
جنيتيک (enetic) او تاریخ یې
جنيتيک (enetic)
د وراثت علم له والدينو څخه راتلونکي نسل ته د خواصو له لېږد او څرنګوالي څخه بحث کوي. يا په بل عبارت دا پوهه له يوې حجرې څخه بلې حجرې ته د والدينو څخه نوی نسل يا له يو نسل څخه بل نسل ته د بيولوژيکي معلوماتو له لېږدونې څخه عبارت دی. هغه ورته والی او توپيرونه چې د والدينو او اولاد ترمنځه شته، منشاء ې ارثي مواد دي، چې جنتيک دا مطلبښه واضح کوي.
د جنتيک علم د بيولوژي يوه څانګه ده. زياتره خلک د علم پر اصلي موضوعاتو باندې پوهېږي او پوهان له دې اصولو څخه ګټه اخلي. ددې علم د موجوده قوانينو او مفاهيمو په وسيله کولی شو چې د دوو ژونديو موجوداتو په ورته والي او توپيرونو وپوهېږو، چې څنګه او ولې په حيواناتو او نباتاتو کې دارنګه ورته والی او توپيرونه منځته راغلي دي.
د جنيتيک تاريخ
انسانانو تقريباً لس زره کاله پخوا د نباتاتو او حيواناتو په اهلي کېدو او روزنه پيل کړی دی. هغوی د نباتاتو ډولونه کرل او وحشي حيوانات ې اهلي کول. بشر له پخوا څخه د حيواناتو او نباتاتو دښه نسل د لاسته راوړلو لپاره کوښښونه کړي دي. ددې کوښښونو په نتيجه کې د وخت په تېرېدو سره د انسانانو له اړتيا سره سم د حيواناتو او نباتاتوښه نسلونه منځته راغلي دي.مث ًلا:دغنمونننيبوټيزياتشمېردانېتوليدوي.دغوښواوشېدو ورکوونکو غوا-انوښه ډولونه منځته راغلي دي. همدارنګه له دې پوهې څخه د ناروغيو د درملنې او د نوو درملونو په توليد او نورو برخو کې کار اخېستل شوی دی.
بيولوژي ډېر پخوانی علم دی چې بشر هغې ته پاملرنه کړې ده، خو د يوې پړېۍ په شاوخوا کې دا علم نوي پړاو ته ننوت. دا نوی پړاو نن د جنتيک په نامه يادېږي، چې يو نوی انقلاب ې په بيولوژي کې رامنځته کړ. په اتلسمه پړېۍ کې يو شمېر پوهانو کوښ( وکړ. له يو نسل څخه بل نسل ته د ارثي مشخصاتو لېږد ترڅړېنې لاندې ونيسي، خو په دوو عمده دليلونو له يوې خوا د مناسبو ځانګړتياوو د انتخاب نه موجوديت او له بلې خو په جنتيک کې د بشپړو معلوماتو نه درلودل وو.
لومړنی شخص چې ې وکړای شو د ارثي خواصو په لېږد باندې حاکم قوانين وپېژني، اتريشي راهب، -ريګور مندل و چې په 1866 م. کال کې ې دغه قوانين چې د مشنګ پر بوټي باندې د تجربو حاصل وو، وړاندې کړل.
زياتره وختونه په ښو مفکورو يا څوک پوهېدلی نه شو يا ورڅخه په ځينو دلايلو سترګې پټېدلې. د مندل په نظرياتو باندې د هغه له مرګ څخه شل کاله وروسته خلک پوه شول. د مندل لاسته راوړنو د جنتيک پوهې لپاره لاره هواره کړه. د جنتيک علم يو ځوان د ودې په حالت کې علم دی او هره ورځ ې يو موضوع د انسانانو لپاره واضح کېږي.
اضافې معلومات:
د جنتيک د علم پلار ګريګور مندل (1822-1884م) اتريشي راهب وو، چې بيولوژي او رياضي ې د ويانا په پوهنتون کې لوستي. هغه د مشنګ بوټي د کليسا په انګړ کې وکرل او د احتمالاتو له قوانينو څخه په ګټه اخېستنې سره ې خپلې څړېنې مخ په وړاندې بوتلې. هغه د خپلو اته کلنو تجربو او څړېنو پايلې په 1866 م کال کې د ساينس پوهانو ډلې ته وړاندې کړلې. له بده مرغه د هغه وخت علمي ټولنې د هغه کشفياتو ته دومره ارزښت ورنه کړ او د مندل د کار نتيجې ې هېرې کړې.
په 1900 م کال کې د مندل په واسطه وړاندې شوي قوانين د هګوديورس، شرماک او کورنز نوی کشف ددې لامل شو چې د مندل نظريات د قبول وړ وګرځېدل.