استشراق: ختيځ پيزندنه او كه اسلام وهنه!؟

قراّن عظيم الشان د الله تعالى معجز كتاب دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې يې ټول انسانان د قراّن په څېر د يو بل كتاب په راوړلو وننګول, بيايې د لسو سورتونو او په پاى كې يې د يو سورت په راوړلو وننګول, د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوند په وروستيو ورځو كې ميلمه كذاب, اسود عيسى او يو شمېر نورو د پيغمبري دعوه وكړه او له ځانه يې يو لړ خندونكي اّيتونه اوسورتونه جوړ كړل.

چې په اوريدو سره يې د خپل بطلان ګواهي وركوله, بيا د تاريخ په اوږدو كې زيات شمېر داسې كسان پېدا شوي دي چې د نبوت دعواګانې يې كړې دي. خو پرته له دې چې د خلكو د خندا شي, بل هيڅ ډول اغېز يې نه دى پرې اېښى, يوازې د هغه مدعيانو پېروان څه ناڅه پاتې دى چې په حقيقت كې ښكيلاكګرو د خپلو شومو اغراضو او موخو لپاره د هغوى شتون اړين بللى دى. د بېلګې په توګه په دې ورستيو پيړيو كې بهائيان د چې مرزا حسين بهايي پېروان دي او ياقاديانيان چې د مرزاغلام   احمد قادياني پيروان دي يا ذكريان چې د نور محمد پيروان دي او داسې نور چې يا خو د انګليسي استعمار لخوا او يا هم نيغ په نيغه د يهودي لخوا رامنځ ته شوي او تراوسه د هغوى لخوا حمايه كيږي.

بل پلو ته د قراّن عظيم الشان د نزول له لومړيو ورځو څخه د مشركانو له پلوه د قراّن په اړه ډول ډول شكونه او شبهات راولاړيدل, چې په خپله قراّن عظيم الشان به هغې ته ځواب وايه, او بيا د وحې د انقطاع وروسته همدغه شبهات او شكونه په بيلابيلو بڼو او عباراتو د تاريخ په اوږدو كې د بيلابيلو خلكو لخوا تكرار شوي دي خو تر ټولو زيات اغيزمن پړاو يې هلته پيل شو چې دغه كار ديو منظم حركت بڼه غوره كړه, او په ډېره دقيقه او پلان شوې توګه يې د قراّن عظيم الشان په اړه نيوكې او شبهات رامنځ ته كړل.

دغه كار هغه مهال ګړندى او منظم شو چې صليبيانو په اتمه صليبي جګړه كې ماتې وخوړه د هغوى مشر نهم لويس په تونس كې د خپل مرګ پر مهال يو وصيت وليكه چې په هغې كې يې د صليبيانو څخه غوښتې و چې مونږ مسلمانانو ته د زور او ځواك له لارې ماتې نشو وركولاى, ځكه چې هغوى د خپل دين سره خورا زياته مينه لري او په دې لاره كې د سر او مال قربانولو ته چمتو دي, او په دې وياړي, لدې كبله ښايي چې د مسلمانانو اړيكې د خپل دين سره كمزورې كړى شي, په هغوى كې ديني روحيه له منځه ولاړه شي, د مسلمانو هيوادونو او پرګنو ترمنځ كركې او دښمن ته لمن ووهل شي, په مسلمانو ټولنو كې بي ديني, الحاد, بد اخلاقي او له دين څخه بيزاري ترويج شي, ديني ارزښتونه او د جهاد روحيه وټكول شي, او د قراّن او حديثو سره د مسلمانانو اړيكې پرې شي.

د پورتنيو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره, هغه د څلورو لارو چارو څخه د استفادې توصيه كړى وه:
1_ د نصراني كولو پروسه
2_ د استثراق حركت
3_ تجدد غوښتنه
4_ فكري او كلتوري يرغل
د نهم لويس دغه وصيت پاڼه  اوس د پاريس د ملي اسنادو په كتابتون كې پرته ده او د هغه له مړينې وروسته يو فرانسوي تاريخ ليكونكي جانويل, د همدغه وصيت پاڼې پربنسټ د اسلام په وړاندې د لويديځ دريځ ترسيم كړ چې تر ننه هماغه پروسه په بيلابيلو بڼو روانه ده او د اسلامي فرهنګ په هره ستنه ګوزار په حقيقت كې د هماغه صليبي جګړې په امتداد كيږي چې بوش هم پرې تصريح وكړه.
دا چې د استشراق حركت څه شى دى؟ اهداف يې څه دي؟ او په څه ډول كار كوي؟ دادى په لنډوټكو كې پرې رڼا اچوو.

استشراق” ختيځ پيژندنه, Orientation

د استشراق تعريف

استشراق هغه حركت دى چې د ختيځوالو د چارو, فرهنګ, تاريخ او تمدن د پيژندلو لپاره, هڅه كوي, او په حقيقت كې د ختيځ په وړاندې د لويديځ د ذهنيت او تصور جوړولو دنده پرغاړه لري او طبيعي ده چې تر شايې هغه تاريخي او فكري زيرمه او لامل پروت دى چې د دواړو تمدنونو د اوږدې جګړې او تاوتريخوالي څخه راپورته شوې ده.
د استشراق حركت د پيل په اړه بيلابيل نظريات شته, ځينې وايي چې په اندلس كې د اسلامي خلافت پر مهال رامنځ ته شوى دى, ځينې نوريې د صليبي جګړو زيږنده او د هغې د استمرار بله بڼه بولي, او ځينې يې بيا د هجرت دوهمې پيړۍ ته ورګرځوي, د كله نه چې مشهور راهب يوحنا د     د اسلام په اړه دوه كتابونه وليكل او موخه يې داوه چې مسيحيانو ته د مسلمانانو سره د مناقشې او بحث لارښوونه وكړي.

د استشراق حركت په رسمي توګه هغه مهال پيل شو, كله چې په كال 1312 م كې دويانا د كليسا لخوا پريكړه وشوه چې په يو شمير اروپايي پوهنتونونو كې د عربي ژبې د لوستلو څانګې پرانستل شي.
او له هغې وروسته بيا د اتلسمې پيړۍ په پاى كې استشراق د يو حركت په توګه په اروپا كې وپيژندل شو, په لومړي سركې انګلستان په كال 1779 كې او په كال 1799 كې په فرانسه كې وپيژندل شو.

د استشراق موخې او اهداف:

1_ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت په اړه شكونه او شبهات راولاړول ترڅو مسلمانانو ته د قراّن عظيم الشان د تطبيق عملي بيلګه ناسمه وروپيژني.
2_ د قراّن عظيم الشان د صحت په اړه شكونه راولاړول ترڅو مسلمانان د خپل وحدت د رمز په اړه بې باوره كړي.
3_ د اسلامي فقهې ارزښت كمول او له لمنځه وړل, ترڅو د اسلامي تشريع په اړه خلك بې باوره كړي.
4_ او ددې ترڅنګ د اسلام په نورو  مصادرو او د قوت په نورو لاملونو نيوكه او يرغل كول, لكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت, سيرت, جهاد او داسې نور.

د قرآن په اړه د هغوى تګلاره

مستشرقينو ترهرڅه وړاندې د قراّن عظيم الشان ژباړې ته مخه كړه ترڅو د هغې په كلماتو او معانيو كې تحريف, تبديل او يا بدلون رامنځ ته كړي.
هغوى دغه ټاكلو اهدافو ته د رسيدلو لپاره لاندې كارونه ترسره كوي:
1_ د رسول الله صلى الله عليه وسلم پر صحيحو احاديثو نيوكه.
2_د اّيتونو په تفسير كې د سيرت اومغازيو په نا تائيد شويو پيښو او واقعاتو اعتماد كول.
3_ په ضعيفه احاديثو او يا هغه تاريخي پيښو اعتماد كول چې رسمي نه دي.
4_ په هغه رواياتو اعتماد كوي چې په ظاهر كې سره متعارض بريښي, پرته لدې چې د هغې ترمنځ د توفيق هڅه وكړي او يا د صحيح احاديثو سره يې وتلي.

استاد ابوالحسن ندوى په خپل كتاب, الصراع بين الفكرة الاسلاميه والفكرة الغربيه فى الاقطارالاسلاميه” كې وايي:” مستشرقين او د لويديځ نور پوهان چې خپل ژوند يې د اسلامي علومو د زده كړې لپاره وقف كړى دى او په دې سره يې په خيتځ او لويديځ كې د علمي ټولنو او پوهانو مخه ځان ته را اړولې او د هغوى  اّراو او نظرياتو ته د ختيځ په علمي څيړنيزو مراكزو كې د قدر په سترګه كتل كيږي, هغوى د اسلامي نړۍ د واكمنانو او هغه وګړو په زړونو كې چې د لويديځ په مراكزو كې يې زده كړه كړې ده او د هغوى كلتور رنګ شوى دى, د اسلام او د هغه د مصادرو په اړه يو لړ شكوك او شبهات راولاړ كړي دي هغوى يې د اسلام د راتلونكي په اړه ناهيلي كړي دي, په خپل شته حالت ناخوښي دي او په خپله ماضي بد ګمانه دي.

همدوى دي چې په اسلامي ټولنو كې يې د دين د اصلاح “تجدد” او د اسلامي قانون د اصلاح نعره راپورته  كړې ده, د هغوى ټوله هڅه داده چې د ضعف ټكى وپيژني او هغه په ډېر خطرناكه او بوږنونكى بڼه كې نړيوالو ته وړاندې كړي. داسې ځايونه هغوى په دوربينونو لټوي, او لوستونكو ته يې په داسې شكل وړاندې كوي چې لوستونكو ته د ټكي پرځاى غر ښكاره شي څاڅكي ورته د سمندر په څيره تمثيل كړي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب