تله کې کمی؛ دا هم غلا ده!

قال الله تبارک و تعالی: ویل للمطففین! افسوس پر کم کوونکو.
کله چې الله ج د کم کارۍ او کم فروشۍ و عاملینو ته د ویل په کلمي خطاب کوي نو عر مسئول، هر کارمند، هر وکیل او هر مشر باید په دي پوه سي چې دا خطاب یوازي دوکاندارانو او تجارانو ته نه دی. دا هر هغه کم کاره او بی پروا انسان ته دی چې له مخلوقه حق پوره غواړي او بیا د مخلوق حق پوره نه ورکوي، کمي او درغلي پکي کوي.

الله ج د ټول انسانیت رب او پالونکی دی او دا خطاب عام دی، هر څوک چې په خپله ورسپارل شوي دندي کې ناغیړي او ټنبلي وکړي ددي مبارک آیه تر مصداق لاندي راتلی شي.

غلا یوازي دا نه ده چې د یو چا د کور پر دیوال یو څوک وخیژي او مالونه یي لوټ کړي،بلکه په خپله وظیفه کې لږ چم او فریب هم غلا ده!

  • کله چې یو ډاکټر د خپل همکار او راډیولوژیست (معایناتو والا) د ګټي لپاره خپل ناخبره مریض استوي چې معاینات وکړي، دا هم غلا ده!!

  • کله چې یو موټروان نابلده مسافر په ښار کې پر یوه کوڅه ګرځوي راګرځوي تر څو دوه برابره کرایه تري واخلي، دا هم غلا ده!

  • کله چې مستري په خپلو لړلو لاسونو او خیرونو جامو ستاسو په موټر ګرځي او د یوه پیچ په تړلو پنځه سوه افغانۍ درنه اخلي، تاسو هم مننه تري کوی او نه پري پوهیږئ، حال داچې مستري ښه پوهیږي چې مزد یې تر سلو روپو زیات نه دی، دا هم غلا ده!

  • کله چې میکانیک ته د برق وسایل راسي او دی پري پوهیږي چې د ۲ دقیقو کار غواړي خو مالک ته یې وایې ماپښین راشه تر څو لږ ډیري روپۍ تري واخلي، دا هم غلا ده!

*کله چې د دولت کارمند په فیسبوک، مسنجر او یا لوبه اخته دی او د فیلمونو په ډانلوډ اخته وي او مراجعینو ته وایې سیستم خراب دی، دا هم غلا ده!!

  • کله چې یو وکیل خلکو ته د خدمت او ریښتین ولۍ قولونه ورکړي، تعهدونه وسپاري او د خدمت په نامه رایه ټوله کړي، او بیا د شخصي ګټو لپاره هڅي کوي، او د ولس بیا تر بل انتخابات پوري هیڅ په مخ نه ورځي، دا هم غلا ده!!

  • کله چې یو ملا امام د خلکو امامت ددي لپاره نیسي چې هغوي ته جماعتونه ورکړي، لارښوونه یې وکړي او اولاد ته یې قرآن ورزده کړي، خو هغه وخت بې ګټي تیروي او میاشته پوره کوي، دا هم غلا ده!!

  • کله چې استاد د مطالعي او آمادګۍ پرته صنف ته ځي او شاګردان یا محصلین په یوه بهانه تر سر تیروي او ساعت پوره کوي، دا هم غلا ده!!

  • کله چې تجار د درمل جوړوني فابریکي ته وایې د واقعي دارو فیصدي کښته کړه، او بیا دا درمل پر ناخبره رنځور په پوره قیمت پلوري دا هم غلا ده!!
    کله چې د کلینیک ډاکټر د کلینیک د ګټي لپاره هر ساده ناروغ ته اپنډیکس وایې او د عملیاتولو هڅه یې کوي، دا هم غلا ده!!

  • کله چې یوه کارخانه د واقعي رُب ګرجي سره په څنګ کې کډوګانو هم وراچوي او بیا د ګرجې رنګ ورکوي، او مخلوق ته یې د سل سلنه ګرجي په توګه ورکوي، دا هم غلا ده!

  • کله چې په ګمرک کې د بهداشت او ثبت استندرد مأمورین په تجارتي توکو کې ډول ډول درغلي ګوري او سترګي پري پټوي، دا هم غلا ده!

غلا یوازي دا نه ده چې د یو چا له جیب نه شي پورته کړي، د چا کورته واوړي، او یا لویه لار ونیسي، غله تل پټ نه ګرځي او تل ناولي او لړلي جامي نه اغوندي.

داسي هم کیدلای سي چې له غله څخه دي د بهترینو عطرو بوي ولاړسي، د جرمني او کاناډا مارک ښکلي دریشي او نیکټایی یي هم وهلي وي، د وطن او ولس سره د میني او ژمنتیا غټي خبري هم وکړي، د ملي سرود د ژغیدا پر وخت دواړه لاسونه پر سینه ولګوي، پر فیسبوک پروفایل د یوه، زړه سوانده مشر، مخلص وطندوست او ریښتیني فیلسوف په اندازه ښکلي پوسټونه وکړي، د مشرانو خبري ولیکي او په زرګونو لایکونه واخلي، خو د خلکو مال، آبرو او عزت غلا کړي!! ددغه غلو خطر د هغه غلو په پرتله ډیر زیات دی چې هر څوک یې له چهري له ورایه پیژني.

نو پام مو وي چې هسي نه په نا خبرۍ کې موږ تاسو هم ددغسي غلو په کتار کې راشو او د ویل للمطففین تر ستونزمن او غمجن سیوري لاندي شو!!
والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب