اغزن رباطونه | شعر
د بصیرت خاوندان
چې می پورته ، په غرور کړل قدمونه
لدې خـــاورو نه ترغوږشول ، آوازونه
قدم رو ږده ، ای نادانه بی خــــــــــبره
چې کـــــــــکرې دي ،مخونه دي لاسونه
ستر ګی وغړوه ، خپلي خپو ته دي نظر وکړه . چی د هر قدم په ایښیدو او چتیدو کې په زر هاوو جهان بینې سترګی ښکلی مړوندونه او رخسارونه خپو لاندی کیږي په دي خاورو کې ډیری هیری افسانی پرتی دی .دلته د فانی دنیا په مکاریو پو هیدلو ته نرئ لار ده . چی د عبرت بین نظر دا کتلی شي . او هغه انسانان یي لیدلای او پری پوهیدلای شي چی زړونه یي د معرفت په څراغ روښانه وي ، او د بصیرت خاوندان وي .
هر ورقی د ګلشن کې ، ستا حکمت دی
د بلبــــــــلو په ثنا کې ، ستا صفت دی
په نطر د عبرت بین په دي چمن کې
هره پاڼه یي ، دیوان د مـــــعرفت دی
تر ټولو غوره لار
یوه شیبه سر په خپل ګریوانه کې ښکته کول ، او خپل حال او ماحول باندی ژور سوچ کول انسان ته د عاجزئ د پوهیدو او درک مو قع برابروی . او دانسان په مافی الضمیر کې بدلون راولي د یو ټکي د معني په رسیدو او پو هیدو سره انسان ټکان خوری او د غفلت له خوبه راویښیږي او د انسان په روحیاتو ژور اثر کوی خکه د روحی قوت د اخیستو سره د اعمالو بدلون ضروری دی . داسی کله کله په خپل حال نظر کول تر ټو لو غوره لار ده .
کله کله په خپل عجز باندی نظر
په حالت د هر انســـان کوي اثر
بزرګــــــانو لدې لارې نه هر کله
په حــــــریم د ولایت ، کړی ګذر
د عبرت ټکي
دلته هر څه د حال په ژبه دي ګویا ، هره پاڼه هر ښاخ ، د عبرت په ژبه خبري کوی .
د خار او خس څخه د لټون آواز راپورته کیږي . زمانه د غافلانو د ویښیدو له پاره په سل رنګه اشارواو بدلونونو اوړي رااوړي خو د عبرت خاوندان ددي عبرت سرا څځه ټکي اخلي او غافل تري بی بهري وي غافل د زماني په سل رنکه بدلونونو نه ویښیږي ، او نه خبریږي ځکه چی په زړه کی یي د معرفت مشعل مړ د عبرت غوږنه یي کاڼه ، او د لټون سترګي یي ړندي وي .
مکاره زمانه
هره پاڼه چي د ګل څــــــــــخه ، تویږي
صاحبدل په خپل ، انجام باندي پو هیږي
میړوخي لور چې د سپین ږيري پلار کره د لیری ملکونو څخه میلمنه راغلي وه .
پس له څو مودي د خدای پاماني په وخت کي یي ، په داسي حال کي چي پلار یي د مریضی په بستر کی پروت وو .او د خپلی لور او نمسیانو د تګ له پاره ژړه غونئ وو نو لور یي ورته داسی ووییل پلاره! مه ژاړه کال ته خیر وي بیا راځو ، پلار ژړا ته نور هم زور ورکړ .ځکه هغه د فاني دنیا نه دومره مهلت ځان ته نه لیده ، او د فاني دنیا په لو بو پوه وو. لور ته یي هیڅ ونه وییل خو ددي ناویيلي ټکي او مضمون درک به غیر د صاحبدل څخه چا نه شو کولای .
زه ګرم نه یم چي ، ژړیږمه عالمـــــــــــه
په ټول عمر، د فاني دنیا له غمــــــــــــــه
څه چي ما په دي ، کاروان کي دي لیدلي
د غافل سترګي یي نه وییني ، په سمـــــــه
ژور سوچ
بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.
د فارسی ادبي پارچو څخه ژباړه
د افسوس عالم
سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟ با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،
ژباړن :سید عبیدالله نادر
د رب درګاه
حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو درویش او فقیر،بی ګناه زنداني کړ، خو د شپی یي خوب ولید .چې غریب زنداني بی ګناه دی .پادشاه دستور ورکړ او زندانی یی خوشي کړ او هغه یی ځان ته راوغوشت او ډیر یی نوازش کړ . او هغه ته ووییل چی زما نه یو حاجت وغواړه ، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یی ته د خوبه راویښ کړي ،ترڅو ما آزاد کړي ،او تا ته یی د عبرت ټکان درکړ ،دا ډیره د نامردۍ خبره ده ، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .
راځئ چې د محبت او میني غیږه خلاصه کړو
دا سبا چې مونږ پری دومره ډاډه یو ، شاید چې دا سبا نه وي ،نو غوره دا ده ، چې یو بل د مهربانۍ په غیږ کې ونیسو ،ځکه دا نه ده معلومه چې سبا به مهلت وي او که نه ،ژوند ډیر ژر تیریږي ،د مخه تر دي چې هر یو د اجل غیږي ته ورشو ،نو راځئ چې یو بل ته د محبت او میني غیږه خلاصه کړو ،او یو بل په غیږ کې ونیسو.