ایډیالوژي څه ته وايي؟ ځانګړنې او لیدلوري

ایډیالوژي څه ده؟

د ایډیالوژۍ اصطلاح د (افکارو علم) په توګه په لومړي ځل د فرانسوي فیلسوف ډسټوټ ډي ټریسي (Destutt de Tracy) له خوا د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې دود شوه، خو تر ۱۹۲۷ زېږدیز کال پورې کله چې د کارل مارکس تر مړینې وروسته د (جرمنۍ ایډیالوژۍ The German Ideology-) په نوم د مارکس او انګلس کتاب خپور شو، د خلکو ترمنځ دومره دود نه وه.
مارکس او انګلس، ایډیالوژۍ ته د دروغجن پوهاوي (False consciousness) نوم ورکړ، یعنې د طبقاتي مبارزې او د واکمنې طبقې د ایډیالوژۍ تحریفول یې ایډیالوژي وبلله. دغه کار د دې لامل شو، چې کارل منهایم د ایډیالوژي او اېتوپیا (Ideology and Utopia) په نوم په خپل کتاب کې په ټولنه کې د سیاسي افکارو او فکري نظامونو په اړه نوي نظریات رامنځته کړي.
کارل منهایم، ایډیالوژي ګانې د افکارو د ډولونو په توګه په ټولنیزو پدیدو کې تعریف کړې او ویې ویل چې مارکسېزم په خپله یوه ایډیالوژي ده. سربېره پر دې، نوموړي استدلال وکړ چې ایډیالوژي ګانې ښايي له یو بل سره توپیر ولري، یعنې یوه ځانګړې یا محدوده ایډیالوژي له عمومي هغې سره چې په ټولو برخو کې شامله ده، متفاوته ده.

تالکوټ پارسونز (۱۹۵۱)، ایډیالوژي د باورونو هغه نظام بولي چې د یوې ټولنې غړي په کې برخه لري، دی یوه تفسیري طرحه په پام کې نیسي چې ټولنیز اقشار د نړۍ د پوهېدو په اړه له هغه څخه کار اخلي. دا کېدای شي د واقعیت پټول وي، خو د مارکسېستي مفهوم پر بنسټ نه؛ ځکه چې د واقعیت دغه تحریف یا پټول د واکمنې طبقې د افکارو انعکاسول نه دي، بلکې د بېلګې په توګه کېدای شي چې په دې کې مذهبي عقاید شامل وي.

د انسان پېژندنې یو بل عالم کلیفورډ ګریټس (۱۹۶۴)، ایډیالوژي د څو فرهنګي نظامونو یو موډل ګڼي، چې نور نظامونه یې له مذهبي، ښکلا پېژندنې او علمي نظام څخه عبارت دي. نوموړی په ټولنه کې د ایډیالوژۍ رول ته د بې طرفۍ په سترګه ګوري.

په دې اساس د ایډیالوژۍ په اړه یوه مارکسېستي او بله غیر مارکسېستي نظریه شتون لري، یعنې له یوه پلوه د واکمنې طبقې افکار او له بلې له خوا د نړۍ یا د نړۍ د یوې برخې په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کېږي. خو په وروستي مورد کې ایډیالوژي باید له فلسفې سره مترادف ونه ګڼل شي، ځکه چې له فلسفې سره له دوو اړخونو توپیر لري: لومړی دا چې فلسفه تر ډېره عمومي یا کلُي ده، یعنې په ټوله کې د تفکر په اړه تفکر دی، ولو که د ژوند د ډولونو په اړه نظریات هم وړاندې کړي.

په دې اساس په فلسفه کې د معرفت نظریه، متافزیک او د اخلاقیاتو په اړه څېړنه او پلټنه شامل دي. دویم، ایډیالوژي له فلسفې سره د عمل له اړخه توپیر لري، ایډیالوژي په څرګند ډول له عمل سره اړیکه لري، داسې چې عمل پرې توجیه کېدای شي او عمل ته د خلکو لېوالتیا یا تمایل پیدا کوي. ډانیل بېل (Daniel Bell) ۱۹۶۰، (پر ټولنیزو اهرامونو د افکارو تبدیلولو) ته ایډیالوژي وايي.

ایډیالوژي
ایډیالوژي

د ایډیالوژۍ کړنې او ځانګړنې:

ایډیالوژي څلور ځانګړتیاوې لري، چې یو له بل سره تړلې دي.
لومړی، د یوې ځانګړې ایډیا یا عقیدې درلودل له یوې یا څو نورو ایډیاوو سره تړلې دي. د بېلګې په توګه، د بیان ازادي په طبیعي ډول له نورو ورته ټولنیزو ازادیو سره اړیکه لري.

دویم، دغه ډول عقاید لږ تر لږه وضاحت، انسجام او داخلي همغاړي توب لري. په دې اساس هغه باورونه او افکار چې یوه ایډیالوژي تشکیلوي، پر یو یا څو ناسمو اصولو استواره وي، د معتقدینو په ذهن کې د هغو په اړه اړیکه لا هم منطقي او د داخلي انسجام لرونکې ده.

درېیم دغه افکار کېدای شي د انساني نژاد د طبیعت، لکه د خودخواهۍ، همکارۍ، عقلانیت، فردګرايۍ او د اشتراکیت د طبیعت اړوند لید لوري منعکس کړي.

څلورم، دغه ډول باورونه کېدای شي له یوه خاص ټولنیز وضعیت سره په اړیکه کې وي چې هغه ته د رسېدو لپاره باید هڅه وشي، هغه باید لاسته راوړل شي او خوندي شي. دغه وضعیت ښايي واقعیت ته نږدې یا هم لرې وي، خو ایډیالوژي ښايي له دنیوي چارو څخه نیولې تر دینې پورې له یو بل سره متفاوته وي.

د ایډیالوژۍ د کړنو په اړه دوه لوی مکتوبونه شتون لري. د لومړي مکتب له مخې ایډیالوژي د شخصیت هغه ځانګړتیاوې په ډاګه کوي چې د یوه فرد رواني اړتیاوې په کې نغښتې دي او دویم یې بیا د هغو ډلو په اړه بحث کوي چې په یوه ټولنه کې خپلې غوښتنې او موقف بیانوي.

هېڅ دلیل شتون نه لري چې ایډیالوژي دې دواړه کارونه ترسره نه کړي . کولی شو داسې استدلال وکړو چې ایډیالوژي یو لړ مرتبط یا تړلي کارونه ترسره کوي چې په لاندې ډول دي:
۱. فرد ته د نړۍ په اړه یو انځور وړاندې کوي؛
۲. ایډیالوژي فرد ته په نړۍ کې د هویت د یوې وسیلې په توګه ارزښت لري؛
۳. ایډیالوژي فرد ته د پېښو او پدیدو په اړه د غبرګون یوه وسیله ده؛
۴- او ایډیالوژي فرد ته د کړنو یو لارښود دی، په ځانګړې توګه دا چې یو کس موجوده وضعیت ته دوام ورکړي او که بدلون ته مخه کړي.

په پایله کې ویلی شو، ایډیالوژي هغه وسیله ده چې په مرسته یې خلک کولی شي په نړۍ کې خپل ځای ځایګی وپېژني او یا هم ویلی شو چې ایډیالوژي د بدلون یوه وسیله ده.

ایډیالوژي، ارزښتونه او لیدلوري:

له شک پرته چې ایډیالوژي شته، له ایډیالوژي انکار له دې منکرېدل دي چې نشنلېزم، کنسرواټېزم، لېبرالېزم، سوسیالېزم، نشنل سوسیالېزم، فاشېزم، کمونېزم او انټي سمټېزم د افرادو په سیاسي او ټولنیزو کړو وړو کې د پام وړ او جدي بدلونونه نه دي راوستي، خو دا په دې معنا نه ده چې د افرادو اساسي ارزښتونه او لیدلوري اصلا یوه فردي ایډیالوژي تشکیلوي، ولو که دا په انکار نه منونکي ډول له تاریخي او ټولنیز چاپېریال او ځانګړو تجربو سره تړاو هم ولري.

د سیاسي مشارکت او سیاسي ټولنپوهنې په اړه څېړنې په ډاګه کوي چې د ایډیالوژۍ د رول په اړه دوه اساسي نظریات شتون لري:
۱. مینمالېستي نظریه ۲. ماکسیمالېستي نظریه.

د مینمالېستي نظریې پر بنسټ د افرادو د سیاسي پوهاوي کچه ډېره ټیټه ده، سیاسي افکار په کار نه اچوي او یا هم حتی هغه نه شي درک کولی، نا پایداره سیاسي ترجیحات لري او دغه سیاسي ترجیحات په غالب ګومان له یو بل سره نا سازګاره دي.
د ماکسیمالېستي تیورۍ له مخې افراد د باورونو یوه منسجمه ټولګه لري او له دې ډلې یو یا څو مجموعې یوه ایډیالوژي جوړوي. د مینمالیستي نظریې د تایید په اړه ډېر شواهد شتون لري، په ځانګړې توګه د سیاسي پوهاوي د کچې په اړه، خو دا چې دغه ډول نظریه په ټولو افرادو صدق وکړي، د ډاډ وړ فرضیه نه ده. یقینا ډېری خلک شته چې خپل عقاید د یوې ځانګړې ایډیالوژۍ پر بنسټ بیانوي، چې له ډلې ډېری یې سیاستوال دي.

په دې اساس دا به یو واقعیت وي چې ووایو چې ډېری افراد د ماکسیمالېستي نظریې په پرتله تر ډېره مینمالېستي نظریې ته نږدې دي، دغه دواړه نظریې معتبرې دي او دوی ته باید د ځنځیر د وروستیو دوه کړیو په سترګه وکتل شي.
سنایډرمن (Sniderman) او ټټلاک (Tetlock) دغه دوه نظریې د یو بل د ځایناستي په توګه نه، بلکې دواړه د یو بل د بشپړونکو په توګه ګڼي. یا په بله وینا، سنایډرمن او ټټلاک د افرادو ارزښتونه او عقاید د تمایلاتو په بیانولو او د سازمانونو، طرحو او سیاستونو په اړه د هغوی په بیزاریو کې لټوي چې دا اکثره وخت د ایډیالوژۍ پر بنسټ نه بیانېږي خو سربېره پر دې، هغه څه چې په تحلیلي او معقول ډول کېدای شي یوه ایډیالوژیکه موضوع وګڼل شي، هغه په ښه توګه منعکسوي.
په دې اساس دلته د ایډیالوژیکو مواضعو په اړه توپیر په ډاګه کېږي، چې لومړی یې د فرد له خوا پېژندل کېږي او دویم بیا داسې نه کېږي.

په زیاتره نظر پوښتنو کې چې له خلکو سره په کې مرکې شوې دي، ډېر کم داسې موندل شوي چې خلک دې ځان د ګوند او ایډیالوژۍ پر بنسټ وپېژني. د بېلګې په توګه، باټلر او سټوکس په دې نظر پوښتنه کې وموندله چې یوازې ۲۵ سلنه پوښتل شوو کسانو ځان په ښي او کیڼ اړخو ایډیالوژیو پورې تړلی بللی او درې پر څلورمه برخو نورو له دغو مسایلو سره اصلا لېوالتیا نه ده ښودلې. له بلې خوا، په برېټانیا کې د ټاکنو په اړه یوه څېړنه ښيي چې رایه ورکوونکي تر ډېره د شخصي ګټو پر بنسټ ګوندونو ته رایه ورکوي، چې دا کېدای شي د رایه ورکوونکو د ارزښتونو څرګندونه وکړي او په دې اساس پر هغې ایډیالوژۍ تعبیر شي چې د هغوی سلوک او کړه وړه تشکیلوي.

د ۱۹۷۹ کال په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند زیاتره پلویان هغه کسان وو، چې د دغه ګوند تګلارې او سیاستونه ورته ګټور ثابت شوي وو، برعکس زیاتره مخالفین یې بیا هغه کسان وو چې د ګوند تګلاره سیاستونه یې په ګټه نه و. په دې اساس د ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ کلونو په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند زیاتره پلویان مسلکي کارګران په ځانګړې توګه د انګلستان د جنوبي سیمو اوسېدونکي وو. دغه کارګران هغه خلک وو چې په لومړي ځل په خصوصي شوو صنایعو کې د ملکیت او ونډې خاوندان شول. خو بر عکس د نیمه ماهرو او غیر مسلکي کارګرانو او دولتي کارکوونکو ترمنځ ددغه ګوند د ملاتړ کچه ډېره ټیټه وه.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب