بابونه یا کمومیل د ګل ګټې
دغه ښایسته او مشهور گل هم بې شمېره روغتیايي گټې لري. هغو کسانو لپاره چې په ذهني فشار، اضطراب او بې خوبۍ اخته وي اراموونکې ځانگړنه لري.
یو شمېر څېړنو ثابته کړې چې دغه بوټی د معدې ستونزې، د زړه سوی او زړه بدوالی ناروغۍ درملولو کې د پام وړ مرسته کوي. دا هم ثابته شوې چې د خولې ټپونو، اسهال او بواسیر لپاره هم ډېره زیاته گټه لري. که چېرې له بهر څخه په پوټکی وکارول شي، د پوټکی ستونزې اواروي او ټپونه رغوي.