پوښتنه نه کيږي!! کاشکې ابوبکر هم داسې ښه بخت لرلای!!

کله به يې ويل: کاشکې زه يوه ونه وای چې خوړل کيدای او پرې کول کيدای!! کله به يې ويل: کاشکې زه ګيا وای چې څارويو خوړلای!!

له دې خبرو څخه سړي ته معلومات کيږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رحلت وروسته د ابوبکر صديق رضي الله عنه درد کومې پولي ته رسېدلی و!!

د نارغۍ د نښانيو پيل:

ابن شهاب رحمه الله وايي: ابوبکر صديق رضی الله عنه ته غوښه ډالۍ کړل شوه، نوموړي  د حارث بن کلده رضي الله عنه سره یو ځای خوړه چې هغه ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! تاسو يې مه خورئ ماته په دې کې د زهر و اثرات ښکاري!! په دې خبره ابوبکر صديق رضي الله عنه له خوړو لاس ونیوی ؛ خو له همدې ورځې څخه د دواړو کمزوري کېدل پيل شول، د هجرت په ديارلسم کال د جمادي الآخر په اوومه (دوشنبه) يې غسل وکړ، له غسل وروسته پرې يخه تبه راغله او بيا ونه توانېدی ترڅو پورې به دده په بدن کې توان و مسجد ته تلی لمونځ يې ورکوی خو کله يې چې ناروغي زياته شوه حضرت عمر رضی الله عنه را وغوښتی ورته ويې ويل: نور ته لمونځ ورکوه!

 ځينې صحابه کرام راغلل وړانديز يې وکړ  ويل که ستاسو اجازه وي موږ به يو طبيب را وغواړو چې ستاسو درملنه وکړي، ابوبکر صديق رضی الله عنه ورته وويل: طبيب زه کتلی يم، هغوی ورته وويل: نو څه يې درته ويل؟ ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وويل: راته ويل يې چې زه څه وغواړم هغه کوم.

د حضرت عمر رضي الله عنه ټاکنه

کله چې د ابوبکر صديق رضي الله عنه بدن کمزوری شو؛ نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځای ناستي فکر ورته پيدا شو، هغه غوښتل له ده وروسته مسلمانان په کومه فتنه کې مبتلا نشي، ددې لپاره يې غوره دا وګڼله چې د اهل رايو صحابه کرامو په شتون کې پخپله خپل ځای ناستی وټاکي؛ نو لومړی يې حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه را وغوښت پوښتنه يې ترې وکړه چې د عمر په اړه ستا څه رايه ده؟ هغه ورته وويل: تاسو چې څنګه فکر کړی زه تر هغه زيات په همدې عقيده يم؛ خو نوموړی يو څه سخت مزاجه دی، ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وويل: هغه خکه سخت مزاجه و چې زه نرم مزاجه وم؛ خو چې کله مسؤليت ور وسپارل شي بيا به پخپله نرم شي، عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه رخصت شو او بيا يې حضرت عثمان رضي الله عنه را وغوښت هماغه پوښتنه يې ترې وکړه، نوموړي ورته وويل: ته له ما نه ښه پوهېږې، ورته يې وويل: بيا هم د نوموړي په هکله ستا څه رايه ده؟ حضرت عثمان رضي الله عنه وويل: زه دومره ويلای شم چې د عمر باطن له ظاهر نه هم ښه دی او په موږ کې د هغه په شان بل څوک نشته.

بيا يې له سعيد بن زيد او اسيد بن حضير رضي الله عنهما څخه هم پوښتنه وکړه، حضرت اسيد وويل: د عمر باطن پاک دی، هغه د نېکانو خکلو دوست او د بدانو دښمن دی؛ نو ماته له ده نه زيات بل ځواکمن او چمتو سړی بل نه ښکاري، ابوبکر صديق رضي الله عنه دا لړۍ پرمخ بېوله تردې چې په ټوله مدینه کې داخبره عامه شوه، چې نوموړی خپل ځای ناستی حضرت عمر رضي الله عنه ټاکي، حضرت طلحه رضي الله عنه چې خبر شو راغی ابوبکر صديق رضي الله عنه ته يې وويل: ته پوهيږې چې ستاپه شتون کې حضرت عمر رضي الله عنه له موږ سره څنګه چلند کړی؟ نو چې خليفه شي څه به راسره وکړي؟  ته د الله دربار ته ورځې  نو فکر وکړه چې الله ته به څه ځواب ورکوې؟ ابوبکر صديق رضي الله ورته وويل: زه به الله پاک ته ووايم چې ستا پر بندګانو باندې داسې شخص ټاکلی چې تر ټولو غوره و، بيا يې وويل: اوس چې زه څه وايم عمر له هغه نه هم زيات ښه دی.

د حضرت ابوبکر صديق (رض) وصيت نامه :

د مشورې له تکميل وروسته يې حضرت عثمان رضي الله را وغوښت او ورته ويې ويل: د خلافت تړن وليکه! حضرت عثمان رضي الله چې څو توري وليکل پر ابوبکر صديق رضي الله عنه بې هوښي راغله؛ حضرت عثمان رضي الله عنه چې د نوموړي حالت وليدی له خپله ځانه يې دا توري وليکل: “زه عمر خپل ځای ناستی ټاکم” لږ وروسته ابوبکر صديق رضي الله عنه بېرته را بيدار شو؛ نو حضرت عثمان رضي الله څخه يې پوښته وکړه چې تا په ليک کې څه ليکلي هغه ماته ووايه، حضرت عثمان رضي الله عنه ټول عبارت ورته تېر کړ؛ نو ناڅاپه د ابوبکر صديق رضي الله عنه له خولې الله اکبر چيغه ووته او ويې ويل: الله پاک دې تاته نېکې بدلې درکړي، (الفاروق) وصيت نامه چې تياره شوه ؛ نو دحضرت عثمان او يو بل انصاري صحابي په لاس يې هغه نبوي جومات ته ولېږله چې هلته يې مسلمانانو ته ولولي، پخپله بالاخانې ته وخوت د ډېرې کمزورۍ له امله نشو درېدلای؛ نو مېرمني يې حضرت اسماء رضي الله عنها په دواړو لاسونو نېولی و لاندې راټولو شويو کسانو ته يې داسې وينا وکړه:

ايا تاسو هغه څوک د خپل مشر په توګه منئ چې زه يې پر تاسو وټاکم؟ په خدای قسم! ما په خپل فکر او غور کې يو ذره کمی هم نه دی کړی، له دې پرته زه خپل کوم خپلوان يا عزيز تاسو ته نه وړاندې کوم، زه عمر بن خطاب خپل ځای ناستی ټاکم؛ نو ما چې څه وکړل هغه ته تاسو غاړه کېږدئ!!

د وصيت نامې الفاظ داسې و:

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د ابوبکر بن قحافه وصيت نامه ده، په داسې وخت کې يې ليکي چې له دې دنيا څخه رخصتيږي او د آخرت په لور روانيږي، دا دداسې وخت خبرې دي چې په دې وخت کې کافران هم ايمان راوړي او درواغجن هم حق ته غاړه ږدي، ما له ځان نه وروسته پر تاسو باندې عمر بن خطاب امير ټاکلی؛ نو تاسو به دده حکم منئ او اطاعت به يې کوئ، په دې هکله ما د الله پاک او رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام، د خپل ځان او ستاسو د خدمت پوره لحاظ کړی دی او په دې اړه مې هيڅ نيمګړتيا نه ده پرېښې، اوس که عمر عدل کوي، زما پرې همدا باور دی او که واوړي نو هر څوک د خپل ځان ځواب ويونکی دی، ما چې څه وکړل پر هغه مې ښه باور و او نور د غيبو علم يوازې الله لره دی، څوک چې ظلم کوي ژر به خپل انجام وويني.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب