جراحي عمليات او د روژې مسایل

له دماغ يا خيټې پرته د انسان د بدن د نورو غړو په عمليات کولو سره روژه نه ماتيږي. (۱)

دغه راز د هغه اندامونو په اپرېشن سره هم روژه نه ماتيږي چې معدې يا دماغ ته قدرتي سوري (منفذونه) ونه لري. (۲)

او که د دماغ يا معدې عمليات يې په داسې ډول وکړل چې يواځې څه يې ورڅخه ووېستل او څه يې ور داخل نه کړل، بيا هم روژه نه ماتيږي. (۳)

او که د عمليات په وخت کې په دماغو يا معده کې دننه درمل وکاروي او يا مصنوعي غړی ولګوي، روژه پرې ماتيږي. (۴)

دغه راز که د معدې د عمليات پر وخت د معدې کومه برخه بهر را ووېستل شي او بېرته په خپل ځای ولګول شي، روژه پرې فاسديږي. (۵)

که څوک په نس کې په مرمۍ ولګيږي او مرمۍ هلته پاتې شي، روژه يې ماتيږي او يوازې قضا به يې راګرځوي.  (۶) 


۱- رد المختار ۲/۳۹۵
۲- شامي ۲/۴۰۲
۳- رد المختار ۲/۴۱۴
۴- شامي ۲/۴۰۲
۵- الفتاوی العالمګیریة‌‌ ۱/۲۰۴
۶- الدر المختار ۳/۴۲۳

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب