جبران خليل جبران

د اروپا او منځني ختيځ پرادبياتو اغېزناک ليکوال

ګل رحمن رحماني

جبران خليل جبرانجبران خليل جبران د ۱۸۸۳ زيږديز کال د جنوري په شپږمه د لبنان په شمالي غرنۍ  او ښکلې سیمه (البشري ) کې نړۍ ته د (ماروني) په نوم مسيحي کورنۍ کې سترګې وغړولې ، چې په خليل جبران سره مشهوره وه .

دهغه مور کامله رحمه نومېده ، په هنر او انځور ګرۍ کې يې لوی لاس درلود . دوو خاوندانو یې لاره بېله کړې وه او د جبران  پلار خليل جبران دهغې درېيم خاوند و .

دجبران پلار يو مست او بې مسووليته انسان و ، چې ټوله  کورنۍ يې خپله په لوی لاس ،دستونزو ګردابونو ته ورټېل وهلې وه ، ده يو بل ورور هم لرلو ، چې پیتر نومېده او شپږ کاله له ده نه مشر و ،د ماريانه او سلطانه په نوم یې تر ده دوې کشرانې خويندې وې ، چې ټول ژوند یې یو له بل سره تړلی و.

دجبران ژوند له ډېرو لوړو ژور او ستونزو ډک دی او په يوه اغزن چارپيريال کې رالوی شوی دی .دی له رسمي زده کړو پاتې شو او په يوه لرې پراته کلي کې ديوه کشیش سره اوسېده ، له دغه کشیش سره یې منظمې لیدنې کتنې درلودې ، د مذهب اصول ، انجيل ، سوري او عربي ژبې یې ترې زده کړې .

جبران خليل جبران 1898دی لا اته کلن و ، چې پلار یې جبران خليل د مالياتو د نه ورکړې په سبب په زندان کې ولوېد او عثماني حکومت یې ټوله شتمني ترې واخیسته ، له خپل هېواد نه یې کډوالۍ ته مجبور کړ ، چې بالاخره دهغه مور مجبوره شوه ، څو خپل اولادونه او کورنۍ امريکا ته بوزي .

دامريکا په لور :

همغه و چې د ۱۸۹۵ کال دجون په میاشت کې چې جبران لا دوولس کلن و له مور ، ورور او دوو خويندو سره یې له خپل پلارني وطن لبنان نه مخه ښه وکړه ، هلته لرې دامريکا په باسټن کې یې ژوند پیل کړ.

دده بد خویه پلار چې په همغه مهال له زندان نه خوشی شوی و ، ددغه سفر سره مخالفت درلود او نه یې غوښتل ، چې کورنۍ يې امريکا ته لاړه شي .همغه و چې له کورنۍ نه يوازې په لبنان کې پاتې شو .

جبران په باسټن کې ښوونځي ته لاړ او ډېر زر يې خپله پوهه او ذکاوت څرګند کړ ، هلته يې په دوولس کلنۍ  دانګليسي ژبې په زده کړه پیل وکړ .

د ۱۸۹۶ کال په وروستيو کې د باسټن هنري مرکز بنسټګر دينوسن هاوس دخپل يوه ملګري په مرسته له جبران سره آشنا شو او له هغه یې وغوښتل ، چې دده  هنري مرکز ته ور شامل شي .جبران یې خبره ومنله ،خو يو کال وروسته هلته زړه تنګی او خپل ټاټوبي ته راستون شو ، څو په عربي ژبه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ، دی هلته يوې مدرسې ته لاړ، داخلاقو او مذهب په زده کړه يې پیل وکړ .

جبران په امريکا کې انځورګرۍ ته مخه کړه او په ۱۹۰۸ کال کې يې په پاریس کې فرهنګي کړيو او محفلونو کې ګډون وکړ او د (اګوست رودن) تر روزنه لاندې یې درسونه وویل ، رودن ان هغه مهال دجبران لپاره ديو  ښه  او ځلانده راتلونکې وړاندوينه کړې وه .

که څه هم ګڼې ښځې دهغه ژوند ته راغلې ، خو تر ټولو نه دمهمې هسکل  او شارلوت تيلر نوم اخيستلای شو ، دغه دوې ښځې په ځانګړي ډول (هسکل )شايد له هغه مهمو ښځو نه وي ،چې دجبران په ژوند کې یې مهم رول درلود او دهغه دفرهنګي ، هنري او حتی اقتصادي ژوند ګڼې چارې یې مخ ته وړي دي .

جبران په ۱۸۹۸ زيږديز کال کې بېروت ته راستون شو او د (  مدرسه الحکمه ) په نامه مدرسې ته ولاړ ، ده په دغه دوره کې انجيل په عربي ژبه ولوست  او دخپل نږدې ملګري يوسف حواييک  سره په ګډه يې د (المنار) په نوم خپرونه پیل  کړه ، چې ددواړو لیکنې او دجبران نقاشۍ يې خپرولې .

دی په نولس کلنۍ کې يو ځل بیا باسټن ته روان شو او دا ځل نو ناڅاپه  له (جوزفين پی بادي ) نومې نجلۍ سره دهغه داړيکو کیسې هم خورې شوې ، دغه نجلۍ په پوهه ، هنر او فرهنګي ذوق سمبال نجلۍ وه او له زړه نه یې ورسره عاطفي پیوند واخیست .خو دا هغه مهال و، چې دده مور، خور او ورور د سل (توبرکلوز) ناروغۍ په سبب له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .

ماری هسکل دباسټن دښوونځیو مديره وه ،چې دجبران دساتنې او روزنې مسووليت يې په غاړه واخيست او دی یې دويم ځل ښوونځي ته روان کړ .

لومړۍ خپرې شوې لیکنې :

جبران هماغه دځوانۍ له مهاله دشعر ، هنر او ليکوالۍ ډګر ته راوتی و ، په پنځلس کلنۍ کې د الحقیقه په نوم مهالنۍ خپرونې مدير شو او په شپاړلس کلنۍ کې یې لومړۍ سندره  د (جبل) په نوم ورځپاڼه کې خپره شوه او په اولس کلنۍ کې یې دخپل نقاشي هنر په مرسته د څو پوهانو لکه عطار ، ابن سینا ، ابن خلدون او نورو لیکوالو او حکميانو څېرې وکښلې .

دی دخپلو رسمي زده کړو له پای ته رسولو نه وروسته دنقاشۍ په برخه کې دخپلو زده کړو دبشپړولو لپاره پاريس ته لاړ او په فرانسه کې یې دخپل دوه کلن ژوند په جریان کې دنقاشۍ دبېلابېلو هنرونو له مکتبونو سره اشنايي پیدا کړه او د( الارواح المتمرده) يا سرکښې اروا په نوم کتاب يې وليکه چې له بیروت نه خپور شو .

جبران په ۱۹۰۵ زيږديز کال کې دخپلو ليکنو يو غورچان ،چې دموسیقۍ په اړه يې کړې وې ،په (المهاجير) ورځپاڼه کې خپرې کړې او له دې نه وروسته يې دخپلو ليکلو سندرو يوه برخه په عربه ژبه په ( ژړا ، خندا او توپانونه ) کتاب کې خپرې کړې ، چې دا کتاب بيا انګلیسي ژبې ته د (خوب ، توپان او محبوب ) په نامه وژباړل شو .

جبران دخپلو لنډو داستانونو لومړۍ ټولګه په ۱۹۰۶ کال کې د “spirit Brides” يا ددښتې ناوې ګانې په نامه خپره کړه او له دې نه يو کال وروسته یې بیا ددغه ټولګې دويم ټوک د “spirits Rebellious” په نامه خپور کړ، چې دلوستونکو له تاوده هر کلي سره مخ شوه .دی په همدې مهال په پاریس کې دنقاشۍ دزده کړې سره لېونۍ مينه کې ډوب و او په فرانسه کې دڅو کلنو زده کړو نه وروسته  بېرته باسټن  ته راستون شو .

جبران په پنځه دېرش کلنۍ کې په انګلیسي ژبه خپل لومړی کتاب The mad man ياني لېونی سړی پای ته ورساوه او دده د مينه والو لاس ته ورسېد.

هغه وخت چې دخپلې خور ، ورور او د مور د ناروغۍ نه خبر شو، خپل وطن ته راستون شو او په خپل وطن کې له دوو کلونو تېرولو وروسته، د نقاشۍ سره لېونۍ مینې بېرته د پاريس په لور تګ ته اړ کړ، څو د هغه ټاټوبي له هنرمندانو په ځانګړي ډول له رودن نه د انځورګړۍ لطیفه فون او نور تخنيکونه زده کړي.

رودن چې دجبران په وجود کې د سرود او نقاشۍ پیاوړی ځواک حس کړ؛ نو ده ته يې د اتلسمې پېړۍ انګلیسي نقاش ويليام بليک ور ياد کړ، له هغه سره اشنا شو او په جبران يې (دپېړۍ ويليام بلیک) نوم کېښود .

دا ځل په دغه سفر کې جبران د روستاند ، دبوسی او مترلينګ په نامه لويو پوهانو سره اشنا شو ، د هغوی له ذوق او اندونو یې پوره ګټه واخیسته .

امريکا ته دويم سفر :

جبران په ۱۹۱۰ زيږديز کال کې یو ځل بیا امريکا ته لاړ او د نيويارک ښار په لسمه کوڅه کې يې  يو دفتر پرانست ، چې دکلونو کلونو لپاره دليکوالو ، دده دعرب ملګرو هنرمندانو او امريکايي مینه والو د راټولېدو او مجلسونو ښه ځای و .

ده په امريکا کې ددغه یو ویشت کلن ژوند په بهير کې دخپل ژوند تر ټولو غښتلې او پخې سندرې او نقاشۍ وپنځولې او نړيوالو ته يې دکتابونو او بېلا بېلو نندارتونونو په بڼه وړاندې کړې ، چې دی یې په خورا کم وخت کې دشهرت اوج ته ورساوه .

ده په دغه کلونو کې د ( دخيال ها خوا ) ټولګه  خپره کړه او په ۱۹۱۲ زيږديز کال کې یې دمينې په اړه تر ټولو لوړ داستان ( مات وزرونه ) په عربي ژبه له نيويارک نه خپور کړ .

خو ددې ټولو لیکنو او هنري هڅو سره سره  لا جبران په ټولنه کې ديوه اغېزمن ليکوال په توګه خپل موقعيت او مقام نه و موندلی ؛ تر څو چې په ۱۹۲۳ کال کې د ( پیغمبر ) کتاب په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې دشهرت لوړو پوړيو ته ورسيد ، دلته يې خپل هنري او ادبي موقف تر لاسه کړ .

دمېرمن هسکل او جبران بېلتون :

په همدې کال کې مېرمن مری هسکل ،چې له جبران سره يې ژور عاطفي تړاو درلود ، له ده څخه دامريکا دجورجیا په لور سفر وکړ ، څو په بشپړه توګه دجبران له ژوند نه ووځي ، وروسته له دې نه دخلیل جبران نوم په ټوله نړۍ کې وپېژندل شو، دشهرت اوازې يې خورې شوې  او ليکنو يې همغسې دوام درلود .

دجبران خپاره شوي اثار :

له جبران نه په انګليسي او عربي ژبو کې شپاړلس کتابونه راپاتي دي ، چې دخپرنيز کال په ترتیب په لاندې ډول دي :

الف – په عربي ژبه :

۱. موسیقي (۱۹۰۵ز.)

۲. ددښت  ناوې ګانې  (۱۹۰۶ز.)

۳. سر کښه اروا  (۱۹۰۸ز.)

۴. اوښکې او موسکا

۵. مات وزرونه

۶. کاروانونه او توپانونه

۷. تازه خبرې او تازه ټکي

ب – په انګلیسي ژبه

۸. لېونی

۹. ليکونه

۱۰. شګې او ځګونه

۱۱. مخکښ

۱۲. دځمکې خدايان

۱۳. سرگردان

۱۴. مسیح، دانسان زوی

۱۵. پیغمبر

۱۶. د پيغمبر بڼ

دغه ستر ليکوال په ۱۹۳۱کې د ۴۸ کلنۍ په عمر له نړۍ نه سترګې پټې کړې ، دی په امريکا کې دسرطان ناروغۍ له امله ومړ او جسد یې په يوه بېړۍ کې دهغه دوصیت سره سم پلارني هېواد لبنان ته راوړل شو او دخپل مينه ناک ټاټوبي د البشرې کلي په ګلورينو غونډیو کې خاورو ته وسپارل شو .خو ليکنې يې تر ننه په سراسر نړۍ کې د اوچت شعر ، فلسفي ، حکومت او هنر ميننانو ته په ميراث ورپاتې دي .

ده ته د اروپا او منځني ختيځ په ادبياتو او شعر ديوه اغېزمن ليکوال په سترګه کتل کېږي ، دی خپله عيسوی دی او په ماشومتوب کې یې په کلک مذهبي چارپيریال کې ژوند کړی .

دده لیکنې دهغو ټګو مذهبي مشرانو له غندنې ډکې دي ،چې خپل ناوړه کارونه د مذهبي مشرۍ تر چپنه لاندې پټوي ؛ خو يوه ته هم په ذات کې سپکاوی نه کوي .

 

په پای کې هم دهغه دنثر یوه بېلګه  :

دوه قفسونه

زما د پلار په بڼ کې دوه قفسونه وو، د یوه قفس په منځ کې یو زمری و، چې د پلار غلامانو مې د نيننوا له صحراګانو نه راوړی و او په دویم قفس کې د یوه خواږه غږ لرونکی مرغه اوسېده  چې هېڅکله له نغمو ویلو نه ستړی کېده.

الوتونکي به هره ورځ سهار په زمري غږ کاوه او هغه ته به یې په سلام ویلو ویل:

” سهار پخیر زما زنداني ملګریه ! “

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب