توکل کارمان- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

توکل کارمان

اغلې توکل کارمان د ۱۹۷۹م کال د فبرورۍ په ۷ نېټه د یمن هیواد په میخلف ښار کې دې نړۍ ته راغلې ده. د اغلې کارمان پلار د اردن هیواد یو له مشهورو سیاستپوهانو او وکیلانو دی. پلار یې د یمن د اوسني اړدوړي وضعیت نه وړاندې د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح په کابېنه کې د قانون وزیر و. وروسته چې د ولسمشر صالح له یو شمېر داخلي سیاستونو او پالیسیو سره وران شو، نو یې له وزارته هم استعفا ورکړه.

توکل کارمان د یمن د صفا پوهنتون څخه په سیاستپوهنه «پولیټکل سائنس» کې د فراغت سند اخیستی. هغه د درو ماشومانو مور ده. په ۲۰۱۱م کال کې د عرب پسرلي په راتګ سره، چې په ډېرو هیوادونو کې انقلابونه راوستل او له تیونسه نیولې تر یمنه یو په بل پسې واکمن ولسمشران له واکه لیرې او آن ځينې یې د معمر القذافي ، حسني مبارک او دوکتور مرسي په څېر د مرګ او زندان خولې ته وتړل.

په همدې انقلابي شرایطو کې د توکل کارمان ښځینه تحریک په نړیواله کچه مشهور شو. یمنیانو هغې ته په دې ترینګلو حالاتو کې د استقامت او جرأت د ښکاره کولو په خاطر د اوسپنیزې میرمنې (Iron Lady)  او «د ملت مور» لقبونه ورکړل. په لنډ وخت کې يې د علي عبدالله صالح د واکمنۍ پر ضد یو قوي غږ پورته کړ . د حکومت ظالمانه  کړنې او پکې پراخ اداري فساد یې سخت وغانده. هغې د صفا ښار پر واټونو د ښځينه او نارینه محصلینو د لاریونونو ښه رهبري وکړه.

اغلې توکل د نوبل د سولې جایزې په تاریخ کې درېیمه مېرمن او د عربي نړۍ لومړنۍ ښځينه ګټونکې ده. دا د مسلک په لحاظ یوه خبریاله او سیاسي او ټولنیزه فعاله ده. نوموړې د نوبل جایزې له ګټلو وروسته خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې او د یمنۍ مېرمنو د حقونو او پرمختګ لپاره یې لا زیات کار وکړ. هغې په دې وروستیو کې په خپل هیواد «یمن» کې د قطر هیواد په مالي ملاتړ د ښځينه خبریالانو لپاره یوه مرکز هم تاسیس کړ.

توکل کارمان ته په ۲۰۱۱م کال کې د نوبل د سولې جایزه د دوو نورو میرمنو سره یو ځای ورکړل شوه. دوې نورې میرمنې د لایبریا اوسېدونکي وې. دوی درې واړو مېرمنو ته په ټولنه کې د مثبت رول لوبولو، نړۍ کې د سولې د راوستلو لپاره د ښځو د هلو ځلو او دا چې په خپلو ټولنو او هیوادونو کې يې میرمنو ته خدمتونه کړي او د ښځو د حقونو لپاره يې مبارزه کړې، له همدې کبله د نوبل د سولې جایزه ورکول شوه.

د نوبل کمیټي د جایزې د ورکړې پر مهال د دوی دا هڅې او مبارزې وستایلې، په ځانګړې توګه د توکل کارمان په مشرۍ په یمن کې د میرمنو سوله یېز احتجاجونه.  او زیاته یې کړه چې  د دوی دغه خاموشه انقلاب د یمنیو میرمنو لپاره د لارې مشال بل کړ او په ځان باندې يې اعتماد پيدا شو.

نوموړې د نوبل په غونډه کې پر دې ټکي ټینګار وکړ، چې یوازې او یوازې دیموکراسي د عربي نړۍ مزاج او روحیه بدلولای شي. د دې په اند په کومه ټولنه کې چې دیکتاتوري وي ، هلته به سختدريځي هم وي. دې په اسلامي نړۍ د داعش نړیوالې شبکې پر کړنو هم سختې نیوکې وکړې.

ژباړه او لنډیز: فرید احمد وحید

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ