جوجو ناول
“جوجو” د ارواښاد نصیراحمد (احمدي ) ناول دی،
په دغه ناول یوه لنډه مقاله
دا یو ( فانتزي) ناول دی.
فانتزي یا وهم او خیال ناول هغه ناول دی،چې ډیر کله جادو اومنتر ته پکې ځای ورکول کېږي، یا داسې تخيلي پېښې پکې انځورېږي چې په واقعي ژوند کې نه موندل کېږي
کيسه:
يو ادبپوه وايې:
(په ناول کې که نور څه وي او که نه، خو کيسه باید خامخا پکې وي.)
کيسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري. ځکه همدا کيسه ده چې په لوستونکو څو سوه مخه کتاب په تلوسه لولي اوخوند ورڅخه اخلي.
دکيسې بېلګه:
څوارلس کلن هلک تندې واخيست، لاس يې وتپاوه، تشه درۍ وه، سترګې يې رڼې کړې، کېناست،
له کړکۍ څخه د سپوږمۍ راوتلې رڼا پر بدنۍ لګېدله هلک اوبه وڅښلې، بېرته اوږد وغځېد، کړپ شو، تړلې بسترې ته
يې وکتل، سترګې يې رډې راوختلې خوله يې چيغې ته خلاصه کړه، نه کېده، زبون يې وهل شوی و.
پر لاسونو يې زور راووست، د ولاړېدو سېکه يې ختلې وه.
تر څنګ يې بسترې ته وکتل، هېڅ هم نه و، یو دم ولاړ شو، په کلا کې زوروره ناره راوګرځېده!
ادې!!!
په دهلېز کې ډډ نارينه غږ واويدل شو:
یالله، ملا صیب راغی.
ښځو منډه واخېسته،یوې تفدانۍ په پښه ووهله،
دبلې دټکري پيڅکه د بدنۍ په څوښکه کې بنده شوه ټولې له کوټې ووتې.
دوه تنه راغلل، له عمره پاخه ول، غټې ژېړې لونګۍ يې تړلې وې.
یوه، د پراته هلک لاس ور پور ته کړ، یوه شېبه غلی و، بیا يې وویل: نبض يې ښه دی.
لاس يې پرېښود، دهلګ مخ ته يې وکتل،ورو يې وویل:
یو کس ملک صیب! ماته خود ویرې علامه ښکاري،شونډه يې وتلې ده
ملک پراته هلک ته کتل….
سړي وویل:
له څه وخته راهسې همداسې بیحاله دی؟
ملک ټوخۍ واخيست، کڅوړې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې،په زحمت
يې وویل: ! بس نیمه شپه يې چیغه کړه! اوټوله کيسه په تواب او جوجو را
څر خېږي…
ليد لوري زاویه :
هغه ځای چې یوه کیسه ځینیی بیانږي لید لوری وایې .
دکیسېې د بیان زوایه موږ ته دا را ښیي چې کیسه څوک بیانوي او یا راوي څوک دی.
د”جوجو ناول” راویې لومړي شخص يا متکلیم .
په دغه زاویه کې کيسه داسي څوک کوي چې په خپله د دې پيښې ګډونوال وي
د دې کېسې اصلي کریکټر تواب او جوجو دي
کومې پېښي چې دوۍ ورسره مخ شوي هغه بیانوي
د لید په دې زاویه کې د لوستونکي او راوي تر منځ اړیکه نیغه او صميمانه وي . په دغه انداز کې لوستونکی په دې ذهنیت وي چې راوي ما ته خپل داستان خپله بیانوي او خپله مخامخ راته ناست دی.
کرکټر کښنه (characterization )
په ادبیاتو کې کرکټر له کلمې هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا کوم بل شی چې د حقیقي انسان، حیوان خویونه سره په داستاني ژانر کې ځان راڅر ګندېږي.
جوړښت له مخې کرکټر ډولونه
۱ـ ساده
۲ـ پېچلي
ساده: دې کرکټرونو ته جامد یا ولاړ کرکترونه هم وايي. دا هغه کرکټرونه دي چې ثابت او په یو حالت ولاړ دریځ لري د پېښو او شرایطو لړ کې تغیر نه پکې راځي
پېچلي: هغه کرکټرونه دي چې د شرایطو پر وړاندي بد ليږي را بدليږي ددې ناول کرکټر هم پېچلی کرکټر دی د شرایطو له بدلون سره بدلون کوي
مثلا: جوجووویل :
ستاسو پنځوس ورځې، زموږ یوه ورځ ده زموږ ټول کال، سل ورځې وي.
یودم یې وخندل:
پوښتنه دې ونه کړه چې څنګه؟
تواب غلی و…
خیر، زه به درته ووایم، زموږ ستوری تر ځمکې سل ځله لوی دی،
خو کوچنی لمر لرو، ځکه موستاسو په حساب، ستوری په پنځوسو ورځو کې
یوځل پر خپل محور راګرځي.
تواب ورو وویل:
نوته څوکلن يې؟
په خپل حساب لس کلن، خو ستاسو په حساب سلو ته رسېږم.
نو تاسو څو کاله عمر کوئ؟
موږ ناروغي نه لرو، هر یو مو سل کاله چې ستاسو زر کاله کېږي عمر کوي.
اوبیا؟
چې وخت مو پوره شو، په خپله اور اخلو.
نو زه څه مرسته درسره کولای شم؟
بس ډیر دې نه پاذابوم، کله کله مالومات راکوه!…
تلو سه:
تلوسه، تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي.
په بل عبارت ؛ تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نا رامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پو ښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون ومومي .
ادبپوهاند زیاتوي؛ یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنګ پيکه نه شي.
بېلکه:
کړپ شو، هلک پر خپل سر کمپله ورکش کړه، دکمپلې تر چو لې يې وروکتل ، له سپېنو خیرنو پایڅو تورې ډنکرې پښې روتلې وې.
ژر يې مخ لوڅ کړ، موريې په کاچوغه کې دوا اچوله.
تواب په بېړه وویل :مالټې.
غولي ته يې وکتل ، هيڅ هم نه وه ښځې وویل: ترتا مې ځار کې مالټو ته دي زړه شوی ؟ د تواب سترګې رډې راختلې وې.
ښځې دهغه پر تندي لاس کېښود ورو وویل:
په دې څوړمو نې (پسرلي) کې مالټې له کومه شوې تواب غولي ته کتل…
صحنه او منظر کشي
هر داستان د صحنو ټولکه وي. که یو داستان له دیوال سره تشبیه کړو، نو صحنې له هغو خښتو سره تشبیه کولای شو چې همدا دېوال ورنه رغېد لی دی.
په داستان کې صحنې دری ډوله دې
طبیعي، ټولنیزې او خیالي.
په دې ناول کې طبیعی منظر ه کشې ،
بېلکه
د ټوپک ډز شو، يوه پختکه راغله، د تواب پښوته نږدې په راشنو پیازو کې ولوېده
جوجو په غوسه وویل: داچا ووېشته؟
تواب مخامخ ګوته ونېوله، دچنار له ګڼوونو یو ځوان راووت، ښکاري ټوپک يې
په لاس کې و، یوې بلې خواته يې کتل.
د پیازو په شنو ډکو کې سپنه رڼا راتاو شوه پختکې ټوپ کړل، جوجو تر جوړ وزر ونيوله، دپختکې پرمات وزر يې له روڼ پلا ستک جوړلاس تیرکړ، وېنه وېنه ودرېده.
په داستان کې د صحنو انځورول ځکه مهم دی، چې:
بیان د سړي له حا فظې وځې، خو تصویرونه په ذهن سوری پرېردي او تر ډېر وخته
ژوندي وي.
ډیالوګ(dialogue)
ډیالوګ ترډېره د ډراماتيک ادب ځانکړنه ده، خو په ناول کې يو مهم عنصر بلل کېږي.
(ډیالوګ د کرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کېږي یا به له ځانه سره غږېږي اویا له نورو سره.)
دیالوګ ارزښت، په دې کې دی چې لوستونکو ته د کرکټر ژوند نشي روښانه کيدای، څو چې دهغو خبرې وانه وري.
د ډیالوګ بېلګه: ښځه کوټې ته ننوته. بوډا وخندل: بکس دې دعطا ګې زوی راووړ،
ویل يې چې په خاورو کې درنه پاتې و، تواب غلی و. بوډا وویل: له چاسره خو به دي
نه وي خوړلي؟ هلک د(نه) په بڼه سر و ښوراوه ښځې وویل: ه!
تواب ورو کتل مور يې بکس ورته نيولی و. ورو ولاړ شو. بوډا وخندل: چيرته؟
ځم کورنۍ وظيفه مي نه ده ليکلي.
بله بېلګه
د تواب اوږه درنه شوه. جوجو وویل: ولې؟
تواب په خبره کې ورولوېد:
نه پو هېږم.
نيکه وخندل:
یاره عبدالرحیمه، نر کار دې کړی، زمری يې،زمری.
مېلمه په خوند وویل: اوس به ګلاب شاه ته مالومه شوې وې چې بدې څه ته وايې!
نېکه په خبره کې ور ولویده: ګلاب شاه دې ونه موند؟
نه په خدای، چا ویل چې ایران ته تښتېدلی. بس، په کومه ورځ چې يې زما ورور را وویشت، له هماغه ساته ورک دی. خو ښه شو، ما يې هم د ورور ستونی ور پرې کړ، خلاص په خلاص. د نېکه خندا پورته شوه: یاره عبدالر حیمه زمری يې زمری.
جوجو وویل: زمری څه ته وايې ؟ تواب وویل: یو حیوان دی.
لیکوال رحمان الدین(دانش)