
حامله ښځه او د شکر ناروغي
ډايبټيس ملايټس DM ( شکر ) ناروغي يو له قديمترين ناروغيو څخه دي چي بشر پيژندلي .
( څه د پاسه دوه زره کاله مخته په ھندوستان کشي وپيژندل شوه په معني د ‘خوږي متيازي’ ) .
ځيني کارپوهان په دې اند دي چي دا ناروغي ۱۵۰۰ کاله ترمسيح مخکي په مصر کي پيژندل شوې .
په دې ناروغي د اخته کېدو لوی سبب يې ارثي دي چي نسلونوته لیږدول کیږي .
دډايبټيس يا شکري ناروغي په اړه يو لنډ نظر :
د انسان په وجود کي وينه ځانگړي ارگان ده چي د ويني “جهاز يا سيستم” ياديږي . په وجود کي د ويني د حجرو د ساتلو / سالميت / پروريش او فعاليت لپاره زياتو موادو ته اړتيا شته چي يو هم خوږه يا ” گلــــــــــوکــــــــوز ” دي .
معمولآ ( نورمال ) د گلوکوز معيار په وينه کي دا وي :-
۱) د لسو ساعتو د تشي ګيډي په حالت کي =
70 g / dL to 99 g / dL
۲ ) او دوه ساعته وروسته تر ډوډۍ =
100 g / dL to 120 g / dL
کله چي د اميدوارو ښځمنيو دا معيارونه يعني گلوکوز په وينه کي تر 110 په تشه گیډہ او 140 په ډکه گيډہ لوړ شي ، نو حامله د شکر ناروغي لري ، او علاج یې ضروري دې .
نوټ : ( د حاملو ميرمنو د گلوکوز معيار معمولآ يو څه لوړ وي )
علامي یې :
۱) زياتي بولي
۲) زياته تنده
۳) زياته لوږه .
د طب او سیانس د نوي اوتازه څيړني څخه تر لاسه شوي چي ؛
هغه ښځمنې چي د ډايبټيس ناروغي نلري ، خو بيـــــا ھم که چيرته مخته تر اميدواري ( حامله داري ) او يا د حامله توب په بهیرکي ؛
” کباب شوې او په غوړو کي سور شوې خوراک ” کوي په اساني سره به په دي ناروغ اخته شي .
په رحم کي به یې ماشوم ته روغتيایي ضرر ورسيږي , وزن به یې زيات او لنگون به يې ھم ستونزمن وي .
له نيکه مرغه د زیاتو ښځمنو په وينه کي گلوکوز له لنگون وروسته بيرته نورمال شي .
ښځمنيو ته لار ښودنه کیږي چي د خپل ځان او د ماشوم د سلامتي له کبله له پورته یادشووخواړو څخه څو اونۍ مخته او د حامله ګي په بهیر کي پرهیز وکړي او پر ځاي یې له شنګیاوو نه لکه د سلاتي شیان او سابه چي په اوبو کي جوش شوي وي ،ګټه پورته کړي .
د یادولو وړ ده چي که ښځمني د حامله ګي په بهیر کي له پورته یاد شوي نښو سره مخامخ شي ، باید وارخطا نه شي ، دا ځکه چي حامله ګي يوه نورمـــــاله انساني او بشري پروسه ده ، چي په ژوند کي الله تعالی ( ج ) د یوه نعمت په صفت ښځمنو ته ور بخښلې دي .
د وجود پاکي او نظافت ته بایدتوجه وشي ، پورته یاد شوي شوي خواړه پاک و مینځي او نوش جان یې کړي او ، روحاً تياري ولري .
په شپږمه مياشت کي Fefol Iron Tablets د ورځي دوه ځله او تابليت Becosules / يا Supradyn د ورځي يو تابليت خوړل شروع کړي چي ويني ته گټه رسوي ، حتی وروسته تر لنگون ھم جاري او لازمي دي .
په 7 / 8 / 9 مه مياشت د حامله داري واکسینونه هیر نه کړي .
شنگپارہ يا د شنگپاري پم Isabgul Husk يوه قاشقه په يو گلاس اوبو/ شيدو کي دوه وخته څښل د ھاضمي او شکرناروغي لپاره ډيرگټور دي او مالگه همه کمه استعمال شي .
بیله د ډاکټر له مشورې د هر قسم درمل له کارولو نه ډډه وشي . ډاکټر ته د مراجعي په وخت کي باید له خپلي حامله ګي نه هغه ته خبر ورکړه شي .
ډاکټر نجيب خټي