تر داره درسره یم ـ شعر

دتورې شپې له غیږې ترسهار درسره یم

قیامت ته به ملګري یو ترداره درسره یم

 

شیبې دانقلاب دي لاس زما په لاس کې کیږده

ډاډه ډاډه درځه طالبه یاره درسره یم

 

که هرڅومره اوږدیږي خاطرې دې نه درنیږي

دمینې لیونی یم انتظاره درسره یم

 

زما مظلوم مظلوم دفلسطین په څیر هیواده

بس مرم که پاته کیږمه بې خاره درسره یم

 

عقبا کې به دې خدای ته پیشوم په چیغو چیغو

د زړه په سر مې ښه ښکارې پرهاره درسره یم

 

جانانه دټکور په زخمي لپو کې دعا یې

د ستړي او غمجن اولس سالاره درسره یم

ټکور

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب