ايا د زېږون او واده د سالګرو نمانځنه روا ده؟

پوښتنه: د واده او  زيږون د سالګرو لمانځنې په اړه له شرعي ليده رڼا واچوئ؟

ځواب: د واده او زيږون د  سالګرې په لړ كې بايد څو اصولي خبرې په پام كي ونيول شي:
1_ له هغو عمومي اصولو پرته چې له شيانو څخه په كې منع راغلې، د نورو شيانو اصل مباح دى (مګر كه داسې څه په كي وميندل شي چې هغه ممنوع وي، او يا ورڅخه فساد زيږيږي)، د كومو شيانو په اړه چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم سكوت اختيار كړى دى، د هغو په اړه تجسس او پلټنه ښه كار نه دى.

2_د اصلاح او تغير يوه لار دا هم ده چي په ټولنه كې له رايجو شيانو څخه چې كوم غلط نه دي هغو ته دې هيڅ ونه ويل شي، كوم چې غلط دي خو د اصلاح وړ دي هغه دې اصلاح شي، او كوم چې د فساد بنسټ وي او اصلاح يې شونې نه وي هغه دې ودرول شي، شاه ولى الله رحمه الله په حجة الله البالغه لومړي ټوك كې پر دې مسئلې ګټور بحث كړى دى.

3_د سلفو دا دود بايد هميشه مخې ته كيدو، چې هغوى به په اجتهادي مسايلو كې د حلالو او حرامو  الفاظو له استعمال څخه اجتناب او بې بريده احتياط كاوه، په ټوله كې به يې د مكروه لفظ وايه او تيريدل به، او يا به يې ويل چې زما په نظر دا رايه بهتره ده، زما په راى دا كار نا خوښي دى، له همدې امله د جايز او نا جايز له فتوو څخه ځان ساتل په كار دي.
ددې اصولو په رڼا كې سالګره په خپل ځان كې كوم داسې شى نه دي چې زه يې نا جايز وګڼم، او يا يې بند كړم، هو! كه چيرې په كې وياړ او لويي وي، ځان ښودنه او اسراف وي، بي حيايي وي او د مجبورۍ له امله په كي ډالۍ بدليږي، دا هغه شيان دي چي زما پر رايه بايد مخه يې ونيول شي، دا چې په نوموړو مراسمو كې عموماً دا شيان ميندل كيږي، له همدې امله څوك چې د الله جل جلاله د رضا غوښتونكي وي هغه بايد دغو بديو كې ونه غورزيږي، خو كه څوك نوموړي مراسم له دغو بديو څخه پاك كړي او بيا يې ولمانځي، نو زما په اند د هغي د درولو كوم جواز نه شته.
حكيمانه كار دادى چې ددې رسوماتو پر ضد د تنكير او فتوا پر ځاى د وياړ او لويي، ځان ښودنې، په دنيا كې د مخكې كېدنې، په جبر سره د ډاليو ترلاسه كولو(ټولنيز فشار هم د جبر يوه بڼه ده) او د مشغل په توګه د بې مانا كارونو پر ضد د تعليم او تذكير كار وشي.

دويمه اړونده پوښتنه: د ترجمان القران په اګست ګڼه كې ستاسې له ځوابه معلوميږي چې كه د سالګرې مراسم ستاسې له انده په اسلامي طريقو سره په سادګۍ ولمانځل شي نو پروا نه كوي، پوښتنه دا پيدا كيږي چې دا مراسم چا ايجاد كړي؟ كه د مسلمانانو رواج وي نو بيا دا خبره ذهن ته راځي چې نوموړي مراسم روا دي او له ځان ښوونې پرته دې د اسلامي دود په سادګۍ سره ولمانځل شي، خو زما په خيال د واده او زيږون سالګرې د هغو مشركانو ايحاد او فعل دي چې د دنيا ژوند ته د يوې لوبې په څير ګوري، د هغوى تقليد انسان په دې دنيا دوزخ ته رسوي.
د كافرانو او مشركانو هر عمل به حضرت محمد صلي الله عليه وسلم نفى كاوه، د بيلګې په توګه عيسايانو به د سپينې ږيرې پريښودل ښه ګڼل، نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې ږيره رنګ كړئ.
د اسلام په دننه كې د دريمې ليارې ځاى نه شته، اسلام يوازې دوه ليارې ښايي، يوه سمه او دويمه غلطه، له مبهمو سياسي خبرو سره اسلام كومه اړيكه نه لري، دريمه لار يوازې د هغو باغي عالمانو وي چې د علم درلودو سره سره د خلكو د رعايت او خپل نفس د ګټې په خاطر حقيقت مسخه كوي، يهودانو به د خالي په ورځ د ماهيانو  نيولو په ځاى جال غورزاوه او د يكشنبې په ورځ به يې ښكار كاوه، دا دريمه لار ده چې د الله جل جلاله حكم د خپلې رضا په رڼا كې مني.
د حرامو شيانو د غوټې پرانيستنې په خاطر پوښتنې هغه خلك كوي چې په زړونو كي يي ناروغۍ وي، او حرامو خبرو ته لار لټوي، بني اسرائيلو د غوا له حلالولو څخه د خلاصون په خاطر د پوښتنو پنډ يوازې د الله جل جلاله د حكم ماتلولو لپاره كړي وو.
ستاسې ددې ځواب له مخې به هغه خلك چې تر اوسه يې په غلا نوموړي مراسم لمانځل اوس به يې په سكون او د زړه په ډاډ سره لمانځي، كه دا عمل الله جل جلاله ته غوره وي نو تاسې د ثواب حقدار ياست، او كه نه الله جل جلاله توبه كوونكي بښي.

ځواب: زما په نزد اصل ارزښت ددې اختلاف نه دى چې د سالګرې په څير فعلونه په خپل نفس كې مباح دي او يا داسې حرام چې جهنم ته رسول كوي، بلكې ارزښت ددې خبرې دى چې، د شريعت د حكم په اړه د رايې په درولو او اظهارولو كې د تشريح او افتا د بنسټيزو اصولو پابندي وشي، كه ددې اصولو فهم نه وي موجود او خلاف ورزي يې وشي، نو په دين كې به د غلو، تشدد او تحريف ليار پرانيستل شي، شريعت به د اصر او اغلال (پنډ او زولانه) مجموعه وګرځي، او په اختلاف، افتراق او فساد به واوړي، زما د ځوابونو مقصد د شريعت د حكم په اړه فتوا نه بلكه د شرعي حكمت تعليم دى.
تر ټولو لومړنى بنسټيز اصل دادى چې د تحريم او تحليل اختيار يوازې له الله جل جلاله او د هغه له رسول صلى الله عليه وسلم سره دى، له  دې به بله غټه ګناه نه وي چې انسان داسې ژبه وخوځوي چې دا شى حلال دى او دا حرام، مګر كه يو مزبوت سند ورسره وي، له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرته د هيڅ انسان فهم، رايه او اجتهاد ته د الهي منشا مقام حاصل نه دى، له همدې امله هر مفتي د خپلې فتوا په پاى كې ليكي چې، (دا زما رايه ده او صحيح علم له الله جل جلاله سره دى)، له همدې امله به سلفو د حرامو او حلالو د الفاظو د استعمال پر ځاى ويل چې( دا زما پر نزد غوره دي، او يا ماته نا خوښي دي)، چرته به چې په حرمت قايل  هم وو، نو هلته به يې ډيرى د مكروه پر ويلو بسنه كوله.
دويم ارزښتمن اصل دادى چي (ټول معاملات اصلاً مباح دي، مګر كه حرمت يې ثابت شوى وي. د حرمت ثابتولو لپاره دليل ته اړتيا شته خو د  حلت او اباحت ثابتولو لپاره نه.
دريم ارزښتمن اصل دادى چې الله جل جلاله د فرايضو، محرماتو او حدودو تعين حتماً كړى دى، ليكن په بې شميرو شيانو او معاملاتو كې يې (پر مونږ د رحمت په خاطر خاموشي غوره كړې ده، دا ددې په خاطر نه چې ورڅخه هير شوي، له همدې امله په دغو شيانو كي تجسس كول منع دي، دار قطني)، ( څوك چې خامخا د پوښتنې او بحث له لارې داسې شى حرام كړي چې حلال وي، يا داسي شى فرض كړي چې فرض نه وي، هغه په مسلمانانو كې تر ټولو ستر مجرم ګڼل شوي دى، بخاري او مسلم)، له همدې امله چيرته چې شارع خاموشي غوره كړې وي هغه مباح دى، او د مباح دايره بې بريده ده، مګر كه په شرعي نص سره محدوده شوې وي. له همدې امله بل مهم اصل دادى چې د حلالو حرامول همدومره په سختۍ سره د مخنيوي وړ دي ,څومره چې د حرامو حلالول دي، له همدې امله يې فرمايلي دي (لِمَ تٌحَرِّمٌ مَا اَحَلَّ اللهٌ لَك) ولې هغه څه حراموې چې الله جل جلاله درته حلال كړي دي. او له همدې امله د ( يحِلٌّ لَهٌمٌ الطَّيبَاتِ) فريضه محمد صلى الله عليه وسلم سرته ورسوله.

هيڅ شى ددې له امله نه حلاليږي چې د مسلمانانو ايحاد او رواج دى، او نه ددې له امله حراميږي چې دكافرانو ( اهل كتابو او مشركانو) ايجاد دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم د جاهليت د تمدن، ټولنې او رسم ورواج هغه شيان په خپل ځاى پريښودل چې په كې كوم قباحت نه وو، كومو شيانو كې چې د اصلاح وړتيا وه هغه يې اصلاح كړه، او يوازې هغه شيان يې ختم كړل چې په خپل ځان كې مفسد  او يا د فساد وسيله وه، ددې بې شميره بيلګې شته چې ويلو ته يې اړتيا نه شته، رسول الله صلى الله عليه وسلم به د يهودو او نصاراو د هغو شيانو پيروي هم كوله چې قباحت به په كې نه وو، او يا به يې د هغو متبادل شى نه وو وركړى، لكه قبله او د عاشورا روژه. كه چيرې تاسو د يهودانو د تكفين او تجهيز مراسم وپيژنئ نو ورسره به زمونږ پر ورته والي تعجب وكړئ.
دا خبره سمه نه ده چې شريعت يوازې دوه ليارې ښايي، يوه سمه او بله غلطه ( حلال او حرام) تاسو پوهيږئ چې د فقهاوو په نزد درې نورې ليارې هم شته (مستحب، مكروه او مباح)، كه ستاسو مطلب دا وي چي د يوه شي په اړه له دوه و څخه يوه رايه وي، او څوك چې د هغې پر ضد رايه وركړي هغه باغي او د ځان د ګټې په خاطر حقيقت مسخه كوي، او كومه چې زما رايه ده بس همدا حق ده!  دانو درسته نه ده، د صحابه كرامو او سلف صالحينو تر مينځ په ډيرو خبرو كې اختلاف شته وو، كه د يوې ډلې په نزد يوه رايه سمه وه نو د بلې ډلې په نزد بله، خلافت د چا حق دى؟ معراج جسماني وو كه روحاني؟ په يوه مجلس كي درې طلاقه واقع كيږي كه نه؟ په كوم شي اودس ماتيږي او په كوم نه؟ شطرنج حرام دى كه مباح؟ يو نه بلكه بې شميره ستونزې داسې دي چي تاسو په كي د رايو اختلاف ميندلاى شئ، خو هغوى يو پر بل د زړه د مريضۍ تور نه لګاوه، نه يې دوزخ ته رسول، او نه يې ورته د توبې بلنه وركوله. خپله د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په مخ كې صحابه كرامو د هغه د يوه حكم دوه مختلف تعبيرونه وكړل او محمد صلى الله عليه وسلم يو هم په غلطه ونه ګاڼه.
دا سمه ده چي بني اسرائيلو د غوا په اړه د پوښتنو ډيرښت د الله جل جلاله د حكم ماتولو لپاره كړى وو، مګر تاسو دا فكر نه دى كړى چې هغوى د ځانونو لپاره د هرې پوښتنې په مقابل كې كومې كومې حلالې غواګانې حرامې كړ?، لومړى يې هره كم عمره او زړه غوا، بيا يې له زيړې غوا پرته نورې ټولې غواګانې، او بيا يې قلبه كوونكې غواګانې پر ځانونو حرامې كړ?، كه چيرې هغوى پر لومړي حكم عمل كړى وى، او په بحث كې نه واى لويدلي، نو كه هره غوا يې قرباني كړې واى نو حكم عملي كيده، يانې دا نه وه چې يوازې د يوې غوا قرباني كول صحيح وو بلكې د هرې غوا قرباني كول سم وو.

د اسلام دين د ټولو لپاره دى، د همدې لپاره په تمدن او معاشرت كې بې شميره رواج شوې ليارې مسلمانانو ومنلې او پر ځاي يې وساتلې، كه تاسو د ايجاد بحث ته ننوزئ نو دهغو (اهل قراّن) په څير به شئ چي لمونځ يې هم د مجوسيانو ايجاد ګڼلى، او تله، جنت او دوزخ يې د زردشت د ښوونو پايله ګڼلې ده، كه نن ټول لويديز مسلمان شي، او د خپلو سالګرو مراسم له مفسداتو پاك كړي نو اّيا مونږ به له هغوى په دې غوښتنې كي په حقه يو چي سالګره بالكل پريږدئ كه نه راساً به دوزخ ته ورسيږئ؟
هيله ده چي تاسو به په دې خبرو غور وكړئ، له دې وروسته كه بيا هم تاسو په خپلې رايې ولاړ ياست نو هيڅ خبره نه ده، لكه څنګه مې چې ليكلي چې د ډيرو مهمو شيانو په صحيح والي او غلطوالي كي د صحابه كرامو او سلف صالحينو تر مينځ درانه اختلافات ميندل كيدل، مګر هغوى به هيڅكله دا نه ګڼله چې دويمه رايه حتماً په دين كې حرامو خبرو ته د ليار پرانيستنې لپاره ده.

 ليکوال: ارواښاد خرم مراد

ژباړه: ډاکټر وحیدالله مصلح

يادونه: ارواښاد خرم مراد د هندي قارې  وتلى اسلامي مفكر وو، د اسلامي دعوت په اړه د نوموړي ليكنې زښت ډير مينه وال او لوستونكي لري، يو وخت داسې هم وو چې ارواښاد په خپل ژوندانه د مشهورې اسلامي خپرونې ترجمان القران په مياشتينۍ مجله  كې د لوستونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، وروسته بيا ددغو پوښتنو او ځوابونو لړۍ د يوه كتاب په بڼه (رهنمايى، زندګى كى مسايل كاحل) چاپ شوه، كله چې مرحوم خرم مراد، د سالګرې د لومړي پوښتونكي سوال ته ځواب ووايه، نو په راتلونكې ګڼې كې پرې سختې نيوكې راغلې، د موضوع د راښكونتيا له امله يې ژباړه ستاسو مخې ته ږدو.

اصلاح انلاین

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب