انـسانــیـت: د ښـه مـلــګرتیــا راز دی.

ښـه ملـګری، پـه مجـلس، دفتـر، کـار، مـیله ځای او فـیسبـوک کـې هـیڅکله لـه تـاسـو دا غـوښـتـنه نـه کـوي، چی تـل یې خبـره ومــنئ او هـر نـظـر یـی تـاییـد کـړئ،

ښه ملګری یو له بل سره حسد نکوی، ځکه چه دوی د یوه مسلمان په توګه د خپل ملګری په ترقۍ باید خوشحاله شی. ځنې خلک ډېر بد نیته وی او د بل چا په خوشحالۍ ډېر خفه کېږی. حسدناک سړی به په خپل ژوند کې خوشحاله ونه وینې او هر وخت به خفه وی. د حسدناک سړی له زړه څخه د بدنیتۍ لمبې پورته کېږی

ښه ملګری هیڅکله خپل ملګری ته توهین نکوی او خپل ځان له دوی څخه لوړ نه ګڼی.
ځنې خلکو ته که سمه لار هم ښیې، دوی فکر کوی چه دوی ته توهین کوې، چه دغه شانته فکر کول ډېر غلط کار دی

ځکـه هـر انـسان بـیلا بیـل افـکار، تګـلوري، لـرلید، رسـالت او بـیلا بـیل نـظــرونـه لـري. ښـه او ریښـتنی ملګـری هـیڅ وخـت نـه غـواړي چـې ستاسو د ضـعف ټکـي ولټـوي خو تـل سـتاسـو راز ســاتـي. پـه هيـڅ وخـت کـې سـتاسـو رازونـه نـه افشـا کـوي.

بـایـد یـو د بـل افـکـارو او نـظریـاتـو تـه درناوی ولـرو، تـرڅـو ملــګرتـیا مـو دمـینـې او الفـت سـره  تـل مـل  پــاتـې وې.

Always love your friends from your heart. Not from your mood or need

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button