«ايسپرين» وړه ګولۍ، خو د خطرناکو ناروغيو درمل

د درد لپاره پيژندل شوې ايسپرين «ډيسپرين» د زړه د حملې پر وړاندې د يو قوي مدافع په توګه پيژندل شوې ده او همدا ګولۍ د «ډيمنشيا» يعنې د حافظې کمزورۍ او هېرتيا په مخنيوي کې هم ګټوره ثابته شوې ده.

ډيمنشيا يوه داسې ناروغي ده، چې څوک پرې اخته وي، نو حافظه يې کمزورې کيږي، او د فکر کولو وړتيا يې د وخت په تېرېدو له منځه ځي او دا ناروغي د عمر په تېرېدو نوره هم زياتيږي.

اې پي پي خبري اژانس د استراليايي طبي پوهنتون د يوې څېړنې له مخې ليکلي، چې دوی د ایسپرین «ډيسپرين» پر مټ په ۱۹ زرو اسټراليايي ناروغانو عملي تجربه کړې ده.

په دغه څېړنه کې د اسپرين یا ډیسپرین ځانګړې ګټه دا ښودل شوې، چې نه يوازې وينه کې«پليټ ليټس» له غوټه کېدو ساتي، بلکې د زړه د حملې په مخنيوي کې هم ډېر ګټور ثابت شوي دي.

د لندن کوين ميري پوهنتون په نوې څېړنه ويلي، چې هره ورځ يوه دانه اسپرين ګولۍ خوړل د سرطان ناروغۍ په مخنيوي کې ډېر ګټور دي.

د لندن ډيلي مېل ورځپاڼې د کوين ميري پوهنتون پروفيسر جيک کيوزک له قوله ليکلي، چې هره ورځ ۷۵ملي ګرامه اسپرين د سرطان له ناروغۍ په ژغورلو کې ډېر ګټور دي.

پروفيسر جيک زياتوي، چې ايسپرين د خيټې، او سينې په سرطان کې جاوديي اغېزې لري.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب