الله جل جلاله سره د رابطې راز!

مبالغه به مې نه وي کړې که ووایم چې دغه پيغام به د هغو ښکلو او غوره پيغامونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه وي چې دارتباطي وسیلو له لارې لېږل شوي رالېږل شوي دي.
یوازینی هغه راز چې له تا پرته بل هېڅوک نه پرې پوهېږي هغه له خپل رب جل جلاله سره ستا اړیکه ده.
نه دې باید ستایونکي په خوږو خبرو تېر باسي ، او نه باید نیوکه کوونکي تاوان درته ورسوي، چې خپل موقف بدل کړې.
الله جل جلاله فرمايي: ( بَل الإنسَان على نَفسِهِ بَصيرَة ) بلکې انسان يا یې دبدن غړي په خپل ځان خورا ښه څارونکي او ګواهان دي.
د طاعت او معصیت تر منځ د ژوند کولو خطر دا دی چې ته نه پوهېږې خاتمه به دې په کوم وخت كې وي!
طاعت په اخلاص سره وکړه نه د ځان خلاصولو لپاره:
نفلونه الله تعالی ته د نېږديوالي په نیت کوه. نه په الله جل جلاله د احسان بارولو په نیت…
قسم په الله چې همدا ته طاعت ته اړتیا لرې، او رب جل جلاله دې ترې بې پروا دی، هېڅ اړتیا نه ورته لري.
په دې کې فکر مه کوه چې خلک دې ښه وبولي، دخلکو زړونه اوړي را اوړي، کېدای شي نن دې ښه وګڼي خو سبا به دې بد ګڼي.
ټول فکر دې باید په دې کې وي چې د خلکو پالونکی جل جلاله دې ښه وګڼي، که هغه ښه وګڼلې نو دخلکو زړونه به دې له مینې ‌‌‌‌‌‌ډک کړي.
حرام تل حرام دي، که څه هم چې ټول خلک یې کوي!!!
له خپلو اصولو مه تېرېږه، دوی پرېږده چې څه کوي. ځکه له تا سره حساب او کتاب یوازې کېږي.
ځکه خو نو ځان داسې برابر کړه څه رنګه چې امر درته شوی، نه داسې چې ته یې غواړې!
د ځان لپاره يو څه د پټو نیکیو داسې ذخیره جوړه کړه چې له الله جل جلاله پرته بل هېڅوک پرې خبر نه شي.
لکه څه رنګه چې پټې ګناوې تباه کوونکې دي، دغسې پټې نیکۍ له هلاکت څخه ژغورونکې دي.
یو عالم وایي: زه له الله جل جلاله څخه د ېوې اړتیا پوره کولو غوښتنه کوم، که یې راکړه نو یو ځل خوشحالېږم، او که یې را نه کړه نو لس ځلې، ځکه لومړی { چې دعا مې قبوله شي } دا زما انتخاب وي، او دوهم { چې را یې نه کړي } دا زما لپاره د علام الغیوب الله جل جلاله انتخاب وي.
په الله جل جلاله بروسه ځکه خورا ښکلې ده چې : { والله یعلم وأنتم لا تعلمون }
دا چې ځينې خلک په ژوند کې در سره ملګري کېږي او یا درنه ځي دا یو الهي رحمت دی، چې د وخت په تېرېدو سره به پرې پوه شي.
که په دې پوهېدی چې له ستونزو وروسته څه رنګه په اجرونو کې ‌‌‌‌‌‌غوټه کېږو کله به مو هم زر د ستونزو لیریوالی نه وای غوښتی.
الله جل جلاله هېڅ شی نه را نه اخلي مګر ددې لپاره چې یو څه راکړي، نو مخکې له دې چې تقدیرونه د عمل جامه واغوندي الحمد لله وایئ!
سلفو رحمهم الله تعالی به یو اوبل ته د دریو ټکو سپارښتنه کوله:
چا چې د ځان او الله جل جلاله تر منځ اړېکې سمې کړې، الله جل جلاله به يې له خلکو سره اړیکې سمې کړي.
چا چې خپل باطن سم کړ، الله جل جلاله به یې ظاهر سم کړي.
چا چې د خپل آخرت غم وخوړ ، الله جل جلاله به یې دنیا او آخرت دواړه ورته سم کړي.
تر ټولو لوی تاوان:
دا چې دجنت پلنوالی د آسمانونو او ځمکې هومره وي، خو ستا ځای پکې نه وي!!!
خپل ژوند غنیمت وګڼه، همدا دې توښه ده.
الله جل جلاله دې ما ته، تاسو ته او ددې ښکلو خبرو خاوند ته، ټولو مسلمانانو ته که مړه دي که ژوندي، بښنه وکړي.
دا څو خبرې دې ټولو دوستانو او ملګرو ته ‌‌‌‌‌‌
ډالۍ وي.
له الله جل جلاله څخه د ځان ، ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره، د دنیا او آخرت ښېګڼې، نیکمرغي او بریالیتوب غواړم.

ژباړه: عبدالرحمن وردګ

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ