الله تاسو ته اسانتیا غوره کوي!
عبدالله رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې دری ځله وکړه .
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.
د (التنطع) د معنا په اړه امام النووي رحمه الله لیکي: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، امام ابن الاثیر رحمه الله لیکي: التنطع تعمق او غلو کولو ته وایي، اصلاً النطع په خوله کې د ننه غار او حلق ته وایي او مطلب دا ده چې هرڅوک په خبرو کې تکلف کوي د خلکو د اغیزمن کولو په نیت په تکلف سره ژورې خبرې کوي عجیب لغات او الفاظ په سختي سره په ستوني کې ادا کوي هغه المتنطع دی، داراز که یو څوک په عمل او چارو کې تعمق، غلو او تیری کوي او له اعتدال او منځلاري وځي چې دا د اسلام روح ده؛ هغه هم المتنطع بلل کیږي . او دا ډول خلک هلاک دي. ځکه الله جل جلاله فرمایي: الله تاسو ته د اسانتیا اراده لري هغه تاسو ته سختي او تکلیف نه درکوي.
يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.