اسـلام ته د بلنې وسايل
د کايناتو د خالق، مالک، او معبود رب لورته بلنه د مسلمان لپاره تر سترو نه ستر و ياړ، شرف، عزت او بنسټيز مسؤليت دی، د انبياؤ علیهم السلام کار دی، د دين د احياء او تجديد مبارک عمل دی، د دين او تحريک د ژوندي ساتلو ستره ذريعه ده، هغه حرکت او فکر چې داعي او بلونکی ونه لري په طبيعی مرګ محکوميږي، تسلسل او توريث ته اړتيا لري د الله لورته د خلکو رابلنه په حقيقت کې د هغو عقایدو، تصوراتو، باورونو ، اقوالو او اعمالو په لور بلنه ده چې پایله يې په دنيا کې د انسان د نيکمرغۍ او ښه ژوند سبب جوړيږي، د الله لور ته بلنه د اسلام د تطبيق او الهي سپیڅلې، کامل او شامل نظام لور ته د خلکو تشويق او ترغيب دی، څو د خپلو انساني مکلفيتونو د ښه تر سره کولو باعث وګرځي، د يو بل د حقوقو مراعات په کي وشي، د اسلام لور ته بلنه او دعوت د مصالحو د ساتنې او مفاسدو څخه د خپلې ټولنې ژغورلو په لاره کې د هلو ځلو مسلسل جد او جهد دی، د الله لور ته بلنه د یوې غوره ، قانونمندې او مهذبې ټولنې د جوړولو په لور دعوت دی، د اسلام لورته بلنه د الله د رضا د لاس ته راوړلو په لور دعوت دی، د اسلام لور ته بلنه د جنت لور ته د خلکو را بلل دي، د جهنم څخه د ژغورنې هڅې دي، د امن او سولې د فضا را منځ ته کولو تپ او تلاش دی، د خشونت او جګړې په ضد د عدل او انصاف د رامنځ ته کولو سپېڅلې جګړه ده، د ظلم د لاس لنډولو په مقابل کې د امن او امان مقدسه لاره ده، د خپلو ارزښتونو ، باورونو، ننګ او ناموس د حفاظت، هيواد او استقلال د ساتنې معقول فکري سنګر دی، نو له دې غوره عمل به څه وي چې انسان د انسان د دنيايې او اخروي نجات په لاره کې په هلو ځلو کې ځان، مال او وخت مصرف کړي،؟ د اسلام لور ته بلنه شرعي فريضه، ملې وجیبه او د وخت ستر سياسي ضرورت دی، په حکمت سره بلنه، په بصيرت سره بلنه، په مهذبه توګه بلنه ددې غوښتنه کوي چې د دې لارې لارويان د لارې په هر پړاو کې د حالاتو په تناظر کې معقول حرکت وکړي، داعيان به د خلکو د نيمګړتياوو د پوره کولو کوښښ کوي، د فکري، عقيدوي، سلوکې ، فردي او اجتماعې ناروغيو درملنه به يې کوي، د هغو د خرابو اعمالو مقابله به کوي نه د ناروغانو د شخصيت.
د دې له پاره چې دعوت سمه پایله ورکړي، هيله من يو ددې لارې نويو لارويانو ته د با تجربه دعوتګرانو د تجربو په رڼا کې څه فني او تخصصي لارښوونې وړاندې کړو.
دعوت څلور ستر اصول لري
اـ داعي ( بلونکی ).
۲ ـ مدعو ( بلل شوی)
۳ـ موضوع د دعوت.
۴- وسايل د دعوت.
چې د هر عنوان څيړنه يې اوږدو بحثونو او ليکنو ته ضرورت لري، ګڼ کتابونه پرې ليکل شوي او ډير روان او ګټورمطالب په دې هکله د دوکتورعبدالکريم زیدان تر( اصول الدعوة) عنوان لاندې ليکل شوي کتاب کې دي چې د بلونکو لپاره يې د بار بار لوستلو سپارښتنه کوم.
په دې لیکنه کې د دعوت په تربيتي وسایلو رڼا اچوو:
د خلکو روزنه او تربيه د بشري فطرت سره د تعامل يو مثالي اسلوب او روش دی، انساني فطرت يو پيچلي او مغلق شي دي، د ښه او بد د زده کړې او اخستنې استعداد لرونکی دی، خير او شر، مينه او کرکه، ايجابيات او سلبيات پکې نغښتې دي، نو د دعوتګر له پاره مناسب دی چې داسې يو تعامل ورسره وکړي چې د خلکو په نفسونو کې د شر قوتونه او منفي ځواکونه سرکوب يا غلي شي، د خیرمثبت اړخونه پکې ځواکمن شي، دا کار څه آسانه کار نه دي، د هر چا د وسه هم پوره نه ده، د عجلې او منډې کار هم نه دی، د يوه ځانګړي زماني پړاو خبره هم نه ده، د احساساتي حرکت د توان موضوع هم نه ده، له علم، درايت، پوهې ، بصيرت، حکمت ، صبر او اوږده نفس لرلو څخه پرته په زړه پورې موخې نشي ترې ترلاسه کېدلی، په دې لاره کې الهې توجيهاتو او پيغمبري لارښوونو ته بار بار مراجعه پکار ده، او د هغو په رڼا کې يون ته ضرورت دی، او د دومره سختيو په يادولو مې ستاسو همتونه کمزوري کول مطلب نه دی غواړم بلونکې ددې پتمنې، درنې او اوږدې لارې يون او حرکت تابيا نيولو ته وهڅوو، که لار سخته ده خو تلل ورباندې ناممکن نه دي، او پرته له دې بله آسانه لارهم په نظر نه راځي ، همدا لار ده، او تلل ورباندې فرض دی، د ولسونو او پرګنو د سعادت او نجات لاره همدا ده. په دې لاره د تللو له پاره لومړی دا په کار ده، چې داعي خپل ځان جوړ کړي ، خپل شخصيت له جسمي، روحي، فکري، عقيدوي، عبادي، سلوکې ، فردي او اجتماعي پلوه غښتلی کړي، د دعوتګر د شخصیت جوړونې څه وسايل د اسلامي غورځنګ سرخيلو په کوته کړي دی چې د هغو د کارولو په برکت د دعوتګر انسان مختلف اړخونه تکميليږي، يو تکړه او ځواکمن داعي ترې جوړيدلی شي، د اسلامي غورځنګ اصلاحي او تجديدي کار څه بې پلانه او بې برنامي کار نه دی، ځانته منظم پلان لوايح او کاري وسايل لري.
چې دغې ستر هدف ته د رسيدلو په هکله مرستندوی دي. دلته غواړو د هغو تربيتي وسايلو له کتاره په يوه وسيله رڼا واچوو، چې هغه اسره( حلقه) ده په دې برخه کې د دوکتورعلي عبدالحليم محمود د ( وسايل الدعوة ) له کتاب څخه استفاده شوې ده. چې په دې برخه کې اوږده تفصیلات لري، د زيات معلومات له پاره هلته مراجعه پکار ده.
هغه تربيتي وسایل دادي:
۱ـ حلقه يا اسره ( اونيزه ناسته) ۲ــ کتيبه (شپه ويښه تیرول) مياشتنی برنامه، ۳ــ رحله ( علمي، دعوتي او تفريحي سفر) ۴ــ مخيم ( تربيتګاه) ۵ ــ دوره( تربيتي کورس) ۶ــ ندوه ( ګردی ميز) ۷ــ مؤتمر ( کنفرانس) ۸ــ د کتاب مناقشه. ۹ ــ محاسبه( د افرادو او کارونو ارزیابي) او داسې نور…
غواړو په هره وسيله لنډه اواړين بحث ولرو خو له اٌسرې به پیل وکړو:
الف ــ اٌسره ( حلقه) او اهميت يې : اٌسره د اسلامي غورځنګ د تربیتي وسایلو څخه يوه مهمه وسيله ده، اٌسرې د خپل تأثير له برکته د حرکت د ثوابتو په کتار کې تر ټولو وسايلو براو لومړی ځای نیولی دي. اسره په حرکت کې د تربيت له ثوابتو څخه شميرل کیږي.
د اسرې تعريف:
اٌسره عربي کلمه ده په ډيرو معناوو سره راغلې ده، مضبوطې زغرې، محکمې کلا ته هم وايي، د سړي کورنۍ ته هم وايي. هغه ګروپ او ټولنې ته هم وايي چې ګډو موخو( اسلام لپاره د کار کولو، تربیې او تابيا نيولو) امورو سره را غونډ کړي وي. دې معانيو ته په نظر اچولو سره ویلی شو چې اسلامي حرکت د اولنيو ورځو په درشل کې همدې معانيو ته په کتو د خپل حرکت د غړيو د ښه خوندې ساتلو او ښې تربيې لپاره همدغه د اسرې ( کورنۍ) نظام رامنځ ته کړ، چې د حلقې غړي به يو له بل سره د يوې کورنۍ د غړو غوندې ورورګلوي ټينګوي او پالي، او په دې اسره کې به ټاکل شوی تعليمي او تربيتي نصاب مخته وړي، د دې حلقې غړي: ( له ۵ تر۷) تنو پورې په هره اونۍ کې د ځان د ښې او بشپړې تربيې په سپېڅلې انګيزه يو ځل حتماً د دونيمو تر دريو ساعتو ناسته لري، او هڅه به کوي خپله ناسته د قرآن کريم ، نبوي احاديثو او سيرت ، عقيدوي ضروري مسايلو، فقهي احکامو، هيواد او نړۍ د حالاتو په اړه د ګټورو معلوماتو د تبادلې سره داسې مؤثره کړي چې د حلقې اساسي ارکان پکې متحقق شي، کوم چې د اسلامي حرکت مخکښو او باتجربه قايدينو او مفکرينو په ګوته کړی دي، او د دغه ارکانو د لاسته راوړلو سپارښتنه يې کړې ده. لکه: ۱ــ تعارف. ۲ــتفاهم. ۳ــ تکافل.
الف ــ تعارف: چې د اسرې غړي د حلقو د تدوير په جريان کې يو دبل په هکله پوره پيژندګلوي لاس ته راوړي، یو د بل له خويونو، میلانونو، طبيعت، کورني ظروفو، اجتماعي، سياسي تړاوونو او شخصي استعدادونو او مالي تواناييو څخه به تر هغه بريده چې شريعت اجازه ورکوي ځان خبروي، د تعارف رمز په سپیځلې مينه ، ورورګلوۍ او محبت کې نغښتی دی، د اسرې غړي به يو له بل سره پوره مينه ، محبت او رواداري لري، له محبته خالی سپیره تعارف مطلوب نه دی، داسې تعارف چې زړونه له زړونو سره او ارواوې له ارواوو سره ونښلوي، له زړونو نه زړونو ته لارې وباسي.
بـ ــ تفاهم: د اسرې دوهم رکن تعارف دی چې د مسلسلو ناستو، بشپړې پيژندګلوی او ګډ تعليمي او تربيتي منهج او نصاب د سم پلي کولو په پايله کې به د دوي ترمنځ د نظرهمرنګي رامنځ ته کيږي، د پيښو په اړه به همفکري او همغږي ورته حاصليږي، تصورات به يې يو بل ته ورته والی مومي، دريځونه او مواقف به يې يورنګه کیږي.
د ټکر او تضاد فضا به کډه باروي خپل ځای به وحدت ، مينې محبت، ورورګلوي، خير خواهي او رواداري ته پريږدي، او نن سبا خو د ټولنو د افرادو ستر مشکل همدا دی چې تر منځ يې نه مینه شته نه همفکري او نه همغږي، په مواقفو کې سره ګډ وډ شي، او بيا د هيڅ خير د کولو جوګه نه وي. فرصتونه او چانسونه يې د فکر، تصوراتو او دريځونو د اختلاف قرباني شي.
اعتماد او باور يې خدشه دار شي، اسلامي ټولنې که دا د همفکرۍ او همنظري يو پر بل د اعتماد پانګه لرلی ډير کارونه به آسانه شوي او ډير مشکلات به پرې حل وو. اسلامي نړۍ د همفکرۍ د نشتوالې له امله ستره خساره کړې ده، له همدې امله نن د اوبو د ځک غوندې بې ارزښته ده او د نړۍ د استاذۍ ستر او دروند مقام يې له لاسه ورکړي او د ذلت شپې سبا کوي، نو د اسلام تیر مجد او عظمت د احياء لپاره فکر او هلې ځلې په کار دی، او پرته له منظم تربيتي نظام را منځ ته کولو دې ارمان ته رسيدل ممکن نه دي، د ټينګې يادونې وړ ده چې دا ستر نعمت چېرې په بازارونو کې په پيسو نشي تر لاسه کیدلی، نه يې کومه صنعتي فابريکه جوړولی شي او نه په بازار کې خرڅيږي د دې د تر لاسه کولو ځای همدغه د حلقو مينه ګرکی تربيتي نظام دی. دا کوم نوی بدعت هم نه دي دا د اسلام په زرين او رزين تاريخ کې ژورې ريښې لري، د دې کارپیل د (الارقم بن ابی الارقم ) له کوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک عمل شوي دی چې نړي ته يې نوي زړه سوانده زړور، فرصت شناس او عملی قیادت تيار کړ. او د اسرې د اهدافو، آدابو او ارکانو په څيړنه کې به يې ځاي پر ځای د شرعي والي دلایل مخې ته نور هم را څرګند شي ، چې انسان نور هم د دغې نظام د تأثيراتو په ليدو تطبيق ته هڅوي او په اړينتوب يې سړي ډاډه کوي، کوم ښه نتايج چې د اسرو د نظام د تطبيق له برکته د اسلامي حرکت لاس ته راغلي نو د تحریک هر غړی ددې سترې وسیلې کارولو ته خپله حرکي اړتيا محسوسولی شي.
ج ــ تکافل: د اسرې د ريم رکن تکافل دی، موږ د اسرې په تسلسل کې د هر ورو استعدادونه او توانايي پيژندلی او معلومولی شو، نو هغو ته په کتو د هر ورور څخه همغومره توقع او هيله لرلی شو، په اسره کې د اخوت د غوښتنو په تناظر سره يو بل ته مرسته ورکول او يو دبل د مشکلاتو د حل په لاره کې هلې ځلې کول خپله حرکي ايماني او اخوي دنده وبولي، او خپل ځان د ورور د مشکلاتو د حل کفيل او ذمه دار احساس کړي، په حلقه کې باید دغه سپیڅلی احساس تر لاسه شي، هو! د ټاکلي منهج په سم او جدي تطبيق سره دغه احساس را پيدا کيږي، وده مومي او غښتلی کيږي، اسره يوازې تعليمي او ثقافتي کلاس او ټولګی نه دي.
د حلقې غړی باید داسرې د ورور په غم او ښادی کې حاظر وي، په جسمي او شعوري توګه، د مشکلاتو او غمونو د کمولو او خوښۍ د زیاتوالي باعث شي.
د اسلامي حرکت غړي به چې کله بنديان شول د خپلې اسرې وخت به چې راورسيد نو خوشاله به ؤ چې اوس به زما سره په حلقه کې شريک وروڼه راټول وي، ماته به دعا کوي او زما په نه شتون کې به زما د غمجنې کورنۍ احوال اخلي. د هغوي له پاره دا ستر ډاډ او سکون ؤ ، د وخت مستبد نظام پلان درلود چې د اسلامي حرکت غړي زندان ته واچوي، تر څوکورنۍ يې بې سرپرسته شي، اولادونه يې بې تعليمه پاتې شي، د غربت او احتياج له شامته په اخلاقي کمزوريو اخته شي، خو د اسلامي نهضت غړو کې د تکافل د روحيې شتون او توجه له برکته ظالم واکمنان په خپل ناولي هدف کې پاتې راغلل، ځکه چې هلته موجود تربيتي نظام هغوی د تکافل په معني او مطلب پوه کړي او روزلي وو. په دې يې ښه سر خلاص ؤ چې تکافل ته د اړتيا ځای او ورځې همدغه دي.
موږ به ځان او ملګرو ته د آزميښتونو څخه د عافيت سوال کوو، خو کله به هم د دې لارې او مسير له طبيعته ځان نه غافل کوو، ځکه دا لار د کړاوونو او آزميښتونو لار ده ، دا د جنت لار ده په مکارهو پوښل شوې ده، که کله تکالیف او مشکلات راځي چې سړی په ذهني طور له مخکې نه ورته تيار وي،او په دې برخه کې د اسرې ستر رول او نقش وي.
اسره باید غړو کې مينه ، محبت ايجاد کړي، د محبت ادنی او ټيټه مرحله دا ده چې يو د بل په وړاندې مو زړونه صفا وي، يو بل ته سلام واچوو، يوبل ته هديه ورکړو، يو دبل پوښتنه وکړو، اجتماعي روابط وپالو، او لوړه مرحله يې ايثار دی، چې د اصحابو کرامو او تابعينو په سوچه او ساده ژوند کې يې بې شميره مثالونه ګورو، او نن هم د اسلامي حرکت غړي د هغې تمثيل کوي، وايې: ( يو ځلې د مصر په يوه زندان کې څوتنه ځوانان بنديانوو، چې د اخوان د حرکت غړي ؤ د زندان مؤظف هغوی يو ځای ته راغونډ کړي او تهديدي چلن يې ورسره کاوه، يو تن ته عطسه( پرنجی ) ورغي دا پرنجی هم د زندان په جلادانو بد لګيږي نو امر يې وکړ چې پرنجې والا د کتار مخې ته راووزي،.په دې وخت کې ټول ورووتل، د زندان مؤظف نور هم په قهر شو چې پرنجي واله خو يو دی، نور شاته لاړشئ، هغه دې را مخته شي بیا ټول ورووتل، دوه درې ځلې دا عمل تکرار شو، آخر يې ټول له جزا معاف کړل، هر يوه غوښتل چې جزا ماته راکړل شي او هغه پرنجی کوونکی ورور ونه پيژندل شي او له جزا وژغورل شي.
د مصر د ابی زعبل په جهنمي زندان کې په کال ۱۹۶۵ م کال د اسلامي غورځنګ غړو ته يو له بل سره د مرستې او تکافل په تور لويه دوسيه جوړه شوه، او ډير کسان په دې جرم ونيول شول چې د بنديانو له کورنيو سره يې مرستې کړې دي، دا خبريې خپور کړ، چې هر چا د بندي له کورنۍ سره پنځه سوه قروش( مصری روپۍ) مرسته کړې نو په پنځه کاله بند به محکوميږي، لس قروشه مرسته کوونکی په لس کاله قید. د ظلم او طغيان نظامونو چلند له خپلو ولسونو سره دادی، د دې پر ځای چې خلک د بنديانو او بيوزلو کفالت او مرستې ته وهڅوي هغوی د مجرمينو تور لست ته غورځوي، آيا دې سختيو او فشارونو اخوانيان د خپلو وروڼو له تکافل څخه منعه کړای شول؟ نه! هيڅکله هم نه! تر دوستانو مخکې دوښمنان ددې شاهدي ورکوي چې نه! او نه! د امتياز په وخت کې به بل مخته کوي او د سختۍ په وخت کې به ځان ورمخته کوي، ځان به محروم کوي او بل به مړوي.
د افغانستان جهاد هم د ايثار او تکافل ګڼ او زرګونه مثالونه لري، چې دا لنډ بحث يې د يادولو حوصله نه لري،، لنډه دا چې د تکافل روحيه لرل د اسلام غوښتنه ده او د اسلامي حرکت له بارزو ټولنیزو ځانګړنو څخه شميرل کيږي.
د اسرې اهداف:
د مسلمان هره خبره ، هرګام ،او هر حرکت بايد هدفمن وي، له مسلمان سره بې هدفه خوځيدل نه ښايې، اسره يو هدفمن تربيتي عمل دی، د اسرې هدف د يوه مسلمان فرد هر اړخيزه جوړونه او تکوين دی، چې له هر څه نه مخکې يې په اسره او حلقه کې ايماني پوخوالي او ټينګښت ته توجه وشي. چې له الله تعالی سره يې اړيکه کلکه او تقرب الی الله ورته حاصل شي، ايمان يې ثمردار شي، صالحه اعمال د ايمان ميوه او ثمره ده، د عباداتو سمون يې وشي، د سلوک او اخلاقو غوره والی تر لاسه کړي، بايد د قوي جسم څښتن شي، چې د دعوت د پيټي د پورته کولو توانايي پکې پيداشي، د ټولنې فعال، نافع او خيرخواه غړی شي، ټولنه کې د خیر او عدل علمبردار شي، د ټولنې د دردونو او رنځونو دوا او درمل شي، د ټولنې د افرادو سره خپلې د ورورګلوۍ، وطنداري او ټولو مسلمانانو سره د واحد امت او ټولو انسانانو سره د انسانيت د حدودو په چوکاټ کې اړيکې ولري، ويې ساتي او ويې پالي، د ظلم، منکراو فساد د مخنيوي په لاره کې د دې سنګر سرتيري او امين سپاهي ترې جوړ شي، د ټولنيز کار په اصولو، ضرورت، او غوښتنو پوه شي، په اسلام د اعتزاز روحيه ولري، د پردي فرهنګونو د انحرافي کړنو د مقابلې جوګه شي، او د نوي عصر له مفيدو لاس ته راوړنو د سمې استفادې استعداد په کې را پيدا کړي، ، د ټولنې سره د غوره تعامل او چلن جوګه شي، د مشکلاتو په حل کولو قادروي، د ولس مادي او معنوي خدمت ته ملاتړلی عسکر وي، د هيواد او هيوادوالو سره مينه او محبت ولري، په خدمت يې ووياړي، آزادي، آبادي او سربلندي يې وغواړي، دا اهداف هلته لاس ته راوړلی شو چې د اسرې ټول آداب، شرايط له توجيهي کلې نیولې تر علمي، ثقافتي او عملي برنامو پورې په پوره اهتمام پرمخ بوزو، د يوه بابصيرته او بادرايته زړه سواندي نقيب (سرحلقه) له خوا د دغې اسرې اشراف وشي.
د جمعيت اصلاح ستر امتياز په همدې کې دي چې د خپل ولس د افرادو او بچيانو د سالمې روزنې له پاره عملي وسايل کاروي او د ځينو آرماني خلکو غوندې يوازي بې برنامي او لاس تر زنې حيران ارمانجن نه دي، بلکه عملې برنامې لري او انسان د الله تعالی داسې يو مخلوق دی چې په تربیه او لارښوونو جوړیږي او چې مهمل پريښودل شي د شر قوتونه پکې وده کوي او د خير استعدادونه يې د شر تر سيورې لاندې راځي او کنګل کيږي.
شهيد سيد قطب (رح) نه چې کله مستنطق دا پوښتنه مطرح کړه چې آيا تاسو د جمال عبدالناصر ( دمصر د هغه وخت د واکمن) د له منځه وړلو پلان جوړ کړی ؤ؟ ده ورته وويل: نه ! موږ د دومره وړو کارونو فکر نه کوو، زموږ مخې ته لويه برنامه پرته ده، مستنطق وويل هغه څه ده؟ سيد وويل: موږ د داسې يوه ولس او نسل تربيه او روزل غواړو چې جمال عبدالناصرغوندې وګړي له سره پکې پيدا نه شي.
موږ هم هيله من يو د دې ديني او ايماني تربيتي نظام له لارې داسې يو نسل وروزل شي چې د اسلام او وطن ريښتي خدمتګار وي، د اسلام او ملت د منافعو مدافع او ساتونکی وي، نه د پرديو د لاس آله، خاين، يا بې تفاوته او مهمل انسانان.
الله اکبر ولله الحمد.
ليکنه او ترتيب: محمد حسن اسلامي