اسلامي خوځښت: لومړيتوبونه او غوښتنې!

دې كې شك نشته چې اسلام د ژوندانه يو بشپړ نظام دى او د اسلام كلمه ( اصطلاح) یوه کافی پراخه كلمه ده چې كولاى شي په ځان كې د الله جل شانه او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د پيغام حقيقت په بشپړ ډول راونغاړي خو بايد په دې خبره ځان پوه كړو چې مونږ د اسلام د كلمې سره د خوځښت او حركت د كلمې د ورزياتونې جرائت ولې كړى دى او اسلامي خوځښت څخه زمونږ موخه څه ده؟

اسلامي خوځښت:

په واقعيت كې د اسلامي خوځښت د كلمې موخه نه په دين كې د كوم شي زياتوالى او نه هم د كوم شي كموالى دى بلكې په اصل كې زمونږ د خپلو حالاتو په اړه يو كتنه ده او هغه داسې چې كوم پيغام، دنده، رسالت، بلنه او بيلګه چې د الله رسول صلى الله عليه وسلم زمونږ ته راسپارلى دى په اوسنۍ وخت كې د هغې د څرګندونې او په اړه يې د خلكو د سم او كره پوهاوي تر ټولو غوره او ريښتني لار كومه ده. د رسالت د دورې بشپړ ۲۳ كاله وګورۍ، كه هغه د مكې دوره وي او كه د مدينې دوره، په ټولو كې پرلپسې والې او يو رنګتوب كتل كيږي. د حالاتو د كتنې په رڼا كې لومړيتوب څه شي ته وركړل شي، كومه تګلاره خپله كړل شي او له كومې تګلارې څخه بايد ډډه وكړل شي، دا ټول دهمدغه عمل يوه برخه ده، دا ټول ژوند يو تړلى او پرلپسې ژوند دى، دا يو بلنه ده، يو مبارزه او جدوجهد دى.
كه مونږ وغواړو په څو كلمو كې يې بيان كړو نو ويلى شو چې لومړى ځانګړتيا يې ربانيت دى يعنې د خپل خالق، مالك او اقا پيژندنه ده او د نړۍ څخه ځان كوښه كول او د همغه ستر ذات سره د ځان تړل دي. د هغه جل شانه لارښونې او د خلافت او نيابت هاغه مسؤليت منل دي چې د انسان په توګه پرمونږ باندي د الله جل شانه لخوا لازمې شوي دي، همدغه د الله له لورى د خلافت سپارنې حيثيت دى او همدا د يو مسلمان د ژوندانه بنسټ او اساس جوړوي. د الله له لورې انسان ته د خلافت سپارنې او استخلاف مسؤليت له هدايت او لارښونې پرته سرته رسيدلاى نه شي او د لارښونې او هدايت سرچينې دوه شيان دي: يو د الله جل شانه كتاب قرآن كريم او بل د رسول الله صلى الله عليه وسلم اسوه حسنه. همدغه هاغه لارښونې دي چې مونږ ته د خلافت د ترلاسه كولو وړتيا رابخښي.

د استخلاف او خليفه ګرځولو موخه:

خو د دغه استخلافت هدف او موخه څه ده؟ دا يو ډيره نازكه معامله ده چې زمونږ موخه ترې يواځې او يواځې د خپل خالق او مالك د احكامو منل، د هغه سره تړاو، مينه او د هغه لورته ورستنيدل او په پاى كې د همغه جل شانه د رضا او خوښۍ ترلاسه كول دي چې د خوښۍ مظهر او نښه يې جنت دى او همدا زمونږ تر ټولو ستره هيله او ارزو ده.
يو مفكر په ډير ښكلى بڼه دا خبره په څلورو ټكو كې په لاندې ډول روښانه كړى ده:

لومړى پړاو: من خلق الى الله

د دنيا څخه ځان ګوښه كول او د خپل رب او پالونكي لورته ستنيدل دي.يعنې له دنيا او انسانانو څخه د خپلو اړيكو شلول او يواځې له الله جل شانه سره د خپلو اړيكو ټينګول او تړل دي.

دوهم پړاو:  مع الله

د دغه پړاو معنا د الله په رنګ ( صبغة الله) كې ځان رنګول دي داسې چې انسان يواځې او يواځې د الله شي او د هغه جلت عظمته د ښوول شوو لارو او زمونږ د ژوندانه د تګلارو ترمنځ لږه اندازه توپير هم پاتي نه شي. خو د ا د سفر پاى نه ده بلكې ددغې لوړتيا د ترلاسه كولو نه وروسته ايله اوس تر ټولو مهم او ارزښتناك سفر پيل كيږي يعنې د الله والا كيدو نه وروسته بيرته د دنيا د بيا رغونې او بدلولو په پرخطره او غږ پورته كونكى لار غوره كول.
علامه اقبال رحمه الله ويلي دي چې د نبي صلى الله عليه وسلم او صوفي ترمنځ همدا توپيردى چې د صوفي د معيار انتها او پاى دا ده چې هغه د الله نږديوالې لټوي او د دغه نږديوالي د ترلاسه كولو نه وروسته ګويا هغه هرڅه ترلاسه كړل خو ليكن د نبي صلى الله عليه وسلم مقام او منزلت بيا دادى چې هغه د الٰهي قرب او نږديوالي معراج ته له رسيدو وروسته بيرته د انسانانو منځ ته راځي او هغه رڼا، نور او لارښونه چې هغه صلى الله عليه وسلم ترلاسه كړى نورو انسانانو ته رسوي او د همدغه رڼا په توسه د نورو انسانانو ژوند، ټولې نړۍ او كايناتو او په دې ډول ټول انساني تاريخ ته رڼا وربخښي.

دريم پړاو: من الله الى الخلق

دغه بزرګ او مفكر دريم پړاو بيا د من الله الى الخلق په الفاظو كې داسې بيان كړى دى چې: د الله جل شانه درګاه ته د تللو نه وروسته بيرته انساني ټولنې ته راګرځيدل دي، د ظلم اوفسق دنيا ته، د كفر او سركښۍ دنيا ته راګرځيدل دي خو د دنيا د بدلون او بيارغونې په موخه.
همدا زمونږ هدف دى خو د سفر پاى نه ده بلكې ددغه سفر وروستۍ پړاو لاپاتى دى.

څلورم پړاو: مع الخلق الى الله اسلام چې د ژوندانه يو بشپړ نظام دى لومړنۍ غوښتنه يې ددغه نظام په ټينګه منل، د الله جل شانه سره تړاو او د الله والا كيدل دي. پردې سربيره بله غوښتنه يې د اده چې بايد ددغه الٰهي پيغام د منلو ترڅنګ د ځان او نړۍ د بدلون هڅې او هاند وكړل شي له همدې امله الله جل شانه له سل زره ( يولاك) څخه زيات انبياء عليهم السلام د انسانانو د لارښونې او هدايت لپاره نړۍ ته راوليږل

وروستى پړاو بيرته د الله لورته د ستيندو مرحله ده خو په دې توپير چې اوس ټول بشريت د ځان سره روانول او د الله جل شانه له لورى د ښوول شوو لارو په پيروۍ يې د الله لورته بوول دي همدغه مع الخلق الى الله مفهوم دى. اوس د انسانانو سره يوځاى او په ګډه د الله په لور ستنيدل دي څو د دغه دين لورته د خلكو د ورستنولو هدف د ژوندانه ترټولو ستر هدف او موخه وګرځي.
همدا د خوځښت او حركت مفهوم او معنا ده. اسلام چې د ژوندانه يو بشپړ نظام دى لومړنۍ غوښتنه يې ددغه نظام په ټينګه منل، د الله جل شانه سره تړاو او د الله والا كيدل دي. پردې سربيره بله غوښتنه يې د اده چې بايد ددغه الٰهي پيغام د منلو ترڅنګ د ځان او نړۍ د بدلون هڅې او هاند وكړل شي له همدې امله الله جل شانه له سل زره ( يولاك) څخه زيات انبياء عليهم السلام د انسانانو د لارښونې او هدايت لپاره نړۍ ته راوليږل. خو ليكن دا منصب يواځې زمونږ خوږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وركړل شوى چې د هدايت ترڅنګ ورته داسې حق دين وركړل شوى چې په ټولو اديانو به غلبه پيداكوي.
ھُوَ الَّذِیْٓ اَرْسَلَ رَسُوْلَہ بِالْھُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْھِرَہ عَلَی الدِّیْنِ کُلِّہ ط وَکَفٰی بِاللّٰہِ شَھِیْدًا o (الفتح ۴۸:۲۸)

مفهوم:

الله هغه ذات دى چې خپل رسول يې د هدايت او حق دين سره رواليږه څو په ټولو دينونو غالب شي او (پردغه حقيقت) د الله ګواه كيدل كافي دي.
د اسلامي خوځښت درې كاري ساحې
اسلامي حركت درې كاري ساحې يا دايرې لري چې بايد هروخت زمونږ د سترګو په وړاندې وي:

لومړنۍ دايره:

په لومړۍ دايره كې ځان، كورنۍ، خپل خپلوان، دوستان، ملګري، خوځښت او جماعت واقع دي. پرته له شكه كه مونږ د خپل ځان د سمونې او اصلاح كوښښ او هڅه نه كوو، خپل شخصي ژوند او شته د الله جل شانه په لار كې سرښندنې ته نه وړاندې كوو نو بيا خو مونږ په خپله دعوه كې ريښتيني نه ياستو. د خپل ځان او د خپل خوځښت اصلاح، ټينګتيا، استحكام او پياوړتيا او په اړه يې فكر او سوچ زمونږ لومړني مسؤليتونه دي.

دوهمه دايره

دوهمه دايره د ټولنې، هيواد او د هغه امت په اړه مسؤليت دى چې مونږ يې يوه برخه يو ( امت مسلمه). كه مونږ چيرته د اسلامي خوځښت په نامه يو خول له ځانه چاپيره كړو او د خپلې ټولنې، خپل هيواد، خپلې نړۍ او ټول امت د بدلون فكر ونه كړو نو بيا خو مونږه د خپل ځان ساتنه هم نه شوكولاى ځكه چې په نيكيو امر، له بديو منع او خيرته بلنه خو زمونږ دخپلو ځانونو د اصلاح او ټينګښت لپاره ضرور ده.

دريمه دايره

دغه دايره د ټول بشريت او د نړيوال كش مكش ده، كه دا د يو څو نفرو خبره وي او كه د لوى ګڼه ګوڼې.
د همدغه ګروهې، اطاعت، بلنې او د دين د اقامت د هڅو نوم اسلام دى او په ننۍ ژبه كې ددغه مفهوم د روښانتيا او څرګندونې هڅه د اسلامي خوځښت او تحريك په نوم ياديږي. الحمدلله نن ورځ مونږ يو څو افراد نه يو بلكې د اسلامي امت يو با ارزښته او د قدر وړ برخه ددغه كاروان او قافلې همراهان دي خو كه مونږ يو څو كسان هم واى بيا به هم مونږ د ټولې نړۍ فكر كولاى. نن ورځ پرټوله نړۍ د نړيوالتوب سحر خپور شوى دى او مونږ له دې څخه غافل نه شو پاتې كيدلاى او نه هم تنها اوسيدلاى شو. مونږ بايد دا سحر مات كړو او د حقيقت دنيا بايد راوباسو.
دا درې واړه دايرې بايد هروخت زمونږ په وړاندې وي او بايد په سمه توګه يې وپيژنو. د خپل هدف او موخې ټاكل، منزل ته درسيدو په موخه سمه او كره پلان ګذاري، د سمې او صحيح ستراتيژي يا تګلارې غوره كول او بيا په همدې لار كې تلپاتې هڅې او كوښښ زمونږ بنسټيز كارونه دي.

فكري جګړې او كش مكشونه

فكري كش مكش او اختلاف په نړۍ كې نه كله ختم شوى دى او نه به هم كله پاى ته ورسيږي. ( په انساني ټولنه كې ) كه د ګټو او مادي وسايلو د ترلاسه كولو په سر جګړې او ټكرونه يو منل شوى واقعيت دى نو د بشري تاريخ په اوږده او ساره كې فكري اختلافات او ټكرونه يو بنسټيز واقعيت ثابت شوى دى چې د ژوندانه د لومړۍ ورځې څخه شتون لري او تل ترتله به همداسې موجود وي.
سورة فاتحه چې د لمانځه په هر ركعت كې تلاوت كوو زمونږ په وړاندې دوه بشري ځواكونه ږدي:
اِھْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ o صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْھِمْ لا غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْھِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ o (الفاتحہ ۱:۵۔۶)
ژباړه:
مونږ ته نيغه لار وښايه د هغه خلكو لار چې تا پرې انعام كړى دى او هغوي نه په غضب كړل شوي دي او نه هم بې لارې او ګمراهان دي.
يعنې معنا دا شوه چې د انعام موندونكو او بې لارې خلكو ترمنځ اختلاف او توپير يو داسې ابدي واقعيت دى چې بشري تاريخ كې يې ښې نمونې ميندل كيږي او دا ټكر به تل همداسې روان وي.
نن چې بشريت د كوم نړيوال ټكر او اختلاف له منځ څخه تيريږي زما په نظر دغه اختلاف او جګړه دوه لوري يا دوه بيلابيلې نمونې لري. يوه نمونه  يا لورى خو هاغه دى چې د الله جل شانه څخه يې په ډاګه بغاوت يا انكار كړى او يا په يو څه نا څه طريقه د الله د منلو سره سره يې پر الٰهي لارښونو خپل عقل، نفس او شخصي ګټو ته د وړاندې والي وركولو جرائت كړى دى. د ژوندانه دغه نمونه ياماډل يو بې دينه ماډل او نمونه ده چې د پانګوالۍ، د نړيوال تمدني ټكر دوهم لورى هغه دى چې سمه بڼه يې اسلام وړاندې كوي او اسلامي حركت او خوځښت په روښانه توګه په نني دور كې هغه څرګند كړى دى. د ايمان او انكار دغه ټكر د هرې ورځې په تيريدو ښه ترا څرګنديږياشتراكيت يا فسطانيت په بڼو راڅرګنديږي. د ا ماډل او نمونه بې شماره نور شكلونه هم لري چې د تمدنونو په ټكر كې يو پړاو او يو لورى تشكيلوي.
د ژوندانه دوهمه نمونه او يا هم د نړيوال تمدني ټكر دوهم لورى هغه دى چې سمه بڼه يې اسلام وړاندې كوي او اسلامي حركت او خوځښت په روښانه توګه په نني دور كې هغه څرګند كړى دى. د ايمان او انكار دغه ټكر د هرې ورځې په تيريدو ښه ترا څرګنديږي. د غه ټكر او كش مكش ډير ازرښتناك ټكر دى او په دې لار كې سرښندنې، او د پرلپسې هڅو په پايله كې چې د حق د كاميابۍ لپاره كوم ربړونې او تكليفونه پرځان منل كيږي په دنيا او اخرت كې د كاميابۍ وسيله ګرځي.
په دغه ريښتيني كش مكش كې اسلامي خوځښت او غړو ته يې په ځانګړى ډول په اسلامي حركت كې د مسؤليت پورته كونكو كسانو ته په سمه توګه په دې خبره ځان پوه كول په كار دي چې د دنياوي وسايلو پربنسټ له مونږ څخه څو چنده پياوړي ځواكونو سره به مقابله څه ډول كوو؟ دا سمه ده چې زمونږ پر الله توكل او بروسه ده او الله جل شانه له ټولو څخه قوي او زورور دى، همغه جل شانه زمونږ اصل ملاتړى دى او يواځې د هغه د خوښۍ لپاره مونږ دا هرڅه سرته رسوو خو له بل پلوه د واقعيت ګرايي غوښتنه داده چې كوم خطرونه، ستونزې او حالات چې دي د هغوى بشپړه او هر اړخيزه پوهه په كار ده څو ځان لپاره ترې د وتلو لار غوره كړو.
په افغانستان كې د سوساليستيكي شوروي ماته په تاريخ كې د يو ستر بدلون وسيله وګرځيده. په ۱۹۷۹ كال كې د ايران انقلاب او د اسلامي حركتونو رامنځ ته كيدا او دهغوي كوښښونه بايد مونږ له دغه نړيوال ليدلورى څخه وګورو. مونږ بايد دا وپلټو چې په افغانستان كې د اسلامي جهاد د كاميابۍ نه وروسته ولې اسلامي حركتونه او اسلامي امت د دغه جهاد د ګټو او ميوو د ترلاسه كولو څخه بې برخې كړل شو. پردغه غميزه باندې د يو ژورې كتنې اړتيا ليدل كيږي او بيا د خپلو كتنو په رڼا كې دا هم معلومول اړين دي چې په راتلونكې كې او زمونږ په وړاندې پرتو نورو پړاونو كې مونږ دغه كار په څه ډول پرمخ بوځو.

د دين د تحريف هڅو ته يو كتنه

اسلامي خوځښت چې د دين كوم تصور وړاندى كړ او په اسلامي نړۍ كې چې دغه تصور د ويښتابه كومه نوى څبه رامنځ ته كړه نن همدغه تصور د تنقيد هدف ګرځيدلى دى. كه پردغه تصور باندې له يوې خوا لويديځ تاړاكونه كوي نو له بل پلوه كه ددغه تصور په عملي كونكو مسلمانانو كې يو ډله تجدد خوښونكي دي او بله ډله ناپوهه دوستان دي چې د حالاتو د ويجاړتيا او لاګډوډۍ لامل ګرځيدلي دي.
د اسلامي حركت لپاره لومړۍ ننګونه ( چلنچ) دادى چې څرنګه كولاى شي د اسلام دغه كره او سم تصور د خپل اصل روح، هراړخيزتوب او توازن سره خلكو ته وړاندې كړي، د هغه دفاع وكړي او پر نړۍ باندې د هغه د لوړتيا د ثابتولو او ترلاسه كولو هڅې او كوښښونه وكړي. علامه محمد اقبال، مولانا مودودي، شهيد امام حسن البناء او شهيد سيدقطب رحمهم الله هغه نوميالي دي چې نړۍ او اسلامي امت په وړاندې يې د اسلام سم تصور په روښانه توګه وړاندې كړ. نن هڅه كيږي څو دغه صحيح اسلامي تصور په ورانه بڼه خلكو ته معرفي كړل شي. كله ورته د پوليټيكل اسلام ( سياسي اسلام) نوم وركول كيږي او كله بيا صوفيت د اسلام د ريښتيني نمونې په ډول نړۍ ته د ورپيژندنې هڅې كيږي، چيرته بيا ددغه سمې تګلارې چې د اخلاقو او كړوړو د اصلاح، د ټولنيزې رغونې، د بدلون د مشرتوب، د اخلاقي ښوونو د تلقين، ښوونې او روزنې د بدلون د هڅو په اړه يو روښانه كاري نقشه لري توازن له منځ څخه وړل كيږي. …كله ورته د پوليټيكل اسلام ( سياسي اسلام) نوم وركول كيږي او كله بيا صوفيت د اسلام د ريښتيني نمونې په ډول نړۍ ته د ورپيژندنې هڅې كيږي، چيرته بيا ددغه سمې تګلارې چې د اخلاقو او كړوړو د اصلاح، د ټولنيزې رغونې، د بدلون د مشرتوب، د اخلاقي ښوونو د تلقين، ښوونې او روزنې د بدلون د هڅو په اړه يو روښانه كاري نقشه لري توازن له منځ څخه وړل كيږي.
مونږ ددغه بلنې او پيغام امانت ساتونكي يو، مونږ لومړى بايد پخپله پردغه ډاډمن واوسو او كوم كار چې مولانا مودودي عليه الرحمه ددغه كره اسلامي تصور (د كوم له امله چې د شلمې پيړۍ ديني فكر بدل شو) د وړاندې كولو او نړيوالو ته د هغه د كره توب د ثابتونې لپاره پيل كړى وو نن بايد مونږ هغه كارته ادامه وركړو او د پراختيا او ژورتيا دواړو پربنسټ يې نور هم مخ په وړاندې بوځو. ددې هدف لپاره علمي او څيړنيز كار، د رسنيو او د رسنيزو وسايلو خپلول اړين او ضروري دي. ددې لپاره بايد مونږ بايد بې وسي ونه ښايو بلكې د رسنيو د اغيزمنو وسايلو ښه كارونه زمونږ لپاره لومړۍ ننګونه او چلنج دى چې بايد مونږ يې ومنو.
له دې امله د اسلامي خوځښت لپاره د كار د خلكو چمتو كول، د ادارو پياوړتيا، د وسايلو پيداكول او د كار د ويش اړتيا ليدل كيږي څوله ټولو افرادو څخه يو ډول كار وانه خستل شي بلكې زمونږ د اړتياو سره سم ټول هغه كارونه چې د اسلام غوښتنې او د اسلامي حركت د كاميابۍ وسايل تشكيلوي د هرچا لپاره په كې (دهغه د استعداد سره سم) د كار يو نظام او سيستم وي، ادارې وي، افراد وي او په پايله كې كار په سم او ښكلې بڼه سرته ورسيږي.

د نظام د بدلون تګلاره

هغه دوهم ارزښتناك ټكى چې زه غواړم ستاسې پام ورته راواړوم هغه د د بدلون لپاره د اسلامي حركت تګلاره ده چې د ډير زيات ارزښت لرونكې ده. دغه تګلاره كې د ايمان، زړه او نظر بدلون، د شخصيت، د اخلاقو او كړو وړودسمون، د بشري خدماتو، د ظلم، محكوميت، اړمنتياو او فسق وګناهونو څخه د ټولنې پاكول او بلاخره د مشرتابه بدلون شامل دي. د مشرتابه بدلون څخه مو موخه يواځې د سياسي مشرتابه او قيادت لپاره چمتووالى نه دى سره ددې چې سياسي مشرتوب ددغه تګلارې يو ارزښتناكه برخه ده بلكې د قيادت او مشرتابه د بدلون څخه موخه د ټولنې هراړخيز مشرتوب دى كه هغه فكري مشرتوب وي، وټه ييز (اقتصادي)، ټولنيز مشرتوب وي او كه علمي او فرهنګي مشرتوب. لنډه داچې د ژوند په ټولو اړخونو كې د مشرتوب بدلون دى.
د نظام د بدلون لپاره د الله جل شانه او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم لخوا د ټاكل شوو حدودو او پولو په دننه كې په ټولنه كې د حق او عدل د رامنځ ته كولو او د ژوندانه د اسلامي نظام د پلي كولو لپاره د حكومت او دولت د وسايلو كارول هم د ايمان لازمي غوښتنى دي. د نظام د بدلون لپاره د الله جل شانه او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم لخوا د ټاكل شوو حدودو او پولو په دننه كې په ټولنه كې د حق او عدل د رامنځ ته كولو او د ژوندانه د اسلامي نظام د پلي كولو لپاره د حكومت او دولت د وسايلو كارول هم د ايمان لازمي غوښتنى دي.
دغه توازن او دغه تګلاره ډير اړينه ده. له دې پرته كومه بله لنډه لاره نشته ځكه دزور او قوت له لارې په افكارو او اخلاقو كې بدلون نه شي رامنځ ته كيدلاى. د زور له لارې وړاندې تګ د اسلامي حركت لپاره يو غير عادي تګلاره ده. كه چيرې مونږ په خپلو چارو كې توازن له لاسه وركړ او يا مو پريښوده نو مونږ اصلاً مو دخپل هدف سره لوبې او بې وفايي پيل كړى ده. د اسلامي حركت مسؤلينو ته په كاردى چې دغه تصور ژوندې وساتي او دده د لوړتيا د ثبوت ترڅنګ ترڅنګ له ښكلې او احسنې لارې په غوره والي، د هغه په كاميابۍ، لوړتيا او اغيزمنتوب باور ولري او بايد پوه شي چې ( د ټاكل شوو اهدفو د ترلاسه كولو په موخه ) پرې تګ حتمي دي ځكه زمونږ تګلاره او په دنيا او اخرت كې د كاميابۍ ضامنه لاره يواځې او يواځې داده چې:وَلاَ تَسْتَوِی الْحَسَنَۃُ وَلاَ السَّیِّءَۃُ ادْفَعْ بِالَّتِیْ ھِیَ اَحْسَنُ

د دعوت او بلنې په چارو كې سستيا او غفلت

دريم مهم ټكى دادى چې مونږ د خپلې اسلامي بلنې او دعوت چې زمونږ تر ټولو مهمه او ستره وسله ده حق په سمه توګه سرته نه رسوو ځكه مونږ يو ډول د قناعت او ارام ژوند لرو په داسې حال كې چې د الله لورته د بلنې معنا داده چې مونږ د الله د بندګانو لورته د الله جل شانه د پيغام درسولو لپاره بايد نارامه شو.
په دې لړكې زمونږ پر اوږو تر ټولو لومړنى حق زمونږ د كورنيو دى:  ٰٓیاَ ایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْٓا اَنْفُسَکُمْ وَاَھْلِیْکُمْ نَارًا وَّقُوْدُھَا النَّاسُ وَالْحِجَارَۃُ (التحریم ۶۶:۶)
اى ايمان لرونكو! خپل ځانونه او خپل اهل له هغه اور څخه وژغورۍ چې خس او خاشاك يې انسانان او تيږي دي.
له هغې وروسته بيا زمونږ ټولنه ده. كه په ايمان سره خبره وكړو ايا مونږ د خپلې كورنۍ غړو ته، خپلو نږدې او لرې خپلوانو ته، كليوالوته، د خپل دفتر كاركونكو ته او يا هم هرهغه چاته چې مونږ سره په يو ډول نه په يو ډول معاملات لرو كله هم د خپل دعوت او بلنې د رسولو هڅه كړى ده؟ كه زه دا ووايم نو شايد چې غلط شوى به نه يم چې مونږ په دې اړه كافي حده پورې سستيا او تنبلي كوو په داسې حال كې چې له دې پرته خو نه مونږ د خپل اسلامي حركت سره وفاداري پاللى شو او نه هم د الله جل شانه په وړاندې څه مخ لرو. دې كې شك نشته چې سياسي كار ډير زيات ارزښت لري خو هغه هم اصلاً زمونږ د دعوت يو وسيله ده، له دې لارې مونږ خلكو ته ځان رسوو او هغوي ته خپله بلنه وړاندې كوو. زمونږ بنسټيز كار د الله لورته او د هغه جل شانه ددين او ددغه دين د پلي كونكو حركت خواته د خلكو رابلل دي. په دې كې د سستۍ اوتنبلۍ او يا هم د اړيكو نه درلودو لپاره نه كوم عذر شته او نه هم كوم جواز.
له دې امله زمونږ او ستاسې زيات وخت بايد نورو ته د دين د پيغام په رسولو، د هغوى د شكونو په لرې كولو، د هغوي پوښتنو ته په ځواب وركولو، د هغوى د زړونو د مطمئن كولو او د خير لپاره دهغوي په منظم كولو كې تير شي. كه د بلنې او دعوت لار غوره كوو نو په ټولنه او او سياست كې به حتماً ( ښه) بدلون رامنځ ته كيږي. كه بلنه او دعوت كمزورى وي نو بيا به سياسي پايلې هم ښې نه وي. له دې امله دا ډير ضرور ده چې زمونږ او ستاسې (اسلامي) بلنه او دعوت د هيواد ټولو پاټكو ته چې عوام او خواص ټول په كې راځي ورسيږي. زه دا خبره كوم چې د اسلامي حركت غړي د يو ډول شخصي خول كې ځانونه راايسار كړي دي په داسې حال كې چې مونږ ته په كار دي چې خپل سلوك داسې جوړ كړو چې زمونږ ژوند د نورو لپاره وقف وي.(اسلامي) بلنه او دعوت د هيواد ټولو پاټكو ته چې عوام او خواص ټول په كې راځي ورسيږي. زه دا خبره كوم چې د اسلامي حركت غړي د يو ډول شخصي خول كې ځانونه راايسار كړي دي په داسې حال كې چې مونږ ته په كار دي چې خپل سلوك داسې جوړ كړو چې زمونږ ژوند د نورو لپاره وقف وي.

مونږ بايد د نورو انسانانو لپاره ژوند وكړو او د هغوي په خدمت كې بوخت واوسو. د خلكو په غمونو كې د هغوى سره شريك واوسو، د هغوي د دردونو په لرى كولو كې ورسره مرسته وكړو. د هغوي غم خپل غم وګڼو او د هغو خوښي خپله خوښي. ترڅو چې دا حالت نه وي پيدا شوى د اسلامي دعوت او بلنې غوښتنې مو نه دي پوره كړي.
ايا مونږ دا هير كړي دي چې محسن انسانيت حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د هغې ميرمنې سره چې د په لار كې به يې اغزي خپرول څه سلوك وكړ؟ كله چې هغه صلى الله عليه وسلم يو ورځ وليدل چې په لاره كې يې اغزي نشته نو د هغې ميرمنې پوښتنې ته ولاړ نه شو؟

ايا مونږ دا هم هيركړي چې په مكي دوره كې د ټولې ورځې د خوارۍ نه وروسته چې كله د حضرت ارقم بن ارقم كورته راستنيږي او لايې دمه نه ده جوړه كړى خو خبرېږي چې يو نوى قافله راغلى ده د خپلې ټولې ستړتيا سره سره بيا هم راپاڅيږي او وايي چې زه بايد دغه خلكو ته د دين پيغام ورسوم. حضرات صحابه كرام رضوان عليهم اجمعين ورته وايي چې تاسې ستړي ياستۍ، ستاسې طبيعت هم ښه نه دى، اوس لږ ارام وكړۍ سبا به هغوى ته خپل پيغام ورسوئ، ايا پوهيږۍ چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دغه مهال څه ځواب وركوي؟ هغه ورته فرمايي چې څه معلومات كه هغه قافله سبا له دغه ځايه لاړه شي او يا هم تر سبا به زه ژوند وم يا نه. نو په دغه حالت كې جناب محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه قافلې ته ورځي او د الله پيغام ورته رسوي. دغه هاغه بلنه او دعوت دى چې بايد زمونږ د ژوندانه مركز وګرځي. او ان شاءالله ددغې بلنې او په داسې شوق يې په سرته رسونې سره به حتماً بدلون رامنځ ته كيږي خو دا ضرور ده چې مونږ د خپلې ونډې كار وكړو.

د خپلو هڅو په كاميابۍ باور

د بلنې او دعوت سره سره مونږ بايد په دې هم باوري واوسو چې زمونږ بلنه او دعوت حق دى او حتماً په كاميابيږي. په دې اړه بايد هيڅ شك او شبهه ونه لرو. تاريخ ګواه دى چې د اسلامي بلنې د توغ پورته كونكي د ګوتو په شمير كسانو سترو سترو ځواكونو سره ټكر كړى، پرهغوي كامياب شوي او د تاريخ مخ يې اړولى دي. دنيايي تاريخ د زبرځواكونو ګورستان او هديره ده او دا يو تاريخي واقعيت دى چې كله هم كوم زبر ځواك وروسته له هغې چې نړيوال ځواك ترې جوړشوى د تل لپاره زورور نه دى پاتې شوى.

مونږ په خپلو سترګو وكتل چې يو وخت به د انګلستان په اړه ويل كيدل چې هغه لوى انګلستان يا ګريټ برټن دى او دا ځكه چې د نړۍ په دومره لوى برخه د هغوي حكومت وو چې لمر په كې نه ډوبيده او ويل كيدل به چې د سمندر په څپو يې هم واكمني ده خو بيامو وكتل چې هغه لوى زبرځواك څه ډول د اروپا په يو كوچني هيواد بدل شو او په اروپايي ټولنه كې د غړيتوب لپاره عريضې ته كيناسته. د روسيي څه دبدبه وه. خروشيف چې كله د ملګرو ملتونو غونډې ته لاړ نو د خپلو بوټانو سره يې خپلې پښې په ميز كيښودې او وې ويل چې مونږ دلته ددې لپاره راغلي يو چې پانګه وال نظام دفن كړو. خو نن د شوروي اتحاد وجود له سره د نړۍ په نقشه كې نشته. د امريكا په اړه هم تاسې ته دا وايم چې ان شاءالله په عراق او افغانستان كې چې د كوم تاوان سره مخ شو، د كوم نړيوال مالي كړكيچ سره چې مخ دي او همدا د دغه امپراتورۍ د زوال نښې نښانې او زيرى دى

 

د روسيي څه دبدبه وه. خروشيف چې كله د ملګرو ملتونو غونډې ته لاړ نو د خپلو بوټانو سره يې خپلې پښې په ميز كيښودې او وې ويل چې مونږ دلته ددې لپاره راغلي يو چې پانګه وال نظام دفن كړو. خو نن د شوروي اتحاد وجود له سره د نړۍ په نقشه كې نشته. د امريكا په اړه هم تاسې ته دا وايم چې ان شاءالله په عراق او افغانستان كې چې د كوم تاوان سره مخ شو، د كوم نړيوال مالي كړكيچ سره چې مخ دي او همدا د دغه امپراتورۍ د زوال نښې نښانې او زيرى دى. هيڅ زبرځواك تل ترتله باقي نه پاتې كيږي او مونږ بايد په دې باور ولرو چې حق به حتماً غالبيږي خو دا په ذهن كې كينوۍ چې حق پخپله نه غالبيږي بلكې ددې د غلبې لپاره به كوښښونه كيږي. ددې د غلبې لپاره بايد سرښندنې وشي، قربانۍ وركړل شي. الحمدلله نن ورځ د نړۍ هيڅ داسې هيواد نشته چيرته چې اسلامي حركت د دين د صحيح فكر او هر اړخيز تصور لپاره هڅې نه كوي.

د نړۍ د دغه نوي زبرځواك له كبله چې نن كوم خطرونه رامخې ته شوي دي د هغې څخه داسې معلوميږي چې زبرځواك يو نړيوال ځواك خو كيدلاي شي خو څه يې چې خوښه وي هغه سرته نه شي رسولاى. د هغه ټوله ټكنالوژي، زور، ټول دولت، پلانونه او وسايل د يو عادي شي له وجې ګډوډيدلاى شي. په نړۍ كې د زور انډول ګډوډ شوى دى نن مونږ ګورو چې كمزور پورته كيږي او زورور چلنج كوي او زورور يې په وړاندې بې وسه كيږي.
په داسې حالاتو كې زمونږ مسؤليت دادى چې له يوه پلوه د خپل اسلامي حركت فكر او لرليد د هرډول تحريف، ګډوډۍ، ككړتيا او كمزورۍ څخه وساتو ځكه د اسلامي حركت دغه فكر او لرليد نه وي نو بيا مونږ هيڅ حيثيت نه لرو. له بل پلوه چې اسلامي حركت د بدلون لپاره كومه تګلاره غوره كړى ده په هغې بايد په صبر او استقامت سره ټينګ پاتې شو. دې كې شك نشته چې كله به داسې پايلې او نتايج هم مخې ته راځې چې نهيلي كونكي به وي خو د مثبتو او ښو نتايجو مخې ته راتلل هم د الله په لاس كې دي. زمونږ ټول كار خو د اخلاص او پاك نيت سره كار كول دي د ( السَّعْیُ مِنَّا وَالْاِتْمَامُ مِنَ اللّٰہِ تَعالٰی ) د مصداق سره سم كار كول او هڅې زمونږ كار دى او بشپړيدو ته يې رسول د الله جل شانه لخوا دي. د قيامت په ورځ به زمونږ څخه د كار په اړه پوښتنه كيږي نو ځكه په هڅه او كوښښ كې بايد هيڅ ډول كمى نه وي. په دغه كوښښ او هڅه كې چې كومه تګلاره او توازن دى كوم چې د خير او بركت لامل ګرځي او له مخې يې د الله د رحمت نظام پلي كيږي بايد كمې په كې ونه شي او كه چيرې كمې په كې كيږي نو بيا دا ستره ناكامي ده.

د نوو غوښتنو سره همغږى پلان

زمونږ د بلنې، دعوت، خواريو او هڅو چورليځ او مركز د الله جل شانه درضا ترلاسه كول دي. ددغه بلنې يوه مهمه غوښتنه د كارد خلكو چمتو كول، د ادارو ټينګول او د كار د ويش له لارې هر مورچل ته ځان رسول دي. الحمدلله نن يو زيات شمير خلك د اسلامي حركت سره تړاو لري خو دو ژوندانه په بيلابيلو اړخونو كې چې زمونږ كوم اغيز وو، او د ژوند په هر ډګر كې چې او دا زمونږ د ټولو مسؤليت دى. دغه راز امت ته د ورپيښو ننګونو او چلنجونو سره د مقابلې لپاره يو اوږد مهالې پلان ګذارۍ ته اړتيا ليدل كيږي. په دې خبره بايد ځان ښه سم پوه كړو چيرته چې  ورځني كارونه مهم وي، كلني پلانونه مهم وي هلته ددې اړتيا هم ليدل كيږي چې زمونږ افكار هم پراخي پيداكړي. كيداى شي په دې نړۍ كې مونږ نه يو، خو داپيغام، بلنه، دا حركت او دا هڅه به ان شاءالله مخ په وړاندې درومي او خپل رول به سرته رسوي خو په هر صورت پلان ته به اړتيا وي. دا كومه نوى خبره نه ده چې زه يې كوم، ولې د حضرت يوسف عليه السلام د كيسې څخه دا درس نه اخستل كيږي چې هغوي پوره اووه كاله د غلې د پراخۍ سره مخ كيدل او بيا اووه كاله وچ كالي راروانه وه نو هغوى ددې لپاره سمه پلان ګذاري كړى وه. پلان ګذاري په اصل كې د انبياء عليهم السلام تګلاره ده خو مونږ په كې سستي كوو. مونږ ته په كار دې چې د كار د سړو د چمتو كولو او زمونږ په وړاندې پرتو ننګونو او چلنجونو سره د مقابلې لپاره منځ مهالي او اوږد مهالي پلانونه جوړ كړو او په رڼا كې يې خپله ستراتيژي او تګلاره سمه كړو.

ددغه پلانګذارۍ يوه مهمه غوښتنه مونږ هيره كړى ده او هغه دا چې مونږ هريو بايد يو يو مسؤليت ولرو او په دې فكر كې بايد واوسو چې زمونږ ځاى ناستى يو نه بلكې څو څو كسان وي په داسې ډول چې د استعداد له مخې هغوى زمونږ څخه زيات وي خو اوس عملاً پيښه داسې ده چې مونږ يو كس كاركوي او نور ګوري چې پايله او نتيجه يې دا راوځي چې كله يو كس ځي نو بيا د هغه تشه هيڅوك نه شي ډكولاى.
پرمونږ باندې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم بې شميره احسانونه دي خو دو شيان ډير زيات مهم دي: يو داچې د حق ستره ګواهي هغه صلى الله عليه وسلم وركړى ده، د هغې ګواهۍ مسؤليت اوس د اسلامي امت په اوږو ايښودل شوى دى او د دغه كار په پرلپسې ډول جاري ساتل ډير ضروري دي. دوهمه مهمه خبره داده چې د كار داسې سړي او افراد هغه صلى الله عليه وسلم له ځان څخه وروسته پريښودل چې هريو يې د ستورو په شان وو او د رڼا سرچينې وې. نبي كريم صلى الله عليه وسلم څومره ستره خبره كړى ده چې فرمايي: علیکم بِسنَّتِی وسنۃ خلفائے الراشدین،
ددې معنا دا ده چې زه ستاسې په منځ كې چې كوم كار پريږدم نو د هغه كار لپاره هغه مشرتابه او نظام هم پريږدم چې دغه كار به پرمخ بوځي.

ايا په ټولنيز او فردي ډول زمونږ فكر هم همداسې دى؟ ايا مونږ دا فكر كړى چې زمونږ ځاى ناستي بايد زمونږ څخه ښه وي؟ ايا مونږ كله دا فكر هم كړى دى چې هغه خلك چې زمونږ شاوخوا اوسيږي او هغوي ته مونږ خپله بلنه وررسوو په هغوى كې كوم كسان د كوم استعداد درلودونكى دي او دهغوي استعداد ته څه ډول رشد او وده وركړو او بيا په څه ډول د هغه فرد څخه د ښه څخه ښه كار واخلو. كه مونږ دا فكر او سوچ نه كوو نو بياخو دا ستر غفلت اوسستياده.
په مونږ او تاسې كې هر فرد د اسلامي حركت يو مسؤل غړى دى نو له دې امله زمونږ د هر يو وجيبه ده چې خپل ځاى ناستې وټاكي او ددغه دعوت او بلنې د پرمختيا لپاره كم له كمه شپږ ويشت نفرو ته ددغه بلنې په ډګر كې وده وركړي څو دا پيغام اودا حركت كامياب شي او حتماً به ان شاءالله كاميابيږي خو مونږ ته په كار دي چې خپله فريضه سرته ورسوو.
————————————————————————–
پروفېسور خورشېد احمد په نړۍ کې د اسلامي ويښتابه ستر مفکر او مسلمان داعي دی، د اسلامي نړۍ پر حالاتو ژور پام لري او د ترجمان القرآن اردو میاشتنۍ مسئول مدير دی.

ژوند مجله ۱۳۸۹ كال ، د ثور مياشت

ليكنه: پروفېسور خورشېد احمد
ژباړه: ډاکټر سيد خالد راشد

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب