
بي بي شيرينی زيړې ګلې- د زنکدن خاطره
دا تقریبا د یو څو میاشتو مخکی خبره ده. زمونږ یو ملګری چی ډیر مریض وه نو یو ورځ زه د هغه کور ته د هغه تپوس لپاره لاړم.که څه هم د هغه حالت د مخکی څخه ښه وه خو په خبر اترو کی یی راته دا قیصه وکړه.
هغه وویل ددی لپاره چی د دوا خوړلو نه پس ډاکټر ته مراجعه کړم نو په پیښور کی حیات آباد کپلکس هسپتال ته لاړم. ډاکټر صاحب چی کله زما علاج کولو نو زما نه یی د څپل ژوند په باره کی هم تپوسونه وکړل.
ما ورته خپل ځان معرفی کړ او د تیر ژوند یو څو خوږی ترخی می هم ورته واورولی. خو چی کله ډاکټر صاحب په دی پوه شو چی زه په کالج کی سبق هم وایم او د کالج د مست ژوند سره سره می خپله ګیره هم ساتلی نو ډیر خوشحاله شو. بیا مو په اسلام او ټیکالوژی هم ډیری خبری وکړی.
په خبرو خبرو کی ډاکټر صاحب وویل چی تیره هفته یو مریض راغلی وه چی د زړه تکلیف یی درلود. مریض ډیر ښایسته او یو ځوان هلک وه.
د ډیر تداوی نه پس هم ښه نه شو نو ډاکټرانو ورته د آپریشن مشوره ورکړه. لنډه دا چی د آپریشن تاریخ راغی. مریض ځان سره یو مشر ورور هم راوستلی وه چی د آپریشن په وقت کی منډه ترړه ووهی او یا د ضرورت دوایی او نو سازوسامان راوړی.
کله چی آپریشن شروع شو نو مشر ورور ته مو وویل چی ته بهر انتظار کوه او د آپریشن نه پس به بیا تاسو ته درغږ کړو. او د مریض مو جامی ویستلی او د هغه ټول سامان سره مو په خواته میز کیښودی. په دغه سامان کی څه پیسی ، یو لکس مبایل سیټ ، قلم او داسی نور شیان وه.
لنډه دا چی آپریشن شروع شو . او هر څه سم دم روان وه ناڅاپه مریض سلګۍ شروع کړی. ډاکټران هم ډیر په تشویش کی شو چی دا څه وشول. خو دا دهغوی معمول دی چی په آپریشن کی ډیر خلک روغیږی خو نور ډیر هم په کښی د ژوندانه څخه لاس وینځی.
مونږ پوره کوښښ وکړ چی دغه کس وژغورو خو چی الله تعالی چاته مرګ راولی نو بیا یی نه کوم ډاکټر او یا بل څوک د هغی مخه نیولی شی.
کله چی و پوهیدم چی مریض د پاتی نه دی او مړ کیږی نو آخری لار می اختیار کړه او هغه دا چی ماورته کلمه ویل شروع کړل چی لا اله الا الله محمد رسول الله.
په عین وقت کی په میز پروت د مریض په مبایل زنګ راغی او د پښتو سندره یی شروع کړه ، کومه چی هغه په خپل رنګ ټون کی اچولی وه. سندره څه داسی وه چی بی بی شیرینی …
ما ورته وویل چی کلمه ووایه او د هغه سر می راوچت کړ خو هغه خپل مخ مبایل طرف ته واړولو او ورته کتل یی. ما د هغه مخ بیرته واوړولو او ورته می کلمه بیا تکرار کړه ، خو خپلی شونډی خوزول یی شروع کړل زما دا خیال وه چی دا به کلمه ووای خو هغه هم د بی بی شیرینی په ویلو شروع شو.
ما ورته وویل چی لا اله الا الله خو هغه د بی بی شیرینی څخه بل څه نه ویل… او ساه یی ورکړه
انا لله و انا الیه راجعون
فضل سبحان