تراویح څو رکعته دی؟

شل رکعته تراویح؟

۱- عن عروة أن عائشة رضي الله عنها أخبرته :

أن رسول الله صلى الله عليه و سلم خرج ليلة من جوف الليل ،فصلى في المسجد ، و صلى رجال بصلاته، فأصبح الناس ، فتحدثوا ، فاجتمع أكثر منهم ، فصلوا معه ،فأصبح الناس فتحدثوا ، فكثر أهل المسجد من الليلة الثالثة ، فخرج رسول الله صلى الله عليه و سلم ، فصلى فصلوا بصلاته ، فلما كانت الليلة الرابعة ،عجز المسجد عن أهله، حتى خرج لصلاة الصبح ، فلما قضى الفجر ، أقبل على الناس فتشهد ثم قال : أما بعد فإنه لم يخف علي مكانكم ، و لكني خشيت ،أن تفرض عليكم ، (فتعجزوا عنها ) . فتوفي رسول الله صلى الله عليه و سلم و الأمر على ذلك . ( بخاري )

۱- له عُرْوَه بن زبير رضي الله عنه څخه روايت دی چې :

د مسلمانانو مور عايشې رضي الله عنها ورته ويلي وو چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې په مياشت کې نيمه شپه له کور څخه مسجد ته اووتلو ، هغلته يې ( نفل د تراويح ) لمونځ وکړو ، نور سړي هم ورپسې ودرېدل ، سهار ته خلکويو بل سره خبر کړو ، سبا بېګا ته لدې نه ډېر خلک را ټول شوي وو او په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې يې بيا ( تراويح ) لمونځ وکړو ، سهار ته بيا خلکو يو بل سره خبر کړل ، په درېمه شپه خلک ډېر زيات شول ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ور او وتلو هغوی ( تراويح ) لمونځ ورپسې وکړو ، چې څلورمه شپه شوله نو په مسجد کې خلک نه ځايېدل ، ( خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار تر لمانځه پورې را ونه وتلو ) د سهار لمانځه ته را او وتلو ، چې د سهار لمونځ يې ختم کړو نو خلکو ته يې مخ ور وګرځولو د شهادت له کلمې څخه وروسته يې او فرمايل چې : امابعد : ما تاسو ليدلئ ، ليکن زما سره دا وېره وه چې په تاسو به فرض شي بيا به يې نشئ کولئ ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ، تراويح لا همداسې بې له جَمْعې څخه کېدلې ( بخاري )

۲-عن عائشة رضي الله عنها قالت :

إن كان رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدع العمل وهو يحب أن يعمل به خشية أن يعمل به الناس فيفرض عليهم . ( البخاري و مسلم )

۲-عايشه رضي الله عنها فرمايي چې :

بې شکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به يو کار پرېښودلو حال دا چې دا به يې خوښېدله چې عمل پرې وکړي ، خو وېرېدلو به چې که خلک عمل پرې وکړي نو بيا به ( د الله له لوري حکم راشي او ) په خلکو باندې فرض شي . ( بخاري )

۳-عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ :

كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُرَغِّبُ فِى قِيَامِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَهُمْ فِيهِ بِعَزِيمَةٍ فَيَقُولُ : مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ . فَتُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ ، ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِى خِلاَفَةِ أَبِى بَكْرٍ وَ صَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ عَلَى ذَلِكَ .( مسلم ، بخاري )

۳-له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت چې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته د ( قيام ) تراويحو د لمانځه ترغيب ورکولو بې له دې چې ( د فرضو په څېر ) سخت حکم ورته وکړي ، بيا به يې فرمايل چې : څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام (تراويح ) په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي ، بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات پورې همداسې بې له جَمعې څخه تراوېح کېدلې ، د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې هم همداسې وې ، د عمر د خلافت په اول سر کې هم همداسې . ( مسلم ، بخاري ، ترمذي )

۴- عن عبد الرحمن بن عبدٍ اَلقاري أنه قال :

خرجت مع عمر بن الخطاب رضي الله عنه ليلة في رمضان إلى المسجد فإذا الناس أوزاع متفرقون يصلي الرجل لنفسه ويصلي الرجل فيصلي بصلاته الرهط فقال عمر إني أرى لو جمعت هؤلاء على قارئ واحد لكان أمثل ، ثم عزم فجمعهم على أبي بن كعب ثم خرجت معه ليلة أخرى و الناس يصلون بصلاة قارئهم قال عمر نعم البدعة هذه و التي ينامون عنها أفضل من التي يقومون يريد آخر الليل وكان الناس يقومون أوله ( البخاري )

۴ – له عبد الرحمن بن عبدٍ اَلقاري رضي الله عنه څخه روايت دی چې :

د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې زه د روژې په شپو کې يوه شپه له حضرت عمر رضي الله عنه سره مسجد ته لاړم ، خلک ډلې ډلې بېل بېل ولاړ وو ، یو کس يواځې لمونځ کولو ، بل کس به بل ځای کې ولاړ وو او د خلکو يو ټولي به هم لمونځ ورپسې کولو ، عمر رضي الله عنه اوفرمايل چې : زه وايم چې دا خلک که په يو قاري باندې يو ځای را ټول کړم ، نو ډېر ښه کار به وشي ، بيا يې کلک عزم وکړو او ټول خلک يې په اُبَیْ بن کعب باندې را ټول کړل ، ( يعنې اوس يواځې اُبَیْ بن کعب د امامت لپاره مخکې کېدلو او ټول مسلمانان به ور پسې شاته ولاړ وو ) بيا زه بله شپه هم مسجد ته ورسره راغلم ، ټولو خلکو په خپل قاري ( امام ) پسې لمونځ کولو ، عمر رضي الله عنه ( چې ټول خلک په يوه امام پسې وليدل ) نو ويې فرمايل : دا ډېر ښه نوی کار دی .او دوی چې د شپې په کومه برخه کې ويده کېږي هغه له هغې برخې څخه غوره ده په کومه کې چې دوی ولاړ وي لمونځ کوي ، يعنې د شپې آخري برخه ، ځکه چې خلک د شپې په اوله برخه کې ودرېدل لمونځ يې کولو . ( بخاري )

۵- قال ابن کثير : قال ابن جرير و الواقدي :

في سنة أربع عشرة جمع عمر بن الخطاب الناس على أبي بن كعب في التراويح ، و ذلك في شهر رمضان منها ، وكتب إلى سائر الأمصار يأمرهم بالاجتماع في قيام شهر رمضان . ( البداية و النهاية : ۷ / ۵۲ , دار الكتب العلمية بيروت )

۵-ابن کثير رحمة الله عليه فرمايي چې :

ابن جرير او واقدي ويلي چې : په ۱۴ هـ ق کې عمر بن خطاب رضي الله عنه د روژې په تراويح کې ټول خلک په اُبی بن کعب پسې را ټول کړل ، او ټولو ښارونو ته يې دا فرمان ولېږلو چې ټول دې په روژه کې په يوه امام پسې را ټولېږي . (البداية و النهاية : ۷ / ۵۲ )

۶-عن السائب بن يزيد قال:

كنا ننصرف من القيام على عهد عمر وقد دنا فروع الفجر وكان القيام على عهد عمر ثلاثة وعشرين ركعة ( مصنف ابن أبي شيبة , كتاب الصلاة , باب قيام رمضان )

۶-له سائب بن يزيد څخه روايت دی چې :

د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کې به چې مونږه له تراويحو څخه خلاص شولو نو سهار به نږدې وو ، د هغه په زمانه کې به ۲۳ رکعته تراويح کېدلې . (ابن أبي شيبة )

۷-عَنْ يَزِيدَ بْنِ خُصَيْفَةَ عَنِ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ قَالَ :

كَانُوا يَقُومُونَ عَلَى عَهْدِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فِى شَهْرِ رَمَضَانَ بِعِشْرِينَ رَكْعَةً – قَالَ – وَكَانُوا يَقْرَءُونَ بِالْمِئِينِ ، وَكَانُوا يَتَوَكَّئُونَ عَلَى عُصِيِّهِمْ فِى عَهْدِ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ مِنْ شِدَّةِ الْقِيَامِ . ( السنن الکبری للبیهقي ، کتاب الصلاة ، باب ما روي في عدد رکعات القيام )

۷- یزيد بن حُصَیْفه له سائب بن يزيد څخه روايت کوي چې:

د عمر رضي الله عنه په زمانه کې به خلکو شل رکعته تراويح کولې ، او د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې به د ډېر اوږد قيام له امله خلکو په خپلو همسا ګانو تکيه کوله . ( السنن الکبری للبيهقي )

فائده :

همدا د شلو رکعته تراوېحو عمل تر اوسه پورې د عامو مسلمانانو په مسجدونو او حرمينو کې پاتې دی ، د ۱۱ رکعتونو کوم روايت چې دی د هغې په هکله امام بيهقي د همدې باب په پای کې فرمايي چې : وَيُمْكِنُ الْجَمْعُ بَيْنَ الرِّوَايَتَيْنِ ، فَإِنَّهُمْ كَانُوا يَقُومُونَ بِإِحْدَى عَشْرَةَ ، ثُمَّ كَانُوا يَقُومُونَ بِعِشْرِينَ وَيُوتِرُونَ بِثَلاَثٍ ، وَاللَّهُ أَعْلَمُ . د دواړو روايتونو په منځ کې تطبيق ممکن دی ، داسې چې : اول به ۱۱ رکعتونه کېدل ، بيا يې ۱۱ پرېښودل او شل رکعته يې کول . و الله اعلم .

شل رکعته تراويح د اصحابو کرامو سنت دی ، او د نړۍ ټول مسلمانان عمل پرې کوي ، د حقانيت ستر دليل يې دا دی چې په حرم شريف کې تر اوسه پورې همدا شل رکعته کېږي .

په مخالفو روايتونو باندې عامو مسلمانانو ته تشويش ور اچول د افسوس خبره ده .

فائده :

د تراويحو په هکله مو د صحابه کرامو شوق او جذبه ولوستله ، بايد چې مونږ هم تراويح په همدومره شوق او جذبې سره ادا کړو ، بايد زمونږ امامان او عام مسلمانان په همدومره جذبې سره تراويح ادا کړي .

تراویح
تراویح – جماعت

تاسو ولوستل چې : تراويح د اصحابو کرامو او رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې بېل کيفيت او وخت درلود ، په ډېر شوق او مينې سره به ادا کېدلې ، اوس چې ځينې خلک د تهجدو په روايتونو باندې استدلال کوي او ځينې ساده مسلمانان له لارې باسي ، دا له اسلامي کلتور سره جفا او علمي خيانت دی .

همداسې په ځينو مسجدونو کې په ۱۵ دقيقو کې تراويح کېږي چې ډېر خلک ورته را ټول وي ، خصوصا ځوانان خو دا غنيمت ګڼي ، چې نه يې رکوع سمه وي او نه سجده ، بايد له داسې لمانځه څخه مسلمانان لاس واخلي ، او په ډېر شوق سره دغه سنت ادا کړي . الله تعالی دې مونږ ټولو ته توفيق راکړي . آمين .

په تراوېح کې د ښځو جماعت او ختم :

۸- عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ :

أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ جَمَعَ النَّاسَ عَلَى قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ ، الرِّجَالَ عَلَى أُبَىِّ بْنِ كَعْبٍ ، وَالنِّسَاءَ عَلَى سُلَيْمَانَ بْنِ أَبِى حَثْمَةَ. ( السنن الكبرى للبيهقي , كتاب الصلاة , باب قيام شهر رمضان )

۸- هشام بن عُروه له خپل پلار عُروه څخه روايت کوي چې :

عمر رضي الله عنه په تراویح کې ټول خلک يو ځای ټول کړل ، سړي به په اُبَیْ بن کعب پسې اودرېدل ، او ښځې په سليمان بن أبِيْ حثمه پسې . ( بيهقي )

يوه غلطه خبره :

ځينې خلک دا فکر کوي چې که يوه ورځ تراوېح پاتې شي نو بيا به يې نه کوې ، چې يوه ورځ تراوېح ور څخه پاتې شي ، نو بيا ټوله روژه همداسې ناست وي ، او وايي چې زما څخه يوه ورځ پاتې شوي دي. دا يو غلط او شيطاني فکر دی،

که له چا څخه يوه ورځ يا ډېرې ورځې تراوېح پاتې شي ، نو سبا ته دې نه پرېږدي ، بلکې خپلې تراوېح دې کوي ، او د پاتې شويو په هکله دې له الله جل جلاله څخه بخښنه اوغواړي .

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ