بلخ او پښتو ادب

بلخ د افغانستان په شمال کې لرغونی او له لومړي درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي، چې مرکز یې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د میمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی، د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراته دي، ختیځ ته یې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته یې جوزجان ولایت او سوېل ته یې سرپل او سمنګان ولایتونه دي.

بلخ د اداري وېش له مخې د مزارشریف ښار او حیرتان بندر سربېره ۱۴ ولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي، چې نږدې ټول قومونه په کې ژوند لري په دې ولایت کې تاجک، پښتانه، او هزاره زیات دي.

بلخ د افغانستان په کچه اوس هم یو تاریخي ولایت ګڼل کېږي، د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بلخ پر ځمکه زردشت، یما، جلال الدین محمد بلخي، رابعه بلخې، ناصر خسرو بلخي، ابن سینا، دقیق بلخي او نورو علمي شخصیتونو ژوند کړی دی.

په دې ولایت کې اوس مهال ګڼ شمېر فرهنګي، ادبي او کلتوري ټولنې شته، چې زه په دغه لیکنه کې صرف د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کوم.

بلخ ادبي خوځښت:

 بلخ ادبي خوځښت ادبي، ټولنیز، فرهنګي او رسنیز مرکز دی، چې له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې په بلخ او شاوخوا سیمو کې ادبي، کلتوري، ښوونیزې او روزنیزې چارې ترسره کوي، دغه خوځښت په بلخ کې د شمال په کچه په لومړي ځل د پښتو ادبیاتو او د افغان کلتور په برخه کې په ابتکاري بڼه بېلابېلې چارې ترسره کړي او اوس هم پر مخ روانې دي.

په لومړي ځل سره د دغه خوځښت له لوري د شمال لومړۍ مجله ، د لومړیو ادبي بهیرونو پیلول، د پښتو عامه کتابتونونو جوړول، د ښوونیزو ورکشاپونو له لارې د پښتو لیکوالۍ عامول، د دغه خوځښت له مهمو کړنو څخه شمېرل کېږي، له دې سره بلخ ادبي خوځښت علمي سیمینارونه، سیالیزې غونډې، کلنۍ مشاعرې، په ولسوالیو کې د ادبي بهیرونو جوړول او فعال ساتل د دغه مرکز فعالیتونه دي. همدا راز دغه خوځښت تر دې دمه ګڼ شمېر رسنیز فعالیتونه هم ترسره کړي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

پرخه مجله:

 پرخه؛ د شمال لومړۍ پښتو مجله ده چې په ۱۳۸۲لمريز کال رامنځ‌ ته شوه تر دې دمه يې د بلخ ادبي خوځښت لخوا، ۲۵ ګڼې چاپ شوې دي.

پسرلی مجله:

پسرلی؛ د شمال دويمه پښتو مجله ده. په ۱۳۸۴لمريز يې له بلخه د پښتو سياسي مجلې په توګه خپرونې پيل شوې، چې تر دې دمه يې ۴۷ ګڼې چاپ شوې دي.

پل اته مخيزه مهالنۍ خپرنۍ:

پل؛ د دغه خوځښت د ام البلاد ادبي بهير د ځوانانو په مسووليت چاپېږي.

ټال:

د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرېدونکې مجله ده، چې د بلخ ادبي خوځښت تر څار لاندې د همدې خوځښت د مشرتابه غړي نجيب پاڅون په امتياز او مديريت چاپېږي. ياده خپرونه په بلخ ولايت کې د ماشومانو لپاره په پښتو ژبه لومړۍ خپرېدونکې چاپي رسنۍ ده، چې له  ۱۳۹۵لمريز څخه يې په خپرېدو پيل کړی او تر دې دمه يې پنځه ګڼې چاپ شوي دي.

 ټال مجله د ماشومانو استعدادونه روزي او د هغوی پوهه زیاتوي. د ټال مجلې غټه او لومړنۍ موخه په لرې پرتو ولسوالیو کې نوي ماشومان له تعلیم او مطالعې سره آشنا کول او د هغوی مخه له افراطیت، تاوتریخوالي او تشدد څخه راګرځول دي. ټال مجله ماشومانو ته د غوره ژوند لارې چارې ښيي او د اخلاقو روزنه یې کوي. ټال مجله به ماشومان او تنکي ځوانان په دې باوري کړي، چې راتلونکی د دوی دی او کولای شي نړۍ بدله کړي. د ټال مجلې د خپراوي څخه غټ هدف دا دی، چې د لرې پرتو سیمو ماشومان په خپله ژبه لیک، لوست، مطالعه او وینا وکړی شي، او همدا راز دوی د تاوتریخوالي، تشدد، افراطیت څخه راوګرځي. د ټال مجلې همکارانو څخه د لعل جان آشنا نوم د یادولو وړ دی.

همدا راز په بلخ کې نورې چاپي خپرونې هم شته، چې له هغې جملې څخه خبره اونیزه، سیال خپرونه، لټون مجله او نوې رڼا خپرونه یادولای شو.

خبره:

په بلخ کې ګڼ شمېر لیکنیزې خپرونې شتون لري، خو په پښتو ژبه کې چاپي خپرونې د ګوتو په شمېر دي. په دغو خپرونو کې (خبره) خپرونه چې له بلخ څخه لومړنۍ پښتو اونیزه خپرونه شمېرل کېږي، له تېرو درېیو کلنو راهیسې یې په کار پیل کړی چې تر اوسه یې ګڼ شمېر ګڼې چاپ او خپرې شوې دي. په بلخ ولایت کې تر دې مهاله د څلوېښتو څخه زیاتو چاپي یا لیکنیزو رسنیو خبر ورکړل شوی دی، چي له دې جملې څخه یوازې څو چاپي رسنۍ په پښتو ژبه خپرونې لري. په یاد ولایت کې له ۱۳۸۲لمریز کال، راهیسې پښتو چاپي خپرونو د پام وړ پرمختګ وکړ. خبره اونیزه خپرونه یوه ناپېیلې، خپلواکه، سیاسي او کلتوري خپرونه ده، چې په ۱۳۹۳ل کال کې یې د چاپي رسنیو په کاروان کې ځای وموند، یادې خپرونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ثبت او جوازونو آمریت څخه په ۵۲ لمبر جواز ترلاسه کړ، او په بلخ ولایت کې  په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې. خبره اونیزه خپرونه د وخت او ځينو با درکه او با احساسه ځوانانو د غوښتنې پر اساس خپلې سیمې او ځوانانو ته د مطالعې د فرهنګ د لېږد او ترویج په منظور د یوه سالم رقابت په خاطر په خپلو نشراتو پیل وکړ. خبره ناپېیلې، سیاسي، خبري او فرهنګي خپرونه ده، چې زیاتره د بلخ اړوند تحلیلي راپورونه، مرکې، په شمال کې د پښتون ولس ستونزې، د ادبي ناستو راپورونه، د بلخي مشرانو او د کار خلکو پېژندنه او سیاسي طنزونه په کې خپرېږې.خبره اونیزه خپرونه په پام کې لري، چې د خپل هڅوب (ثقافت) د ساتلو او وده ور کولو په موخه به تل نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، د تبعیض او توکم پالنې سره به په کلکه مبارزه کوي. ټولو توکمونو ته د ورورۍ ټغر غوړوي او د هېچا حیثیت ته به زیان نه رسوي، ځکه هرڅوک حق لري، چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې او لیک لوست وکړي او خپل غږ تر نورو ور ورسوي.

په بلخ کې تر اوسه ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي فعالیتونه خپلې ناستې ترسره کوي، چې لومړی ادبي بهیر د بلخ ادبي خوځښت له لوري د  وزیر محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهیر په نوم پرانیستل شو. په دغو بهیرونو کې هره اونۍ ادبي ناستې ترسره کېږي، چې په دغو ناستو کې کره کتنه، علمي لکچر، سیاسي بحثونه او ازاده مشاعره شامله وي. دا هم د بلخ ادبي بهیرونه:

وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير:

دغه بهیر په ۱۳۸۴لمريز د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت له لوري پرانیستل شو، چې تر اوسه یې خپلې اونیزې ناستې په دوامداره توګه جاري ساتلې دي.

ام البلاد ادبي بهير:

 دغه بهیر په ۱۳۸۷ کال په بلخ ولسوالۍ کې د ځینو مشرانو په ملاتړ پرانیستل شو، ام البلاد ادبي بهیر د بخدي عامه کتابتون په نامه یو پښتو کتابتون هم لري.

چهاربولک ادبي بهير:

 چهاربولک ادبي بهير؛ په چاربولک ولسوالۍ کې د خوځښت څانګه ده چې په ۱۳۹۱لمريز د دغې ولسوالۍ د ځوانانو او مشرانو لخوا جوړ شو. چهار بولک بهير، د مزار- شبرغان پر لويه لاره د خان اباد څلورلارې ته څېرمه هرو پنځلس ورځو کې ماسپښين مهال ادبي ناستې کوي. دغه بهير د خپلو ناستو تر څنګ له عامو خلکو او قومي مشرانو سره په کليوالي دېرو کې هم ټولنيزې ناستې جوړوي.

بلخ مېرمن بهير- مزارشريف:

په ۱۳۸۸لمريز د خوځښت په نوښت په مزارشريف ښار کې د لسګونو نجونو له خوا د بلخ مېرمن بهير جوړ شو دغه بهیر تر اوسه خپلې ناستې جاري ساتلي دي.

د دې تر څنګ په دې ولایت کې بخدي ادبي کلتوري مرکز، باختر ادبي بهیر، بله ډېوه، بلخ ادبي ټولنه او نور ادبي او فرهنګي بهیرونه هم فعالیت لري.

بخدي ادبي کلتور مرکز هم په دې وروستیو کې هره اونۍ ادبي ناستې، کلنۍ مشاعرې د څلې شپې نمانځل او ښوونیزې غونډې پیل کړي.

تر اوسه په بلخ کې د فرهنګي مرکزونو له لوري ګڼ شمېر ګټور او علمي  کارونه ترسره شوي، چې دلته په ځانګړې توګه د بلخ ادبي خوځښت ځينې ښوونیز پروګرامونه یادولای شو. په بلخ کې د لیکوالۍ د زده کړې په موخه څلورمیاشتنی ورکشاپ پیل شو، همدا راز د بلخ ادبي خوځښت له لوري د مومند بابا ادبي بهیر د اوونیزو ناستو په ترڅ کې ځینې مهم او علمي لکچرونه هم ګډونوالو ته وړاندې کړي، چې دلته یې په لنډ ډول یادونه کوو: ماشومانو ته د  کیسو ویلو ګټې، بې هینداره روشنفکر، تصویر څنګه واخلو؟، ښاري فرهنګ، د لیکوالۍ پر لور لومړني ګامونه، ډیورند د پښتو نه د افغانستان تر منځ تپل شوې کرښه ده. د نورو ژبو تر اغېز لاندې سیمو کې، په کورنیو کې د پښتو ژبې ساتنه او ګڼ شمېر نور.

بلخ ادبي خوځښت د دوه شعرونه، دوه نثرونه، دوه میاشتنۍ رقابتي لړۍ هم لري، دغه لړۍ په ۱۳۹۰لمريز د ځوانو فرهنګيانو تر منځ د پښتو نثر او نظم دوه مياشتنۍ سيالۍ پيل کړه. د سياليو ګټونکو ليکوالو او شاعرانو ته د خوځښت لخوا ستاينليک او د کتابونو ډالۍ ورکول کېږي.

په بلخ کې تر اوسه ګڼ شمېر عامه کتابوتونه شته؛ خو د پښتنو لوستونکو لپاره د یو کتابتون اړتیا ډېره لیدل کېده، چې بلاخیره بلخ ادبي خوځښت په ۱۳۹۱ لمریز کال کې په مزارشريف ښار کې د خوشال بابا کتابتون په جوړېدو په ټول بلخ کې د پښتو کتابونو د کمښت ستونزه حل کړه. په دغه کتابتون کې نږدې څلور زره بېلابېل کتابونه شتون لري.

هر کال په بلخ کې بېلابېل علمي سیمنارونه ترسره کېږي، چې دلته د ځینو لنډه یادونه کوو. لومړی ستر سیمینار د بلخ ادبي خوځښت له لوري د بخدي د افغاني مدنیت زانګو تر سرلیک لاندې په ۱۳۸۶ لمریز کال د افغان کلتوري ټولنو جرګې په مرسته په مزارشريف ښار کې (بخدي د افغاني مدنيت زانګو) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمنار جوړ کړ. همدا راز بلخ ادبي خوځښت پر ۱۳۹۰لمريز، (راځئ، چې سبق ووايوو) په نامه يو ورځنۍ علمي سيمنار هم جوړ کړ.

بلخ ادبي خوځښت ځانګړې نمانځنې هم لري، چې له هغو څخه د افغان کلتور نړیواله ورځ او د ازادۍ  کليزې یادولای شو. همدا راز بلخ ادبي خوځښت کلنۍ مشاعرې او مېلې هم لري، چې تر اوسه یې ګڼ شمېر غونډې ترسره کړي، د نوي کال په درشل کې (په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!) په نامه کلنۍ مشاعره، د کوچني اختر په شپو ورځو کې (اختر د ټولو مبارک شه!) په نامه کلنۍ مشاعره او د بلخ ولسوالۍ بالاحصار ته څېرمه دوديزه ميل هم ترسره کېږي.

تر اوسه بلخ ادبي خوځښت ګڼ شمېر نمانځنې او یاد غونډې ترسره کړي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي،  د کندهار د ځوان ليکوال قديم پتيال پر وفات ياد غونډه. د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د لومړي تلين په مناسبت ياد غونډه. د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه. د بلخ د فرهنګپال شخصيت او ديني عالم مولوي خادم الله باوري ياد غونډه. د افغان فزيک پوه رحمت الله تنها په وياړ غونډه.د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د دويم تلين په مناسبت ياد غونډه یادولای شو.

په وروستیو کرښو کې د دغې خبرې یادول ضروري دي، چې په بلخ کې دولتي چارواکو پښتو ژبې ته ډېر کار نه دی کړی، پښتو ژبه یې له هر څه نه لرې پاتې کړې؛ خو په دې وروستیو کلنو کې یو شمېر بااحساسه پښتنو ځوانانو د خپلې ژبې د بډاینې او پرمختګ په موخه کار پیل کړی، چې تر اوسه یې د پام وړ کارونه مخ ته وړي.

نجیب الله پاڅون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب