اسانتیا کوئ او سختي مکوئ؛ ددې څه مطلب دی؟
خپله لیکنه د قرآن عظیم الشان په دغه مبارک آیت سره پيلوم: الله تعالی فرمایي: يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.
ژباړه: الله جل جلاله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي.
دارنګه عبدالله رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې درې ځله وکړه . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.
التنطع: امام نووي او ځینې نور محدثین لیکې چې، التنطیع په یو شي کې غلو او افراط کولو ته وایي او د خبرو پر مهال له شرعي حدودو څخه تیري ته وایي. په عربي کې النطع د خولې د ننه تشې او حلق (ستوني آخري برخه) ته وایي خو دلته یې مطلب دادی چې که څوک په خبرو کې تکلف کوي یا د خلکو متاثره کولو په نیت له تکلف سره داسې خبرې کوي لکه ژور ژور غږیږي دارنګه داسې لغاتونه کاروي چې خلک په تعجب کې اچوي او همدارنګه نور لغاتونه په ستونکې په تکلف سره ادا کوي دغه ته په عربي کې المتنطع ویل کیږي.
زموږ په پښتنو کې هم داسې خلک شته چې په ستوني کې او په ډیرې مبالغې سره خبرې کوي ګمان کوي چې دی د جرګې او مرکې سړی دی او هغه کس به ځانته مصلح او مشر هم وایي حتی داسې هم وایي چې زما قوم له نورو غوره دی نو دارنګه خبرې کول د صحیح حدیث خلاف دي او پرې وعید یعنې د عذاب ژمنه شوې، هڅه وکړئ چې په ستوني او غټې غټې خبرې نورې ونکړئ او خلک په ساده سمو اخلاقو او نرمو خبرو پوه کړئ.
ساده ژوند کول او ساده خبرې کول دا له صفاتو د رسول کریم صلی الله علیه وسلم څخه دي.
الله تعالی په قرآن کریم کې خپل پیغمبر ته داسې خطاب کوي:
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ ﴿٨٦﴾
ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) نه غواړم زه له تاسې پدې ( قرآن يا تبليغ ) ځانته هيڅ اجر ، اونه يم زه له تكليف كوونكيو نه ( په جوړولو د قرآنكې له ځانه ).
یوه ورځ یو کس له رسول کریم صلی الله علیه وسلم سره خبرې کولی، دی متوجه شو چې هغه کس په ډار، ویرې او زړه نا زړه سره خبرې کوي، لهذا ویې فرمایل: ولې ډاریږې؟ زه د هغې ښځې ځوی یم چې وچه غوښه خوري.
ځینې خلک هڅه کوي چې د خبرو پر مهال سختې خبرې وکړي د خپلو خبرو په جریان کې عادي غږ او حالت څخه پورته او ښکته خبرې کوي، په تکلف سره خبرې کوي، خو الله تعالی دا عمل نه خوښوي او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم دا عمل په سختي سره غندلی. نو ټولو مسلمانانو ته پکار دي چې په نرم حالت او غږ سره خبرې وکړي او هیچاته ستونزه ونه رسوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، خلکو ته زیرۍ ورکړئ په نفرت کې یې مه اچوئ. عن أنس عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: يسروا ولا تعسروا وبشروا ولا تنفروا . صحيح البخاري، 1/ 38، نمبر: 69، او مسلم، 3/ 1358، نمبر: 1732.
امام عبدالرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وايي: (يسروا ولا تعسروا) يعنې هغوی پوهه کړئ په داسې حالت کې چې په ښوونه کې به اسانتیا کوئ سختي به نه کوئ، یعنې هغوی په نرمي او اساني سره پوهه کړئ، (وبشروا ولا تنفروا) یعنې په هغوی سختي مه کوئ داسې شی مه ورته وړاندې کوئ چې د هغوی د نفرت سبب وګرځي او بیا هغه خبره نه درسره مني. فيض القدير، 4/ 328.
لکه څنګه مو چې ذکر کړل، هر وخت اسانتیا باید غوره کړو او سختي ونکړو،خلکو ته زیرۍ ورکړو او په سختي کې یې نه اچوو دا به زموږ د دنیا او آخرت په ګټه وي.
ليکوال: استاد انجینر نورالله خان احمدزی