تمباکو په نړۍ کې د کال اووه میلیونه کسان وژني

ملګري ملتونه وایي چې تمباکو د کاله په نړۍ کې اوه میلیونه کسان وژني. دغه سازمان دا هم وايي چې د تمباکو استعمال د هیوادونو اقتصاد ته هم تاوان رسوي.

د مي ۳۱ نیټه د تمباکو د نه استعمال نړیواله ورځ وي. د نړۍ د روغتیا سازمان واېې حکومتونو نه غواړي چې د تمباکو د استعمال خلاف اقدامات وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان تمباکو پراختیا ته تهدید ګني. دغه سازمان وايي چې د دې نه علاوه چې تمباکو هرکال په میلیونو کسان وژني، تمباکو د نړۍ اقتصاد ته ۱.۴ ټرلیونه ډالره تاوان هم رسوي، چې دغه د نړۍ د ناخالصه کورني عایداتو ۱.۸ فیصده تشکیلوي.

انډرو بلک د ملګروملتونو د تمباکو د کنټرول د شعبې سره کار کوي. هغه وايي چې په نړۍ کې په میلیونو کسان داسې دي چې د تمباکو د استعمال نه په راپيدا شوو ناروغیو اخته دي.

انډرو بلک دا هم وايې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د تمباکو د استعمال نه ۸۰ فیصده مرګونه په غریبو او متوسطو هیوادونو کې وي. هغه وویل،،،پیشبنیې کیږي چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د اقتصاد په لحاظ په غریبو او متوسطو هیوادونو کې د تمباکو د استعمال نه د مړو شمیر به دوچنده شي. د تمباکو استعمالول بیا د تمباکو د شرکتونو لخوا تشویقیږي،،

د لومړي ځل لپاره، ډبیلو ایچ او او د پراختیا لپاره د ملګروملتونو سازمان داسې یو رپوټ خپور کړی چې ښيي تمباکو چاپیریال ته تاوان رسوي.

وینایک پرساد، د تمباکو د ختمولو د پروګرام مشر دی. هغه وايي چې د رپوټ نتایج پریشانونکي دي.هغه واېې،،شواهد حیرانونکي دي چې څنګه تمباکو چاپیریال ته ضرر لري او تاوان وررسوي. تمباکو د ځنګلونو د قطع کولو او نورو مشکلاتو سبب ګرځي،،.

د مثال په توګه، رپوټ وايي چې د تمباکو کثافت، یا هغه څه چې د استعمال نه وروسته پاتیږي، څو زره ټنه زهرجن کیمیاوي مواد تولیدوي چې چاپیریال ته تاوان رسوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب