اندوسکوپي آزموینه او د هغې ډولونه

د اندوسکوپي ازموينه:

یوه په زړه پورې آزموینه ده چې د بدن د داخلي اجوافو اوکانالونو د تفتیش او درملنې له پاره کارول کیږي څو ډوله اندوسکوپي آزموینې د یوه انعطاف قبلوونکي پلاستیکي تیوب په واسطه چې په وروستۍ برخه کې یوه نور لرونکې آله لري د اجراء وړ ده او د نوموړو آزموینو په مرسته کولای شو د بدن اجواف مستقیما ووینو ، د انساجو څخه بیو پسي واخلو ، پولیپونه ورباندې لرې کړو او هم د وینې د بهیدلو مخنیوی وکړو .

اندوسکوپي د هضمي جهاز په تیره بیا د مرۍ ، معدې او او کولمو د التهابونو ، قرحاتو ( ټپونو ) خونریزیو ، تومورونو ، پولیپونو (Polyps) ، غیر نارمل جوړښتونو او زیات شمیر نورو ستونزو د تشخیص له پاره مرسته کوي .

د اندوسکوپي مهم ډولونه په لاندې ډول دي :

1. د خولې له لارې ( Peroral  Endoscopy ) : په دې اندوسکوپي کې لازمه ده چې تیوپ د خولې له لارې بدن ته داخل شي ، ناروغ د مسکنو درملو په واسطه تسکین شي او د خولې د بندیدلو ریفلکس باید د موصعي انستیزي په واسطه نهی شي ، که چیرې اندوسکوپي د خولې مرۍ ، معده او اثنا عشر له لارې معاینه شي د پان اندوسکوپي ( Pan endoscopy) په نوم سره یادیږي . او که یوازې مرۍ معاینه شي د ایزو فاګوسکوپي (Esophagoscopy) په نوم او که یوازې معده معاینه شي د ګستروسکوپي ( Gastroscopy) په نوم او که یوازې اثنا عشر معاینه شي ، دا عملیه د دودونو سکوپي (Duodenoscopy ) په نوم سره یادیږي .

2 . کولونوسکوپي Colonoscopy : په دې آزموینه کې کولونو سکوپ د مقعد له لارې غټو کولمو ته داخلیږي او نوموړې کولمې مستقیما د کتنې وړګرځي .

دا آزموینه د اسهال ، قبضیت ، خونریزي او د ګیډې د کښتنۍ برخې د درد د اسبابو د معلومولو له پاره کارول کیږي . ناروغ ته باید وویل شي چې خپلې کولمې د غایطه موادو څخه تخلیه کړي او 24ــ 48 ساعته مخکې له آزموینې څخه مایع رژیم واخلي تر څو کولون په ښه توګه ولیدل شي همدارنګه ناروغان باید د آزموینې څخه دوه شپې مخکې توصیه شوي مسهل درمل وخوري او یوه شپه مخکې (Enema ) احراء کړي. په دغه بهیر کې ناروغان باید خپل اعراض یاد داشت کړي چې د ګیډې خفیف کرمپونه او اسهال معمول دی د آزموینې پرمهال باید لومړی ناروغ ته لارښوونه وشي تر څو مثانه تخلیه کړي او د پروسیجر د مخه ناروغ مسکن او د درد ضد درمل وخوري او داسې وضعیت اختیار کړي چې کولون سکوپ په آسانۍ سره غټو کولمو ته داخل شي ، د دې عملیې په واسطه کولای شو چې د کولمو له جدار څخه پولیپ بیل کړو چې د ( Polypectomy)  په نامه یادیږي .

څیړنو ښودلې ده چې وروسته (Colonoscopic) (Polypectomy) په 2 فیصده ناروغانو کې د کولون ( Perforation) او په یوفیصد ناروغانو کې خونریزي د اختلاطاتو په توګه لیدل کیږي .

3. پروکتوسکوپي ( Proctoscopy) : د ریکتم د لاندنۍ برخې او مقعدي کانال یوه آزموینه ده لومړی د ګوتې په واسطه ابتدایي آزموینه کیږي ، وروسته آزموینه د پروکتوسکوپ په واسطه چې 3 انچه اوږدوالی لري اجراء کیږي ، د دې آزموینې په مرسته کولای شو چې بواسیر ، پولیپ ، فیسور ، فیستول او ابسه تشخیص کړو .

4 . سیګمو ییدوسکوپي (Sigmoidoscopy ) : کولونو سکوپي ته ورته آزموینه ده ،

یوازې په دې استثنا سره چې په دې آزموینه کې د غټو کولمو سیګمویید برخه هغه برخه چې د S حرف په څیر د نارله کولون او رکتم تر منځ واقع ده آزمویل کیږي ،

سیګموییدوسکوپي د ډیرو فزیکي آزموینو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي چې د داخله رنځ پوهانو په واسطه اجراء کیږي نوموړې آزموینه د کولون د کانسر ، ټپونو ، پولیپ ، تومورونو ، خونریزي او نورو ستونزو په تشخیص کې مرسته کوي ، ناروغان باید د آزموینې څخه یوشپه مخکې او یا د آزموینې څخه څو ساعته مخکې د ډاکټر هدایت سره انما ( Enema) شي سیګموییدوسکوپي یوه نور لرونکې آله ده چې یوه ذره بیني عدسیه هم لري او ډاکټر ته اجازه ورکوي تر څو د کولون مخاطي غشا معاینه کړي ، په اوس مهال د اندوسکوپي په مرسته د تنفسي ، کلیوي او مؤنث جنس د تناسلي سیستم ناروغي هم تشخیص او تداوي کیږي .

د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ