انجنیر ستانه میر زهیر | پېژندنه، دندې او آثار

پېژنده: 

دیپلوم انجنیر ستانه میر زهیر د پښتو ژبې له هغو د ګوتو په شمیر لیکوالو نه یو دی چې تر دې دمه یې د ساینس په برخه کې ډیر  پوهنیز اثار په پښتو او پښتنو لورولي دي، او په پښتو کې د پوهنیزو ساینسي اثارو تشه یې تر یوې کچې ډکه کړې ده، ښاغلی زهیر د خدای بخښلي یارمحمد زوی دی چې  ۱۳۳۲ لمريزکال د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په ثناخيلو کلی کې زېږېدلی دی.

زده کړې Education:

انجنیر ستانه میر زهیر خپلې  لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ( ۱۳۳۹ـ ۱۳۵۰) لمریز کاله پورې د کابل په رحمان بابا لېسه کې تر سره کړې دي، له ( ۱۳۵۲ـ ۱۳۵۶) لمریزه کاله پورې یې خپلې لوړې زده کړې د کابل پولیتخنیک انسیتوت کې دلېسانس تر کچې ترسره کړې چې وروسته یې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې  دجيولوجي اود جامدو کاني ګټورو موادو د پلټنې او  اکتشاف څانګه کې  خپله  ماستری ( MA) واخېسته او اوس   د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د محقق پوهنیزه کادري رتبه لري.

دندې: 

د تخصصي برخې دندې: 

انجنیر ستانه میر زهیر په خپله تخصصي څانګه کې لاندې دندې تر سره کړې دي.

  • دکانواو صنانعووزارت _ جيوانجنري مدریت۷ ۲۵/۵/۱۳۵ل  – ۱۴/۹/۱۳۵۷ ل کال ( ٣ مياشتې ٢٠ ورځې ).
  • معارف  وزارت _ تاليف او ترجمې رياست   ، د ښوونځي  د جغرافيې د کتابونو مولف او د جغرافيه بلوټن مسول مدير.

۱۰/۹/۱۳۵۷ل   ـ ۱۶/۳/۱۳۶۳ ل کال   ( ٥کاله ٦ مياشتې  او ١ ورځ )

  • د فوايدعامې وزارت _ لارو او ډګرونو رياست _ جيوانجنري مديريت.

۱۷/۳/۱۳۶۳ل  –۱۳/۵/۱۳۶۴ل کال ( ١ کال ١ مياشت او ٢٦ ورځې )

  • د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ جيولوجي انستيتوت .

۱۴/۵/۱۳۶۴ل –۲/۱/۱۳۷۴ل کال ( ٩ کاله ٨ مياشتې او ٢ ورځې )

  • د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ د اريانا دايرت المعارف _ د پارټايم  ليکوالانو د ټيم غړی د  ١٣٨٦ – ١٣٩٣ل کال.

په  فرهنګي برخه کې دندې: 

په فرهنګي برخه کې د انجنیرستانه میر زهیر عملي کارونه د ډیر ارزښت وړ دي، ښاغلي زهیر دې برخې ته هم دخپل خوږ ژوند ډېره برخه ځانګړې کړې ده.

– د BBC راډيو تعليمي پروژه ، ۱۹۹۴م – ۲۰۱۴ ( اګست ) – د نوي کور نوی، ژوند د ډرامې ليکوال

– د شمشاد تلويزون د ( خوږې ترخې ) طنزيه خپرونې سکريپټ   ليکوال،    ١٣٨٩-  ١٣٩٠ ل کا ل

– راډيو افغانستان  د ( کورني ژوند )  د پروګرام د پښتو برخې ليکوال-  ١٣٥٨- ١٣٦٢ ل کال

–  زيری جريده ، مصحح _ ١٣٥١- ١٣٥٢ل کال

–  هيواد ورځُپاڼه (  ستاسو صفحه)  متصدي  ١٣٥٠- ١٣٥١ل کال

چاپ شوی اثار

انجنیر ستامیر زهیر په خپله تخصصي برخه کې  ارزښتمند پوهنیز اثار لیکلي او خلکو ته یې وړاندې کړي دي.

۱_ جنګ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان .- د افغانستان د مطالعاتو مرکز_ پيښور چاپ

۲_ په افغانستان کې زلزلې-  داريک د ګرځنده کتابونو اداره _١٣٧٨کال پيښور چاپ

۳_ په افغانستان  کې کاني زيرمې    –   داريک د ګرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ

۴_ په افغانستان کې د منرالي اوبو جينې  – د ١٣٨٤ل کال چاپ _ د افعانستان د کلتوری ودې ټولنه_ جرمني ( له انجنير شيرشا رشاد سره په ګډه ليکل شوی )

۵_ د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو؟ (  دتير فنډ موسسه ١٣٨٦ ل کال

۶_ بايو ګاز  _ ژباړه ، داريک د ګرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ

 ادبي چاپ شوي اثار

١_ د زهرو ګل _ تصويري  لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا ، کابل  چاپ

۲_ نوی ژوند _ تصويری لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا په ۲۰۰۸م -کابل چاپ

٣-  د عامه پوهاوي لارښود ——. STEP- کاونټر پارټ انټرنشنل د ټاکنو څخه د ملاتړ بهير، ١٣٨٨ ل کال چاپ

٤- زما له مينې نه توبه ده ، د لنډو کيسو ټولګه _ ١٣٨٩ ل کال چاپ

۵- د نصرالدين ټوکې ( ژباړه ) ، د الازهر د کتابپلورنځي  چاپ

 

دنيټ په نړۍ کې ددوو weblogs چلونکی   :

ښاغلي  زهیر دوه ویبلاګونه هم چلوي، چې له دې لارې  یې هم ګڼ شمیر پوهنیز ې او ادبي لیکنې خپرې کړې دي.

شمشاد ویبلاګ

دا ویبلاګ ښاغلي زهیر یواځې ادب ته ځانګړی کړی دی.

زلزله ویبلاګ

دا ویبلاګ ښاغلي زهیر خپلې تخصصي څانګې ته ځانګړی کړی دی چې لوستونکي کولي شي له دې ویبلاګ نه پوهنیز معلومات ترلاسه کړي.

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب