امریکا چا کشف کړې؟ مسلمانانو که ریسټوفر کولومبوس

د برتانيېد سمندري قواوو مخکنی قومندان پوهاند (کیفین مانزیز) دا په ډاګه کوي او وايي: وړاندې د دې چې ایټالوي (کریسټوفر کولومبوس) امریکا کشف کړي، چینايي مسلمان (امیرال) امریکا کشف کړېده.

اوس دا خبره یو ځل بیا راوپارېده چې امریکا د ایټالوي تبعي (کریسټوفر کولومبوس) څخه (۳۱۴) کاله وړاندې مسلمانانو کشف کړېده. د ترکيې لومړنی وزیر (رجب طیب اردوغان) د دې موضوع په اړوند وايي: (کریسټوفر کولومبوس) دا ګومان کوي چې امریکا ده په (۱۴۹۲م) کال کشف کړېده؛ په داسې حال کې چې د مسلمانانو بېړۍ یادې لويې وچې ته په (۱۱۷۸م) کال رسېدلې وه، معنی دا چې د کولومبوس څخه (۳۱۴) کاله وړاندې رسېدلې.

اردوغان زیاتوي: د کولومبوس یادونې دېته اشاره کوي چې د کوبا په ساحل کې د غره په سر مسجد موجود وو.

مانزیس په خپل کتاب (په ۱۴۱۲م کال د چين له خوا د امریکا کشف) کې په تفصیل سره د کولومبوس څخه وړاندې د امریکا کشف یاد کړی، مانزیس په خپل یاد کتاب کې په مهمو سرټکو قلم څرخولی، یوه مهمه نقطه يې دا ده: هغه نقشه چې (امیرال) او ورسره د سفر ملګرو جوړه کړې، نېټه يې (۱۴۲۳م) ته رسېږي.

مانزیس په یاد کتاب کې زیاتوي: هغه بېړۍ چې سینغ د دې کار لپاره چمتو کړې وه؛ د هغه عنوان (د ځينو هیوادونو ځانګړې نښې)، مانزیس زیاتوي: په امریکا کې د رنګارنګه څاروو شتون (د بېلګې په توګه: بیزو، هندي فیل، افریقايي زرافه) د دې نښه ده چې مسلمان امیرال تر ټولو وړاندې هلته تللی دی.همدارنګه اروپایانو په دغه ځایو کې چينايي آثار هم پیداکړي وو.

پټه دي نه وي چې په هغه وخت کې یاد هېوادونه (هند ، افریقا، چین او …) د مسلمانانو تر ولکې لاندې ځمکې وې او د دې ځای اوسېدونکي مسلمانان او په یادو ځمکو کې اسلامي ثقافت خپور وو.

احمد سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب