بیوزله هیوادونه د منازعاتو په خبیثه دایره کې

بیوزلي او ورپسې اوږدې شخړې او منازعې یوه ټولنه او ملت ژور بحران او د ناکامۍ له یوې خبیثې دایرې سره مخ کوي او ور څخه بیا وتل خورا ګرانه، اوږده، ستونزمنه او اغزنه لاره شی او ډېر خلک ورباندې ښه نه پوهیږی. د داسې ټولنو ډېرئ خلک د شخړو، بیوزلۍ او محرومیتونو په اور کې سوځي خو د خلاصون لاره نه مومي.

ټولو ته مالومه ده چې زموږ د ټولنې او ملت حالت همداسې دئ. او اړینه ده چې ځان په دې ستونزه ښه پوه کړو او د نجات او خلاصون لارې ومومي. په دې لیکنه کې موخه همدا ده ترڅو د هیواد والو او په تیره ځوانو کدرونو سره مرسته وشي چې په دې ملي ژوره ستره ستونزه ځان سم پوه کړي او د خلاصون لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

په غریبو هیوادونو کې چې سیاسي تجربه کمه، د مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان کم او خلک ویشلي وي، هغوي خپلې ستونزې ښې نشي ارزولئ او نه هم په بریالیتوب سره ورته د حل لارې لټولئ شي. وګړي د خپلې ټولنې د ښیرازۍ لپاره ډېر سوچ نه کوي، نه په ټولنه کې د وګړو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ارزښتونه وده کوي او نه ټولنه خلکو ته ډېر څه ورکولي شي. نوځکه ډېرئ خلک د ټولنې د ګټو پرځای د خپلو ګټو په هکله فکر کوي او نه ټولنه د فرد په غم کې وي او دا د ټولنې او فرد خاصیتونه له یوبل سره ټینګ تړاو لري.

په ملي مسئلو باندې نه په فردي توګه او نه هم په ټولنیزه توګه کوم سم غور کیږي او په دې ترتیب سره ګډ نظر هم نه رامنځته کیږي. سازمانونه، احزاب، غیر دولتي موسسې، د خصوصي سکتور ډلې ښه ډېروي خو نه کوم لید لورئ لري، نه کومه د پلان کولو پروسه پيژني او نه یې په اهمیت پوهیږي. د داسې ټولنو خلک د سازمان په خاصیتونو، وده، ستونزو، تهدیدونو او فرصتونو په پوهیدو پسې سر نه خوږوي او نه ورباندې پوهیږي. لکه زموږ په ټولنه کې په دې ستونزه ټولې وروسته پاته او شخړو وهلې ټولنې اخته وي.

داسې هیواد او ملت هم لکه کمزورئ انسان د ناروغیو هدف ګرځي. د طبیعي پیښو، د ظالمو ګاوڼدیانو د حرص او نورو له وجهې دخپل منځي ستونزو او شخړو سره د مخ کیدو زیات چانس لری. که داسې هیواد یو وارې په شخړو کې راګیر شو او له تدبیر او هوښیارۍ څخه یې کار وانخیسته اوشخړې ورڅخه اوږدې شوې، نو موثر حکومت او د قانون حاکمیت هم ورڅخه اخیستل کیږي، ملي نهادونه یې وشړیږي، حکومتولي یې کمزورې شي، کدرونه یې خواره واره شي او هیواد یې د ناکامو ملکونو په کتار کې راشي. د داسې بې ثباته او ناکامو هیوادونو بیا د پرمختګ په مسیر وروستل ډېرې ستونزې لری. یوه لمړۍ ستونزه دا وي چې ډېر خلک د ناکامیو په لاملونو ښه نه پوهیږي، د بیا پرمختګ اغزنه پروسه ښه نه پیژني او یا ناهیلي کیږي. هغوي نه پوهیږي چې بیا په پښو دریدل ډېر وخت، زیات صبر، نه ستړي کیدونکي او ګډ اوږد کار ته اړتیا لري.

همدارنګه، په ډېرو انسانانو کې یو رواني حالت وي چې ډېر ځله له خپلو ستونزو سره ځان نه مخ کوي، کار بل وخت ته پریږدي، هڅه کوي چې مسؤلیت وانخلي او په نورو یې اچوي، هیله لري چې پخپله به هرڅه سم شي. دلته دوی په حقیقت کې لږ تر لږه د رواني نظره ځان یوازې تسکین او غولوي. نو کله چې بیوزله ټولنې له شخړو سره مخ شي، د پیچلو لاملونو له کبله له شخړو نشي راوتلئ. دا ټولنې ډېر ځله د بیوزلۍ او شخړو په خبیثه دایره کې بند پاته کیږي. دا ټولنې او په شخړو کې ښکیل خواوې یو بل ملامتوي، مسؤلیت نه مني، ځانونه تیروي او غولوي. په داسې ټولنو او ملتونو کې بیا ځینې ځان غوښتونکي، ناپوهه، تنبل او عیاش مشران لا بله ستونزه وي ځکه هغوي د اوسنۍ وضعې چې د ځان په ګټه یې بولي ساتنه غواړي او نه غواړي چې خلک بدلون وغواړي. خو دوي ښه نه پوهیږي چې دا حالت ترډېره داسې نه پاته کیږي.

دلته ماته د خپل کلي دیوه تنکي ځلمکي عادت رایاد شو چې کله به د زردالیو له ډک لوښي سره زموږ د کلا دروازې ته راغئ چیرته به چې خلک ناست ول نو ده به د خلکو خواته سترګه پټه کړه او تیر به شو او هغه به نه غوښتل چې له خلکو سره سترګو په سترګو شي خو زردالو ورنکړي. دلته ده د رواني له نظره ځان تیر ایسته ځکه خلکو خو هغه لیده او کتل یې چې زردالو یې راوړي او ځان تیر باسي او د کلي په رواج ست هم نه کوي.

داچې د ثبات د نشتون او شخړو په وجهه په خواشینۍ سره افغانستان هم د ناکامو هیوادونو په کتار کې دریدلئ دئ یوه ترخه خبره ده. څوک به په دې نه پوهیږي، څوک به دې ستونزې ته په سرسري توګه ګوري، څوک به ویریږي چې د ملت روحیه به کمزورې کړي او نور. خود دې ټولو په ځای او بیځای خبرو سره زموږ ملت او مشرانو ته اړینه ده چې ځانونه له دې ستونزې غافله نکړو. د اوسني دولت خو تراوسه کار ډېر مالوم ندئ خو په خواشینۍ سره زموږ تیر دولت په دې هکله د ځینې لاملونو له کبله خلکو ته نه یوازې رښتیا ونه ویل بلکه د سترو وعدو په ورکولو یې د خلکو توقعات او هیلې په کاذبه توګه ډېرې لوړې بوتلې.

 

یو خو که له انصافه تیر نشو د هیوادونو د بحران په لاملونو او دهغو څخه د راوتو په لارو چارو پوهیدل یو تخصصی کار دئ، خورا زیاتې پوهې او تجربو ته اړتیا لري. همدارنګه دا منل چې زموږ هیواد نو اوس یو ناکام دولت او حالت لري په واقعیت کې د سیاسۍ نظره او هم د ملي روحیې له نظره یو څه ګران کار دئ او کیدئ شي ډېرئ سیاستوال یې ونه مني. خو اړینه خبره داده چې ځان هم باید ونه غولوو او له ستونزو سره څنګه چې دي، څومره وخت چې غواړي هسې مخامخ شو.

موږ په تیرو کلونو کې ښه ارزونه ونکړه، د ورته هیوادونو شرایط مو ونه کتل، د بحران لاملونه مو ښه ونه ارزول نو ځکه زموږ سیاستوالان او ملت د هیواد د بحران په کچه سم پوه نشول. سړئ په یقین ویلئ شي چې ترڅو محدودو خلکو ور اخوا زموږ د هیواد اکثریت خلک د خپل ملک د بحران په ژورتوب او نازک حالت ښه نه پوهیږي. دوی نه پوهیږي چې په ریښتینولۍ سره زښته ډېر زیات نورګډ کار، نه ستړي کیدونکو هڅو او هاند ته اړتیا شته چې موږ یې د څه وخت لپاره جوګه نه یو. کیدئ شی زموږ ځینې مشرانو به فکر کاوه چې د نړیوالو مرستې به زموږ بحراني او ستونزمن حالت ښه کړي خو دوي به نه پوهیدل چې له بحران څخه د راوتلو لپاره نوي سوچ، نوي عزم او پاک نیت ته اړتیا ده، مرستې به ښې وی خو په هیڅ ډول کافی ندي. پایله دا شوه چې د څه لاسته راوړنو سره سره ډېرې وعدې په ځای نشوې، د ملک حالت بحرانی پاته شو، زموږ خلک ناهیلي شول او اوس دهغوي د توقعاتو مدیریت خورا ستونزمن کار دئ.

د شخړو وهلو ناکامو او په بحران کې هیوادونو او ملتونو بله ستونزه داوي چې د څه توپیرونو سره سره خلک په دوو برخو وویشل شي یو يې محرومان اوناداره اکثریت او بله ډله بیا ملیونران شتمن لګکئ وي چې د قانون ترچوکاټ بهر عمل کوي او د اوسنی ماتیدونکي حالت دوام غواړي. لکه پورته چې وویل شول په داسې ټولنو کې د ستونزو د سمې ارزونې او حل لارو موندلو توان کم وي نو ځکه دواړه خواوې په تیروتنو کې راګیر شي. محرومان او ناداران ناهیلي، کرکجن، په غصه، ناکراره او د شخړو د اور وچ او لانده لرګي شي او کړیږي خو د خلاصون چل نه ورځي. خو ماړه بیا په یوه بله ویرانوونکې لومه کې ایسار وی او فکر کوی چې ترابده به دهغوي مزې او چرچې وي. نه د قانون پلي کولو په غم کې وي، نه د سولې غم خوري او که ستونزه راشی نو دوي خو د هیواد څخه بهر ځان ته هرڅه تیار کړي وي او ډاډه وي. خو دوي نه پوهیږي چې ډېر ځله دا حالت دوی ته هم د هرڅه په بیه تمام کیدئ شي او نه يې دین او نه دنیا شي او موږ د دې ښه ډېر مثالونه لرو.

دوی باید پوه شي چې له دې پروسې په بري راوتل زیاتو زیرمو، ریښتینو رهبرانو او غوره کدرونو ته اړتیا لري. یو څوک که سرسري فکر وکړي نو له دې خبرو په زړه تنګي شي او وبه ووایي چې نه نه هومره هم ستونزمنه نده. دوی به په تشو بې ارزونې او شعاري خبرو ځان تیر باسي او د نورو ملکونو او مشرانو مثالونه به راوړي او وایی به که ریښتیني رهبران وي او قانون پلئ کړي هرڅه سمیږي. رښتیا خبره ده چې ښه رهبري رول لري خو په داسې ټولنو کې د ښې رهبرۍ، قانون او عدالت په وړاندې ډول ډول ننګونې شتون لری او بریالیتوب یې اوږده اغزنه لاره ده. که شرایط برابر نه شي او کوم ښه زړه سواندئ او د پوهې خاوند مشر پیدا هم شي خو په څنګ کې یې بیا ښه کدرونه نه وی. دهغه په څنګ کې ځان غوښتونکي، فرصت طلبه، غوړه مالان او ناپوه خلک ځاي ونیسي او مشر په خلکو کې ګوښه کړي او د ټولنې په واقعیتونو نه خبریږي. همدارنګه، په داسې ټولنو کې غوره ارزښتونه، اړین نهادونه لکه د قانون حاکمیت او نور ډېر کمزوري وي. عام خلک خو زر پایلې غواړي، په ډېرو ارزونو، لاملونو او پیچلو مسئلو پسې نه ګرځي او نه یې سرورباندې خلاصیږي نو په داسې ټولنو او شرایطو کې بریالیتوب هم ستونزمن او اوږدمهاله کاروي.

داسې ټولنو ته څه په کار دي؟

په شخړو کې ښکیل خواوې باید پوه شي چې د شخړو اوږدوالئ دهیچا په ګټه نه دئ. که په شخړو وهلي هیواد کې هرڅوک سیاسي قدرت ونیسي نو ساتلئ یې نشي. ځکه د هردولت بریالیتوب په ملک کې د ښو نهادونو، کدرونو، ډېرو ډول ډول زیرمو او ډېرو شیانو په شتون پورې اړه لري او دا ټول په هغو بیوزلو ملکونو کې چې اوږدې شخړو وهلي وي ناممکن کاروي.

که دا ټولنې او مشران یې غواړي چې حالت یې د ښه شي، پرمختګ د وکړي، له تورتم، جهالت، شخړو او یو بل د وژلو د حالت څخه د راووزي نو اړینه ده چې لمړئ په ځان کې و سم لوري ته د تلو غښتلې اراده او غوره بدلون راولي او په ریښتینولۍ او ټول توان یې راولي. هغوي ته بیا اړینه ده چې د پلانکولو یوه پرمختیايي مشارکتي پروسې رامنځته کړي، سمه یې پلي کړي، د هغې پروسې وخت په وخت ګډه ارزونه وکړي او ورڅخه زده کړي. دوی باید ټول پوه شي چې هغوي به په دې پروسه کې تیروتنې کوي، وخت، خرچه او صبر به غواړي، ناهیلی به نه مني، له خپلو تیرونتو به زده کړه کوي او په پروسه کې د راتلونکي پلان کولو په وخت به تیروتنې اصلاح کوي.

په اوسنیو شرایطو کې زموږ سیاسیون، شته کدرونه او مشران باید ستونزه ښه درک کړي او د پردیو د لاسوهنو او فکری یرغلونو، بیوزلۍ، شخړو مخه ونه نیسي ترڅو ځینې اوسني شته ښه ټولنیز ارزښتونه مو نور هم کمزوري اویا بیخي له منځه لاړ نشی او لانوره ځانځاني یې ځای ونه نیسي.

لیکوال: محمد عارف رسولي

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب