تر څو به تړلي عقلونه ګرځو؟!

د عراق مشهور شاعر العتابي (كُلثوم بن عمرو )، (مړ: 220هـ)

یوه ورځ د بغداد بازار کې روان و او ډوډۍ یې خوړله، یو ملګری یې په مخه ورغی، ول د دومره خلکو منځ کې روان او ډوډۍ خورې؟! عتابي ورته موسکی شو ورته کړه یې: دا خلک دي؟! دا ټول غواوې دي! ملګري یې ورته وویل: داسې مه وایه، دا کبرجنه خبر ده، عتابي ورته وویل: چې نه یې منې راځه درته ثابته یې کړم.

عتابي خورا تکړه شاعر او ژبور ویاند و، د بازار منځ کې یوه لوړ ځای ته وخوت، خلکو ته یې غږ کړ: وه خلکو! راشئ، حدیث درته بیان کړم، له یوه بل لوري خلک پرې راټول شول او دی ورته لګیا شو، مختلف حدیثونه یې ورته بیان کړل، خلک یې له خبرو زیات متأثر شول، اخیر یې ورته وویل: یوه حدیث کې راغلي: څوک چې ژبه خپلو سپوږمو ته ورسوي؛ هغه به جنت ته داخليږي .. دې وخت کې ده خبرې ودرولې، چې خلکو ته یې کتل تول لګیا دي ژبې یې را ایستلې او هر یو کوښښ کوي (د غوا په څېر) چې خپلې پوزې ته یې ورسوي! عجیبه د خندا حالت و، دې وخت کې عتابي خپل ملګري ته وویل: ما نه درته ویل چې دا ټول غواوې دي. فوات الوفيات لابن شاكر الكتبي

عقل

د عتابي شاعر دا کیسه زموږ لپاره خورا زیات او مهم پندونه او عبرتونه لري، زموږ ټولنه کې په کوډګرو او نورو د دین په نوم تجارانو زموږ ځای نه کیږي، په قاتلانو او جګړه مارانو پسې لښکرې روانې دي، په دروغژنو سیاستوالو پسې مخلوقات روان وي، د دا ډول ټګانو یا هر چا له خولې نه چې هر څومره احمقانه او نامعقوله خبره واورو بیا مو منلې وي او ډنډوره یې کړو، اخیر دا خدای راکړی د عقل ستر نعمت به همداسې تړلی ترقبرونو رسوو؟! نن د عقل خاوندان اسمانونو سره خبرې کوي، خو موږ لا د ټماټر، هندوانو او .. تر منځه غرایب را اوباسو او وازې خولې ورته ګورو! د کوډګرو چټيات مو د مجلسونو ګرمه موضوع وي، د دروغژنو سیاستوالو په سر د یوه بل ګریوان ته لاسونه غځوو او داسې نور.
اخیر تر څو به داسې تړلې عقلونه ګرځو؟!

حامد افغان

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب