حجاب په اړه د یو عالم دلیل

وائی یو ځل یوبریطانوي ځوان د مسلمانانود یو عالم څخه وپوښتل چې : ستاسی په دین کې ولی یو نارینه نشي کولای د یوی پردۍ ښځی سره مصافحه او ستړی مشي وکړي ؟

مسلمان عالم دغه نصرانې ځوان ته وکتل او په ځواب کې ئی ورته وویل:أیا دا امکان لري چې هر څوک دی ستاسی د هیواد ملکه الزابت سره ستړی مه شي وکړي ؟

بریطانوی ځوان ورته وویل: نه ، هیڅ کله هم داشونی نده ، بلکه یو لړ مشخص او ځانګړي خلک په ځانګړو شراېطو او وختونو کې کولای شي چې ورته ورشي ، روغبړ او ستړی مه شي ورسره وکړي .

نو مسلمان عالم ورته وویل : زمونږ په اسلام کې هره میرمن ستاسی د ملکه الزابت په څیر ده ، چې د یو څو مشخصو وګړو پرته، نور څوک ئی د ستړی مه شی حق نه لري .

دغه ځوان تری بیا وپوښتل : ستاسی په دین کې ولی هره میرمن له کوره بهر خپل ځان پټوي ، چې نه ئی څوک ویښتان اونه ئی بدن لیدلای شي ؟

دغه عالم ورته موسکې شو ، او بیا ئی جلبۍ را واخستی ، ځینی ئی په یو ښکلي لوښي کې پټی کیښودی ، او ځینی ئی په ځمکه ورغورځولي چې په خاورو ککړی شوی، او دغه ځوان ته ئی وویل: اوس که تاته وویل شي چې له دغه جلبیو څخه یو څه ئی رواخله، نو ته به کومی جلبۍ انتخابوی ؟

ځوان ورته په ځواب کې سمدلاسه وویل : حتمي ده چې همغه به انتخابوم کومی چي تا په قاب کې پاکې ایښودی دي .

دغه عالم ځواب ورکړ: دا هماغه کړنلاره ده چې مونږ ئی د میرمنو په وړاندی کاروو.
نو اسلامي سپڅلي اخلاق میرمنی له اخلاقي ککړتیا او پریوتو کړنو څخه ژغوري .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب